د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د جهادي قوماندان احمد شاه مسعود ۲۱ تلين؛ سږ کال يوازې په پيغامونو نمانځل کېږي


پنجشېر کې د احمد شاه مسعود انځور
پنجشېر کې د احمد شاه مسعود انځور

د سنبلې اتلسمه د مشهور جهادي قومندان احمد شاه مسعود ۲۱ تلین سره برابره ده.

د طالبانو د حکومت په خلاف د "افغانستان د ملي مقاومت جبهې" د احمدشاه مسعود د ۲۱ تلین په مناسبت په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې افغانستان یو ځل بیا د" نړیوالو تروریستانو" تر اشغال لاندې راغلی او د طالبانو د حکومت پر وړاندې به مقاومت ته دوام ور کوي.

سږ کال د ښاغلي مسعود تلین یوازې پر خواله رسنیو د ځینو پخوانیو چارواکو او د هغه د پلویانو له لوري د پیغامونو په خپرولو نمانځل کېږي.

د برهان الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو د حکومت د دفاع د وزیر او مشهور جهادي قومندان احمد شاه مسعود ۲۱ تلین داسې مهال رارسیږي چې پر افغانستان طالبان واکمن دي.

په تېرو دوو لسیزو کې د هغه د ترور ورځ په افغانستان کې په رسمي ډول د "شهید د اوونۍ" په ترڅ کې نمانځل کېدله، خو د طالبانو حکومت سږ کال د شهید اوونۍ نمانځل د خپلې کلیزې د نمانځلو له مهالوېشه ليرې کړی دی.

د مقاومت ملي جبهې بيرغ
د مقاومت ملي جبهې بيرغ

د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو د حکومت ضد د مقاومت ملي جبهې د جمعې په ورځ د سپټمبر نهم ( وږې ۱۸) په یوه اعلامیه کې ویلي چې، له دوه لسیزو وروسته افغانان یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت دوام او د مقاومت غځول "یو شرعي او ملي اړتیا" ګڼي.

"دوی د اختلافي شخصیتونو د ورځو نمانځلو ته اجازه نه ورکوي."

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د ټولو ازادي غوښتونکو او د ملي قهرمان (احمدشاه مسعود) د لارویانو څخه غواړو ترڅو خپلو سیاسي، نظامي، ټولنیزې، دیني او فرهنګي مبارزې ته د نیابتي او تروریستي او تیرې کوونکې ډلې او د ظلم، اشغال، تیرې څخه د هېوادوالو د ژغورلو لپاره د ملي مقاومت د پیاوړتیا لپاره د یو شرعي، ملي او تاریخي اړتیا په توګه هڅې وکړي."

سږ کال د احمد شاه مسعود تلین یوازې پر خواله رسنیو د تېر جمهوري حکومت د ځینو چارواکو او د هغه د پلویانو له لوري د پیغامونه او تبصرو خپرولو باندې نمانځل شوی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې اړه په یو ټویټ کې لیکلي: "د هېواد ملي اتل احمدشاه مسعود پیاوړی مجاهد او د هېواد هغه وطنپاله څېره وه چې د پردیو د دسیسو په پایله کې د پردیو په لاس په شهادت ورسېده،د هېواد د جهاد د دغه ستر انسان یاد د افغانستان د ټولو خلکو په زړونو کې به د تل لپاره پاتې شي."

پخوانی ولسمشر حامدکرزی
پخوانی ولسمشر حامدکرزی

همدارنګه د تېر جمهوري حکومت د مصالحې عالي شورا مشر او احمد شاه مسعود ته نږدې کس عبدالله عبدالله افغانستان کې د استقلال غوښتنې او ټولنیز عدالت لپاره د احمد شاه مسعود د مبارزې ستاینه کړې ده.

ښاغلي عبدالله په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "د ملي اتل له شهادت څخه ۲۱ کاله تېر شول. د دوو لسیزو په تېرېدو سره د احمدشاه مسعود نوم د ځوانمردۍ، برابرۍ، خپلواکۍ غوښتلو، ټولنیز عدالت د پلی کولو او د یرغل پر وړاندې د مبارزې په سمبول بدل شوی دی."

د جمعت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني، د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم په ګډون یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو او شخصیتونو هم ورته پیغامونه او تبصرې خپرې کړي دي.

خو د احمد شاه مسعود د پلویانو له لوري په تېرو دوو لسیزو کې د تلین د نمانځلو څرنګوالي مخالفین او موافقین هم لرل.

د اعتراض کوونکو ښځو یو ډلې پر خواله رسنیو د ویډیویي پیغامونه په خپرولو ویلي دوی به د مسعود لارې ته "د ازادۍ غوښتونکې" لارې په توګه دوام ورکوي.

په تېر حکومت کې د احمد شاه مسعود تلين نمانځل
په تېر حکومت کې د احمد شاه مسعود تلين نمانځل

پيغام کې راغلي: "مسعود یو ملي قهرمان وه چې د دښمنانو او د طالبانو زړونه یې تر اوسه د اتلولیو له امله داغ لري."

خو د کابل ښار ځینې اوسېدونکي خوښ دي چې اوس د داسې ورځو نمانځنه منع شوې چې په خبره یې خلکو ته به مزاحمتونه او زورونې پېښولې.

له دې ډلې روح الله تلاش ازادي راډیو ته وویل: "احمد شاه مسعود یو افغان مجاهد و، چې د روسانو پر ضد وجنګېده، خو په تېرو کلونو کې د هغه د تلین د نمانځلو طریقه هيڅ افغان ته د منلو نه وه چې یو ډله بې باکه خلک به سړکونو ته راووتل او خلکو ته بې یې سخت مزاحمتونه کول."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "دوی د اختلافي شخصیتونو د ورځو نمانځلو ته اجازه نه ورکوي."

د طالبانو د بدري ۳۱۳ پوځي قطعې غړي د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱ مه د کابل هوايي ډګر ته د رسېدو په وخت کې د افغان مجاهدینو د مشر احمد شاه مسعود انځور د یو مات شوي بینر څخه تیریږي.
د طالبانو د بدري ۳۱۳ پوځي قطعې غړي د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱ مه د کابل هوايي ډګر ته د رسېدو په وخت کې د افغان مجاهدینو د مشر احمد شاه مسعود انځور د یو مات شوي بینر څخه تیریږي.

احمدشاه مسعود د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو او طالبانو سره د اوږدې جګړې وروسته د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر په نهه په یو ځانمرګي برید کې د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین په ولسوالۍ کې د دوو عربانو له خوا چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي و او چاودیدونکي توکي یې د فلمبردارۍ په کمره کې ځای پر ځای کړي و ووژل شو.

دغه مشهور جهادي قومندان ته په کال ۲۰۰۳ میلادي کې هغه مهال چې حامد کرزی په واک کې وو د نوي اساسي قانون د جوړېدو د لویې جرګې په ترڅ کې د "ملي اتل" لقب ورکړل شو.

XS
SM
MD
LG