د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

د هرات امنیتي کنفرانس؛ په افغانستان کې د ترهګرو پر فعالیت اندېښنه وښودل شوه


نن په تاجکستان کې د هرات امنیتي کنفرانس لسم پړاو پیل شو.
نن په تاجکستان کې د هرات امنیتي کنفرانس لسم پړاو پیل شو.

نن په تاجکستان کې د هرات امنیتي کنفرانس لسم پړاو پیل شو.

د هرات امنیتي کنفرانس لسم پړاو او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه اندېښنې!

تاجکستان چې د دې غونډې کوربه دی، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال یې فرهاد سلیم له افغانستانه سیمې او نړۍ ته د ترهګرو متوجه ګواښ جدي بولي.

سلیم د هرات په امنیتي کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، اوسمهال په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت زیات شوی.

ده ادعا وکړه چې همدا اوس په دې هېوادکې د القاعده، د داعش خراسان څانګه، جماعت‌الانصار، د پاکستاني طالبانو تحریک او یو شمېر نورې ترهګرې ډلې فعالې دي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په افغانستان کې کورنى ثبات هم مهم وباله او د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه یې وکړه.

هغه زیاته کړه: "تاجکستان اساسي هدف ته یعنې په افغانستان کې سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره، د ټولو سیاسي او ملي لورو په ګډون د یوه سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ټولشموله نظام جوړېدل مهم بولي چې ټولو ستونزو ته ځواب ویونکی وي. دې ته په کتو د تاجکستان جمهوریت تل دې برخې ته جدي پام کړی او په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت او په دې هېواد کې د ټولنیز او اقتصادي ثبات غوښتونکی دی."

د ازادي راډیو خبریال له طالبانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت او تر خوا یې د ټولشموله حکومت د جوړېدو په اړه وپوښتل، خو ویاندویانو یې ځواب ورنه کړ، خو وړاندې بيا دوى ویلي، افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه‌دی او تر خوا یې ټولګډونه حکومت جوړول د افغانستان کورنۍ مسئله‌ده.

د هرات امنیتي کنفرانس په لسمه غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا هم د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ او له افغانانو سره د دوی په وضعیت تُندې نیوکې وکړې.

هغه وویل چې اوسمهال د ډیورنډکرښې له پورې غاړې د ترهګرو ځالې قصداً افغانستان ته راوړل شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر رنګین دادفر سپنتا
د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر رنګین دادفر سپنتا

سپنتا وايي: "افغانستان نن سبا قصداً د سیمې او نړۍ لپاره د ګواښ او ورانۍ په ځای بدل شوی دی. د نړیوالو ترهګرو ځالې عمداً زموږ هېواد ته د ډیورنډ کرښې له پورې غاړې را وړل شوي دي او دا د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات لپاره لوی ګواښ دی."

د هرات امنیتي کنفرانس د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ له‌خوا جوړېږي او دا ځل په کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارزدافېرې هم ګډون کړی.

کرن ډیکر په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "زه دلته راغلې یمه چې له نورو واورم، خو یو ځل بیا به د خپل هېواد له لوري د افغانستان او افغانانو د ملاتړ او همکاریو ډاډ ورکوم."

د مېرمن ډیکر په ګډون د افغانستان لپاره د ځینو اروپايي هېوادونو او یو شمېر خپلواکو بنسټونو استازي هم د دې کنفرانس ګډونوال دي.

د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ وايي، د هرات د امنيتي کنفرانسونو د لړۍ اصلي موخه، په افغانستان کې د ۵۰ کلنې جګړې د اصلي لاملونو په اړه د لا ښه پوهاوي په موخه د خبرو اترو فضا رامنځته کول دي او هڅه کېږي، چې د هېواد، سیمې او له سیمې ور هاخوا د شنونکو او پالیسي جوړوونکو ترمنځ فکري اجماع جوړه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG