د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

احمد مسعود: طالبان راڅخه غواړي چې تسلیم شو


احمد مسعود: طالبان راڅخه غواړي چې تسلیم شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:59 0:00

د افغانستان د ملي مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود په ويانا کې د طالبانو د مخالفو افغان سياستوالو سره د يوې غونډې په څنډه کې نن خبريالانو سره خبرې وکړې. د دې غونډې هدف د «يو ګډ سياسي دريځ جوړول» ښودل شوي دي.

احمد مسعود: طالبان راڅخه غواړي چې تسلیم شو

د افغانستان د ملي مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود په ويانا کې د طالبانو د مخالفو افغان سياستوالو سره د يوې غونډې په څنډه کې نن خبريالانو سره خبرې وکړې.
د دې غونډې هدف د «يو ګډ سياسي دريځ جوړول» ښودل شوي دي.
دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې په پنجشېر کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ په وروستيو کې د خونړيو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
د بخښنې نړيوال سازمان طالبان د مقاومت جبهې د جنګياليو په صحرايي محاکمه تورن کړي، خو طالبانو دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG