د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

د احمد شاه مسعود بنسټ: ځوانان دې د سنبلې پر ۱۸مه له ډزو او ځورونو ډډه وکړي


د احمد شاه مسعود بنسټ له ځوانانو غواړي چې د سنبلې په ۱۸مه نېټه له هوايي ډزو او د خلکو له ځورولو ډډه وکړي.

د احمد شاه مسعود بنسټ مسؤلینو د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۵» په یوه خبري غونډه کې چې د شهید اوونۍ د لمانځلو په خاطر رابلل شوې وه له ځوانانو وغوښتل چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او عامه ذهنیتونه مغشوش نه‌کړي.

د یاد بنسټ مشر احمد ولي مسعود دغې غونډې ته وویل، له وسلو سره واټونو ته راوتل او ډزې کول له قانون سره په ټکر کې دي.

ده وویل هغه کسان چې دا کار کوي د احمد شاه مسعود پلویان نه‌دي.

احمد ولي مسعود
احمد ولي مسعود

نوموړي زیاته کړه:

"موږ هر کال هیله کړې او ځوانانو ته مو ویلي چې د وتلو حق لرئ، خو باید خلک ونه‌ځورول شي او وسله‌وال لاریونونه مه‌جوړوئ، په دغې ورځ ډزې کول او هر ډول ازار او اذیت د احمد شاه مسعود له افکارو څخه نه‌دي."

مسعود وايي چې سږ کال د شهیدانو له اوونۍ او د احمد شاه مسعود د وژل کېدو ورځ د عدالت په رڼا کې د ملي یووالي د ټینګښت په شعار سره لمانځل کېږي.

ده له امنیتي ځواکونو څخه وغوښتل چې د شهیدانو د اوونۍ لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر ونیسي.

نوموړي له خلکو هم وغوښتل چې په واټونو کې د تګ راتګ او د خلکو د ځورولو پر ځای روغتیايي مرکزونو ته ولاړ شي او ټپي امنیتي ځواکونو ته وینه ورکړي.

احمد ولي مسعود وویل، ځینې کړۍ او خلک د دا شان مراسمو له لماځلو ناوړه استفاده کوي او تاوتریخوالی رامنځته کوي.

پخوانی مشهور جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د ۱۳۸۰ لمریز کال د سنبلې پر ۱۸مه نېټه د دوو عرب انتحاريانو له‌خوا چې ځانونه‌يې خبریالان معرفي کړي وو د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین په سیمه کې ووژل شو.

له هغې وروسته هر کال دا ورځ په ځانګړو مراسمو سره لمانځل کېږي.

په تېرو کلونو کې د نوموړي مینه‌وال او پلویان په دې ورځ په ډله‌ییزه توګه له وسلو سره د کابل په واټونو ګرځېدلي چې کله کله په ښار کې د دوی دا شان حرکتونو د بې‌نظمۍ او حتی د ښاریانو د وژنې سبب شوي دي.

له دې سره د کابل پولیس وايي چې د شهید د اوونۍ د لماځلو پر مهال په ښار کې د بې‌بندوباریو او عامه نظم د اخلالېدو مخه نیسي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله ستانکزي ازادي راډيو ته وویل، هغه څوک چې عامه ذهنیتونه خرابوي مجرمان دي او د قانون له مخې تعقیبېږي.

حشمت ستانکزی
حشمت ستانکزی

ښاغلی ستانکزی زیاتوي:

"پولیس مسؤل دي د هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چې قانون تر پښو لاندې کوي، موږ هڅه کوو چې د خپل سریو مخه ونیسو، د عامه ذهنیتونو اخلالول جرم دی او پولیس به د دا ډول کسانو سره قانوني چلند وکړي، په ټوله کې موږ هڅه کوو چې عامه نظم خراب نه‌شي."

یو شمېر مدني فعالان له دې ډلې فرید احمد امیري په دې باور دی چې په تورو ښیښو موټرو کې او له وسلو سره تګ راتګ د ښاري ژوند نښه نه‌ده او د خلکو د کرکې لامل ګرځي.

دی وايي، دا کړنې د ملي اتل احمد شاه مسعود شخصیت تر پوښتنې لاندې راولي او مینه‌وال او پلویان‌یې باید له دا شان حرکتونو ډده وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG