د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

د شهید اوونۍ او د احمد شاه مسعود د وژنې ۱۷م تلین په کابل کې ولمانځل شو


د شهید اوونۍ او د افغانستان د ملي اتل احمد شاه مسعود د وژنې ۱۷م تلین په کابل کې ولمانځل شو.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، افغانان په سختو شرایطو کې دي او له دغه وضعیته د وتلو لپاره د ملي یووالي ټینګښت ډېر مهم دی.

سرور دانش چې د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۸» د شهید اوونۍ او د احمد شاه مسعود د وژنې د ۱۷م تلین د لمانځنې په مناسبت په کابل کې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې، وروستیو هدفي او پلان شویو حملو ته په اشارې سره وویل چې دښمنان غواړي چې د قومونو او مذاهبو ترمنځ نفاق رامنځته کړي.

د ښاغلي دانش په خبره، دښمنان د افغانانو ترمنځ د یووالي د زیانمولو په هدف جدي هڅې کوي.

سرور دانش
سرور دانش

​دی وایي:

"د بقا او دوام لپاره د ملي یووالي ټینګښت مهمه پانګه او د بریا لپاره ارزښتمنه وسیله ده، خو له بده مرغه له بهر او په کور دننه ځینو کړیو ملي یووالی هدف ګرځولی او هره ورځ د نفاق، قوم او ژبې ورانوونکې نارې او چېغې وهي."

په دغو مراسمو کې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم پر ملي یووالي ټینګار وکړ او د افغانستان د دښمنانو د ماتې لپاره‌یې دا مهم وباله.

پخواني جهادي مشر عبدرب رسول سیاف بیا وویل چې په نظام کې دننه ځیني خلک د افغانستان د دښمنانو لپاره کار کوي، خو په خبره‌یې دغه څېرې منفورې دي او نابودې به شي.

د ښاغلي سیاف په خبره، د افغانستان دښمنان هڅه کوي چې د ژبې، قوم او مذهب په نوم د افغانانو ترمنځ نفاق ته زمینه برابره کړي، خو په خبره‌یې چې دغه مداخله کوونکي به د ولس له غچ سره مخ شي.

نوموړي وویل:

"هغه کسان چې له بهره زموږ په هېواد کې لاسوهنې کوي، زه ستاسې په استازیتوب ورته اعلان کوم، هغه چې غواړي زموږ هېواد ویجاړ کړي، قسم په خدای که مو دا ملت بې‌انتقامه پرېږدي."

د احمد شاه مسعود د بنسټ مشر احمد ولي مسعود بیا دغو مراسمو ته وویل، د امنیت د ټینګښت او د ترورېزم د ماتولو لپاره په افغانستان کې د ملي وحدت په چوکاټ کې د ټولنیز عدالت ټینګېدو ته اړتیا ده.

د اجرائیه رئیس دوهم مرستیال محمد محقق د دغو مراسمو یو بل ویناوال و، خو ده تر ډېره انتقادي خبرې وکړې.

محقق هم ملي یووالی جدي اړتیا وګڼله، خو په اړه‌يې خبرې هم لرلې.

محمد محقق
محمد محقق

نوموړي زیاته کړه:

"ملي وحدت له عدالت پرته نه‌کېږي، ملي وحدت د نورو په څنډې کولو ته نه‌رامنځته کېږي، دا وخت ټول سیاسي ګوندونه او جهادي مشران رد شوي او ملي وحدت د نورو په تحقیرولو نه‌کېږي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ولسمشرۍ ماڼۍ تل ویلي چې د مهمو مسایلو په اړه د سیاسي څېرو او ګوندونو سره مشورې کېږي او نظر ته‌يې درناوی شوی دی.

د شهید اوونۍ او د احمد شاه مسعود د وژنې تلین هر کال په کابل او ځينو ولایتونو کې په غونډو او نورو مراسمو سره لمانځل کېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم د دې اوونۍ په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، له حاکمیت او خپلواکۍ د دفاع په خاطر د افغانانو قربانۍ د ستایلو وړ دي او خلک به‌يې هم تل په یاد ولري.

راپور: حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG