د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

مشرانو جرګه: د سنبلې د ۱۸مې وېره اچوونکي دې محاکمه شي


د سنبلې د ۱۸مې نېټې هوايي ډزو او خپل‌سرو کړنو چې بېلابېل غبرګونونه‌یې راپارولي، اوس د مشرانو جرګې رئیس له عدلي او قضايي ارګانونو غواړي څو دغه کسان محاکمه کړي.

فضل‌الهادي مسلمیار د سې شنبې ورځې «۱۳۹۷ کال د وږې ۲۰» په عمومي جلسه کې وویل چې امنیتي ادارو د سنبلې د ۱۸مې نېټې د پېښې په وړاندې کمزوی عمل کړی.

نوموړي زیاته کړه:

"کومو کسانو چې ځانونه د احمد شاه مسعود پلویان بلل په دغه ورځ‌یې د خلکو نفرت راوپاراوه، دغه کار د امنیتي مسؤلینو کمزورتیا په ګوته کړه چې په دوربین هم نه‌لیدل کېدل او د دغو کسانو مخه‌یې ونه‌شوی نیولی، موږ غواړو هغه کسان چې نیول شوي محاکمه شي."

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د سنبلې ۱۸مه په افغانستان کې د شهید اوونۍ د لمانځلو په ورځ په کابل کې سلګونه ځوانانو چې د موټرو او موټرسایکلونو کاروانونه‌يې جوړ کړي وو او وسلې او د پخواني وژل شوي جهادي قوماندان احمد شاه مسعود عکسونه‌يې هم له ځانه سره لېږدول، په هوايي ډزو سره د ښار نظم ګډوډ کړ.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغو کسانو هدف یوازې په ښار کې وېره خپرول او د خپلو وسلو او زور ښودل وو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغو هوايي ډزو کې شااوخوا ۱۳ تنه ټپیان شوي و.

خو په ځینو راپورونو کې راغلي چې په دغه ډزو کې ۲۳ تنه ټپیان شوي دي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د سنبلې په ۱۸مه په کابل کې دغه ډول غیر قانوني او خپل‌سري حرکتونه کېږي، بلکې د ښار د اوسېدونکو په وینا، هر کال په همدې ورځ کابل د ډول ډول بې‌‌بندوباریو، غیر قانوني کړنو او هوايي ډزو شاهد وي.

په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېس‌بوک کې له دغو خپل‌سرو، غیر قانوني حرکتونو ګڼې وېدیوګاڼې خپرې شوي چې په يوه وېډیو کې یو شمېر کسان د لوړپوړو حکومتي چارواکو په ځانګړي ډول د ولسمشر محمد اشرف غني په عکس ډزې کوي.

پخوانی جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د ۱۳۸۰ کال د سنبلې په ۱۸مه نېټه د دوو عربانو له‌خوا چې ځانونه‌یې خبریالان معرفي کړي و د تخار په خواجه بهاءالدین کې ووژل شو.

له هغه وروسته دا ورځ عمومي رخصتي وي او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې لمانځل کېږي.

له بلې‌خوا یو شمېر سناتوران وايي، هغو کسانو چې د سنبلې پر ۱۸مه نېټه د خلکو ترمنځ وحشت او ډار خپور کړ له ترهګرو ډلو سره هېڅ توپیر نه‌لري.

زلمی زابلی: حکومت باید د دغو خپل‌سرو کسانو مخه ونیسي.
زلمی زابلی: حکومت باید د دغو خپل‌سرو کسانو مخه ونیسي.

دوو سناتورانو زلمي زابلي او داوود غفاري په دې اړه وویل:

"د دوی او ترهګرو ډلو ترمنځ توپیر څه شی دی، دوی هم خلک وژني او هغوی هم، حکومت باید د دغو خپل‌سرو کسانو مخه ونیسي."

"دا موږ او حکومت ته لوی شرم دی چې یو شمېر کسان راځي او له وسلې سره په ښار کې د نظم په ګډوډولو لاس پورې کوي، باید له دغو کسانو تحقیقات وشي."

دغه سناتوران وايي، که چېرې حکومت د سنبلې د ۱۸مې نېټې د خپل‌سرو کسانو په مجازاتو کې پاتې راشي د خلکو په منځ کې به د نظام اعتماد له‌منځه لاړ شي او دا ډول خپل‌سرۍ به دوام پیدا کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG