د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

احمد مسعود افغانستان کې د ټاکنو ترسره کېدو وړانديز کړی


د طالبانو مخالف مشر احمد مسعود
د طالبانو مخالف مشر احمد مسعود

د طالبانو مخالف مشر احمد مسعود وایي، یوازې انتخابات کولی شي چې افغانستان له سیاسي بحرانه وباسي حتی که په دې انتخاباتو کې طالبان بریالي شي.

د ملي مقاومت په نوم د جبهي مشر دا خبره پرون د تاجکستان په پلازمېنې دوشنبې کې د هرات امنیتي کنفرانس د لسمې غونډې په پای کې وکړه.

دا دوه ورځنی کنفرانس د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستتیوټ له لورې جوړ شو.

پخوا به یې غونډې د افغانستان دننه ترسره کولې.

دا انستيتیوت وایي چې، د دې غونډو هدف د افغانستان د نژدې پنځوس کلنې جګړې د علتونو ښه پوهاوی، د خبرو اترو د فضا ایجادول او دا هڅه ده چې د افغانستان، سیمې او له سیمې ورها خوا د چارو د کتونکو او پالیسي جوړونکو ترمنځ فکري اجماع رامنځته شي.

تاجکستان کې د هرات امنيتي کنفرانس لسم پړاو
تاجکستان کې د هرات امنيتي کنفرانس لسم پړاو

طالبانو تر اوسه د احمد مسعود د انتخاباتو د وړاندیز په اړه څه نه‌دي ویلي، خو دوی چې کله پروسږ کال د اګست په پنځلسمه کابل ونیو، نژدې څلور میاشتې وروسته یې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون منحل کړ.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي ویلي و چې، د انتخاباتو کمېسیون ته اړتیا نه‌شته خو ده دا خبره هم کړې وه، که چیرته اړتیا پیدا شوه بیا به جوړ شي.

ښاغلي مسعود ټینګار وکړ چې خلکو ته دې اجازه ورکړل شي چې څرنګه حکومت غواړي او څرنګه کسان انتخابوي.

"د سیمې او نړۍ د هېوادونو بېل بېل تماسونه حل لاره نه‌ده"

د هرات په لسمه غونډه کې احمد مسعود د سیمې او نړۍ پر هېوادو انتقاد وکړ چې هر یو په انفرادي ډول له طالبانو سره په تماس کې کېږي چې دا چلند به په افغانستان کې د جګړو سبب شي.

نوموړي ويلي: "د سیمې او نړۍ د هېوادونو بېل بېل تماسونه حل لاره نه‌ده او په تاکتیکي ډول د امنیتي ستونزې د هوارۍ لپاره دا هڅې اغېزمنې نه‌دي. دا د افغانستان د ستونزې حل نه‌دی او په نړۍ، سیمه او افغانستان کې د سولې او ثبات حل لاره نه‌ده، بلکې په اوږده مهال کې د ګټو د ټکر او په افغانستان کې د جګړې او ناکرارۍ سبب کېږي."

د طالبانو سرپرسته اداره تر اوسه هیڅ هېواد په رسمیت نه‌ده پېژندلې خو د دوی د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادو سره یې سیاسي تعامل شته.

نړیوال پر طالبانو دا انتقاد کوي چې بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقونه یې تر پښو لاندې کړې دي او حکومت یې ټول‌شموله نه‌دی.

احمد مسعود په خپلو پرونیو څرګندونو کې وویل چې، د طالبانو ملامتول ګټه نه‌کوي، په‌کار ده چې د سیمې او نړۍ په کچه د افغانستان د ستونزو لپاره یوه لویه اجماع رامنځته شي.

XS
SM
MD
LG