د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

د احمد شاه مسعود بنسټ: چا ته د ستونزو جوړولو او خلکو ځورولو اجازه مه‌ورکوئ


احمد شاه مسعود
احمد شاه مسعود

د شهید اوونۍ سبا د سې شنبې په ورځ پیلېږي، خو ترې یوه ورځ وړاندې د احمد شاه مسعود بنسټ وايي، د دې اوونۍ له نمانځلو موخه، د شهیدانو یاد تازه کول دي او باید په دې ورځ خلک ونه‌ګواښل شي.

دغه بنسټ له خلکو او خپلو پلویانو غواړي چې د شهید اوونۍ د پیل په ورځ او د وږې په ۱۸مه نېټه، چا ته اجازه ورنه‌کړي چې خلکو ته ستونزې جوړې او ویې‌ځوروړي.

د دې بنسټ مشر احمد ولي مسعود د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۱۷» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د دې اوونۍ د نمانځلو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی او سبا به پیل شي، خو ټینګار کوي چې باید اجازه ورنه‌کړل شي د وږې د ۱۸مې نېټې په پلمه، یو شمېر کسان خلکو ته زیان ورسوي یا یې هم وځوروي.

هغه زیاته کړه: "هیله‌مند یم چې ځوانان رامخکې شي او اجازه ورنه‌کړي، هغو کسانو ته چې واقعاً غواړي قصداً خلک وګواښي یا یې هم ازار کړي. دوی باید د دې کار اجازه ورنه‌کړي."

احمد ولي مسعود
احمد ولي مسعود

ښاغلی مسعود وايي، دا ځل دوی د وږې د ۱۸مې نېټې په مناسبت چې د احمد شاه مسعود د وژل کېدو له ۱۹م تلین سره برابره ده، بېلابېل پروګرامونه لري.

له دې وړاندې هر کال د وږې په ۱۸مه نېټه، کابل ښاریانو په حکومت نیوکه کړې چې په دې ورځ‌یې د بې‌نظمۍ مخه نه‌ده نیولې او نه‌یې هم هغه کسان مجازات کړي چې له شخصي وسلو په ګټنې هوايي ډزې کوي او د لویو موټریزو کاروانونو په وسیله‌یې دوی ځورولي دي.

خو دا ځل د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې په ټولو سیمو کې یې پولیس ځای پر ځای کړي دي او اجازه به ورنه‌کړي چې د خلکو امنیت او روان له ګواښ سره مخ شي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین د دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل: "ټول هغه کسان او ډلې چې غواړي د شهید اوونۍ او یا هم شهید ورځې د نوم څخه په ګټې هغه کارونه وکړي چې عامه نظم خراب، د خلکو روان اخلال کړي او یا هم په فزیکي ډول‌یې وګواښي، امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې له دې خلکو سره جدي او قانوني چلند وکړي."

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

کابل مېشتي هم پر ټولو هغو کسانو چې غواړي د شهید ورځ ونمانځي غږ کوي چې خلکو ته زیان ونه‌رسوي.

د کابل دوه تنه اوسېدونکي جواد او عنایت‌الله وویل: "موږ نور نه‌غواړو چې د ډزو غږ واورو، راځئ د افغانستان لپاره یو نېک کار وکړو، یو داسې کار چې ټول‌یې هرکلی وکړي. "

"که له مسعود هرکلی کوي، باید په داسې ډول وي چې د هغه روح خوشحال کړي، نه داسې چې جنجال جوړ کړي."

ارشیف، کابل کې د شهید اوونۍ نمانځونکي
ارشیف، کابل کې د شهید اوونۍ نمانځونکي

هر کال د شهید اوونۍ په مناسبت یو شمېر کسان د کابل په بېلابېلو سیمو کې د لویو موټریزو کاروانونو په راویستلو سره د دې ښار په سړکونو ګرځي راګرځي.

کابل مېشتي وايي، ډېر کله د همدې کسانو له‌خوا هوايي ډزې کېږي چې تلفات هم لري.

XS
SM
MD
LG