د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

کابل ښار کې نننۍ انتحاري حملې او هوايي ډزو ۷ تنه وژلي او له ۳۰ زیات ټپیان کړي


د کابل امنیه قومانداني وايي چې نن له غرمې وروسته یوه انتحاري حمله کوونکي د سړک پر سر د شهید اوونۍ د لمانځونکو د کاروان په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه ۷ تنه‌یې ووژل او له ۲۰ کسانو زیات‌یې ټپیان کړل.

د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي په دې اړه د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۸» ازادي را‌ډيو ته وویل چې دغه حمله د کابل د تایمني په سیمې کې شوې ده.

حشمت ستانکزی
حشمت ستانکزی

نوموړي زیاته کړه:

"نن له غرمې وروسته شااوخوا درې بجې د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د تایمني په سیمه کې په کاروان باندې انتحاري حمله وشوه چې د راپورونو له مخې په دغه پېښه کې اووه تنه وژل شوي او له ۲۰ زیات ټپيان شوي دي."

بل‌خوا د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي چې په کابل ښار کې د غیر مسؤله وسله‌والو په هوايي ډزو کې ۱۳ تنه ټپیان شوي چې دا مهال په روغتونو کې تر درملنې لاندې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه ارقام تأییدوي او وايي چې ټول کسان په هوايي ډزو لګېدلي دي.

د سنبلې ۱۸مه چې د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د وژل کېدو له ورځې او د شهید له اوونۍ سره برابره ده، هر کال په افغانستان کې په بېلابېلو مراسمو سره لماځل کېږي.

د دغې ورځې د لمانځلو په بهانه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غیر مسؤله وسله‌وال کسان په کاروانونو کې د کابل واټونو ته راووتل او هوايي ډزې یې وکړې چې یو شمېر عام خلک‌یې ټپیان کړل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې تړاو یې او د خلکو د ځورولو په تور یې ۱۵۰ کسان نیولي اور ورڅخه‌یې ۲۰ میله وسله او ۳۰ عرادې موټر هم ضبط کړي دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون وايي حکومت باید نیول شوي کسان عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي کړي.

د دغه کمېسیون غړې وږمه ساپۍ ازادي راډیو ته وویل:

"کله چې هغوی نیسي قانوني چلند دې ورسره وشي چې د خپلو اعمالو په جزا ورسېږي چې د نورو لپاره عبرت او پند شي، په داسې یو وخت کې انتحاري موقعې ته ګوري او له تشې او خلا نه په استفادې، بې‌وزله خلکو ته مرګ ژوبله اړوي."

مېرمن ساپۍ زیاتوي دا لومړی ځل نه‌دی چې یو شمېر بې‌بندو باره کسان د شهید اوونۍ له لمانځلو نه په ناوړه استفادې سره واټونو ته راوځي، خو په خبره‌یې حکومت ورسره جدي چلند نه‌کوي.

خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي دا ځل به له دغو خلکو سره جدي چلند وشي او په دې برخه کې د کورنیو چارو وزارت د کابل ګارنېزیون او د کابل امنیه قوماندانۍ ته لارښوونه کړې چې ټول نیول شوي کسان د لا څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

  • پخواني معلومات

د کابل امنیه قومانداني وايي د کابل ښار په نننۍ انتحاري حمله کې ۷ تنه وژل شوي او ۲۰تنه ټپیان دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې وژل شوي او ټپيان د شهید اوونۍ لمانځلو کاروان غړي دي.

پخواني معلومات

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي د کابل ښار په نننۍ انتحاري حمله کې دوه تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

  • پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د کابل ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې د شهید اوونۍ د لمانځونکو پر کاروان انتحاري حمله شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، دغه انتحاري حمله نن یکشنبې ۰۲:۵۰ دقیقې د موټرسایکل په وسیله د سلیم کاروان او د تایمني د زړې پروژې ترمنځ سیمه کې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې یاده حمله مرګ ژوبله لري، خو د کره ارقامو په اړه‌یې څه ونه‌ویل.

بل‌خوا د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ازادي راډیو ته وویل چې د حملې له ځایه یو مړی او دوه ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

تر دا مهاله د دغې حملې مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې نن غرمه د کابل ښار په نهمه حوزه کې یو تن انتحاري چې غوښتل‌یې د شهید اوونۍ لمانځونکو پر کاروان برید وکړي هدف ته تر رسېدو مخکې ووژل شو.

  • پخواني معلومات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار د ۱۰مې امنیتي حوزې اړوند د سلیم کاروان په سیمه کې انتحاري حمله شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې په دغه انتحاري حمله کې دوه تنه ټپيان شوي دي.

په دې اړه نور جزئیات وورسته ...

XS
SM
MD
LG