د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

افغان حکومت د شیر خان فرنود مړینه طبیعي، خو کورنۍ یې مرموزه ګڼي


شیر خان فرنود
شیر خان فرنود

په‎داسې حال کې چې د عدلي طب د څېړنو نتایج د شیر خان فرنود مړینه طبیعي ښيي، خو د ده د کورنۍ غړي لا هم هغه مرموزه بولي او له حکومته غواړي چې په‎دې برخه کې دې جدي څېړنه وکړي.

شیر خان فرنود د کابل بانک د دیوالي کېدو په قضیه کې لومړی په پنځه کاله بند او وروسته بیا کله چې د کابل بانک قضیه له سره راوسپړل شوه، په ۱۰ کلونو بند محکوم شو.

شیر خان فرنود د بګرام په زندان کې ساتل کېده او د تېر اګسټ میاشتې په ۲۴مه نېټه مړ شو چې چارواکو یې علت د زړه ناروغي اعلان کړه.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د شیر خان فرنود جسد، د مړینې د لاملونو د روښانه کولو له‎پاره عدلي طب ته ولېږل شو.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح

ښاغلي مجروح زیاته کړه:

"د جسد په ظاهري څېړنه کې د جبري مرګ کومه نښه نه‎ده لیدل شوې، له دې وروسته له جسده ځینې نمونې په لابراتوار کې وارزول شوې او دا ترې ثابته شوه چې د شیر خان فرنود مړینه د زړه د ناروغۍ له کبله چې بنیاد یې د شکر ناروغي وه پېښه شوې ده."

خو د شیر خان فرنود د کورنۍ غړي وایي چې دی د بګرام په زندان کې د روغتیا له پلوه په ښه حالت کې و، خو تر رواني فشارونو لاندې نیول شوی و.

د شیر خان فرنود وراره شاه خان شیرزاد له ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپل تره مړینه مرموزه وبلله او ټینګار یې وکړ چې حکومت باید دغه مسئله په جدي ډول وڅېړي.

ښاغلي شیرزاد زیاته کړه:

"د بګرام په زندان کې ستونزې موجودې وې، پر دوی به‌یې روحي فشارونه راوړل، خو ښاغلی فرنود تر روحي فشارونو لاندې رانه‎غلو. موږ له حکومته غواړو چې د فرنود د مړینې مسئله روښانه کړي او موږ په‎دې برخه کې د عدالت غوښتونکي یو."

ښاغلي شیرزاد وویل چې تره‌یې له تېرو اتو میاشتو راهیسې د کابل بانک د واقعیتونو په اړه د یو کتاب لیکلو په حال کې و، خو د ده په وینا دا کتاب هم دوی ته نه‎دی سپارل شوی.

شیر خان فرنود په ۲۰۰۴ میلادي کال کې په افغانستان کې د لومړني خصوصي بانک کابل بانک بنسټ کېښود چې تر ۲۰۱۰ میلادي کال پورې یې تر یو میلیون زیات مشتریان درلودل.

خو دغه خصوصي بانک د برخه‎والو له‎خوا د دُبۍ په مسکن ښارګوټي کې د پانګونې په خاطر زیاتې پیسې د بانک له خزانې وایستلې چې دا کار د کابل بانک د دیوالي کېدو سبب شو او د افغانستان بانک اړ شو چې د ستونزو د حل له‎پاره د بانک کنټرول په خپل لاس کې واخلي.

د شیر خان فرنود د مړینې د څرنګوالي په اړه دا بحثونه داسې مهال روان دي چې د دغه بانک یو بل شریک خلیل‌الله فیروزي د ناسم روغتیایي حالت له کبله د بګرام له زندانه ایستل شوی او د سردار محمد داوود خان په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د خلیل‌الله فیروزي مدافع وکیل مسعود ستاري ازادي راډیو ته وویل چې له زیاتو هڅو سره سره دوی ونه‎توانېدل چې له ښاغلي فیروزي سره د بګرام په زندان کې دننه وګوري.

خلیل‌الله فیروزي
خلیل‌الله فیروزي

ستاري زیاته کړه:

"موږ سره د دولت چلند دا وو چې موږ ته‌یې اجازه نه‌راکوله چې له ښاغلي فیروزي سره وګورو او یا یې د کورنۍ غړي ورته درمل او پرهېزانه یوسي. د خلیل‌الله فیروزي او شیر خان فرنود روغتیا ته سمه توجه نه‎ده شوې."

خو د افغانستان د دفاع وزارت چې د بګرام د زندان اداره په لاس کې لري، دغه ادعا رد کړه او ویې‌ویل چې د بګرام په زندان کې د بشر د حقونو ټول موارد په سمه توګه رعایتیږي او بندیانو ته کافي امکانات په پام کې نیول شوي دي.

د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید ازادي راډیو ته وویل چې د بګرام په زندان کې ټول روغتیایي امکانات موجود دي.

ښاغلي جاوید زیاته کړه:

"موږ هلته روغتیایي کلینیک لرو، روغتیایي وسایل شته او داسې کومه جدي ستونزه موجوده نه‎ده چې څوک داسې کومه ادعا مطرح کړي."

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید
د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید

د کابل بانک د قضیې په اړه لومړنۍ علني محاکمه د ۲۰۱۲ میلادي کال په نومبر میاشت کې جوړه شوه چې په‎کې شیر خان فرنود او خلیل‌الله فیروزي دواړه په پنځو پنځو کلونو بند محکوم شول، خو د استېناف محکمې یې بیا د بند موده لسو لسو کلونو ته زیاته کړه.

خلیل‌الله فیروزي یو ځل په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د لنډې مودې له‎پاره خوشې شو، څو د سمارټ سیټي ښارګوټي د جوړولو قرارداد لاسلیک کړي او ده د قرارداد د لاسلیک پر مهال وویل، هڅه کوي چې د دغې پروژې له ګټې نه د کابل بانک پور پرې کړي.

د کابل بانک د دوسیې د تعقیب پر مهال دا هم روښانه شوه چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی او د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال مارشال فهیم ورور حسین فهیم هم د کابل بانک په مالي بحران کې ښکېل دي، خو دوی کله هم محکمې ته حاضر نه‎شول.

XS
SM
MD
LG