د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

ولسي جرګې په کابل کې د یکشنبې د ورځې خپل‌سري خوځښتونه او هوایي ډزې وغندلې


د افغانستان ولسي جرګې په کابل کې د روانې اوونۍ د یکشنبې د ورځې وسله‌وال خپل‌سري خوځښتونه او هوايي ډزې په سختو ټکو وغندل.

په کابل کې د سنبلې د ۱۸مې بې‌بندوباریو او غیر قانوني حرکتونو د عامو خلکو تر څنګ، د افغانستان د ولسي جرګې د غړو اندېښنې او غصې هم راپارولې دي.

د دغې جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي د دوشنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۹» په عمومي غونډه کې دغه خپل‌سري وسله‌وال حرکتونه وغندل او هیله‌یې وښوده چې بیا تکرار نه‌شي.

عبدالرؤف ابراهیمي

نوموړي زیاته کړه:

"تېره ورځ بې‌ځایه هوايي ډزې وشوې، دغه ډول عملونه په واقعيت کې د شهیدانو په حق کې جفا ده، د شهیدانو له پاکو وینو سره جفا ده او د ملي اتل له ارمانونو سره جفا ده، دا په رښتیا چې له منطقه لیرې کار دی او د افغانستان ولسي جرګه دغه ډول کړنې په کلکو ټکو غندي."

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د سنبلې ۱۸مه په افغانستان کې د شهید اوونۍ د لمانځلو په ورځ په کابل کې سلګونه ځوانان چې د موټرو او موټرسایکلونو کاروانونه‌يې جوړ کړي وو او وسلې او د پخواني وژل شوي جهادي قوماندان احمد شاه مسعود عکسونه‌يې هم له ځانه سره لېږدول، په هوايي ډزو سره د ښار نظم ګډوډ کړ.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغو کسانو هدف یوازې په ښار کې وېره خپرول او د خپلو وسلو او زور ښودل وو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغو هوايي ډزو کې ۱۳ تنه ټپیان شوي چې دا مهال په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

دا لومړی وار نه‌دی چې د سنبلې په ۱۸مه په کابل کې دغه ډول غیر قانوني او خپل‌سري حرکتونه کېږي، بلکې د ښار د اوسېدونکو په وینا، هر کال په همدې ورځ کابل د ډول ډول بې‌بندویاریو، غیر قانوني کړنو او هوايي ډزو شاهد وي.

په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېس‌بوک کې له دغو خپل‌سرو، غیر قانوني حرکتونو ګڼې وېدیوګاڼې خپرې شوي چې په يوه وېډیو کې یو شمېر کسان د لوړپوړو حکومتي چارواکو په ځانګړي ډول د ولسمشر محمد اشرف غني په عکس ډزې کوي.

دغه ورځ چې د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د وژل کېدو له ورځې او د شهید له اوونۍ سره برابره ده، هر کال په افغانستان کې په بېلابېلو مراسمو سره لماځل کېږي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې یو شمېر وکیلانو هم د دغې ورځې د غیر قانوني کړنو په اړه غصه ښکاره کړه او له امنیتي ځواکونو يې غوښتنه وکړه چې باید د دغې مسئلې جدي څېړنه وکړي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیر خان یار او د دغې جرګې غړي عبیدالله بارکزي په دې اړه وویل:

"کوم مذهب دا اجازه راکړې ده چې موږ دې د شهیدانو په اوونۍ خلک وځورو، خلک دې ووژنو، هغوی دې ټپيان کړو، په کورونو او ښار کې دې وېره خپره کړو، دا په کوم قانون کې راغلي دي، د دې کار باید موږ او تاسې پوښتنه وکړو، حکومت‌يې پوښتنه وکړي چې ولې تېره ورځ په کابل کې دغه ډول حالت و؟ البته له څو کلونو راهیسې دغه ډول حالت هر کال راځي."

"تر کومه به په دې ولس دغه ډول حال وي، دا ولس خو خدای لري، یو څو تنه لچکان خو یې مالکان نه‌دي چې دا ولس او خلک‌يې پیدا کړي وي."

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د هوايي ډزو او د خلکو د ځورولو په تور یې ۱۵۰ کسان نیولي او ۲۰ میله وسله او ۳۰ عرادې موټر یې ضبط کړي دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي چې له نیول شویو کسانو سره به جدي چلند وشي او په دې برخه کې د کورنیو چارو وزارت، د کابل ګارنېزیون او د کابل امنیې قومندانۍ ته لارښوونه کړې چې ټول نیول شوي کسان د لا څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG