د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

امریکا: له افغانستانه د ګواښونو دفع کولو لپاره د بریدونو وړتیا شته


د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر مارک میلي
د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر مارک میلي

د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر وایي، که دا احساس کړي چې د افغانستان له خاورې د امریکا پر ضد ګواښ متوجه دی نو د بریدونو وړتیا لري.

له افغانستانه د امنیتي ګواښونو په اړه د ځینو امریکایي چارواکو تازه څرګندونې!

د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر مارک میلي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که دوی له افغانستانه د امریکا پر ضد د ګواښ احساس وکړي نو د دفع کولو لپاره یې د عملیاتو وړتیا لري.

مارک میلي پرون چهارشنبې ناوخته د مې په ۱۱ نېټه د امریکا د سنا مجلس د دفاعي کمېسیون یوې کميټې ته دا هم وویل، چې امریکایي پوځیانو لا هم پر افغانستان خپل څارګر فعالیتونه جاري ساتلي، خو د دغو فعالیتونو د بڼې په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.

نوموړي د دې موضوع په اړه په یاد مجلس کې وویل: “تاسو او د امریکا خلک باید په دې پوه شئ چې د یوه پوځ په توګه موږ افغانستان ته د تلو پر مهال خپلو کړو ژمنو ته متعهد یو، او هغه ژمنه دا وه چې موږ به دا اطمینان رامنځته کوو چې افغانستان به بیا په داسې یو ځای نه بدلېږي چې له هغه ځایه به ترهګر پر امریکا برید کوي، ترهګر نه دي توانېدلي چې د سپټمبر د ۱۱ پېښې وروسته داسې کوم کار وکړي او موږ ژمن یو څو دا باوري کړو چې په راتلونکي کې به هم داسې څه نه کېږي.”

دا امریکایي چارواکي وروسته له هغې دا ډول څرګندونې کړې چې په تېرې روژې میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ترهګریزې حملې او بریدونه وشول، چې د یو شمیر پړه یې داعش اسلامي دولت نومې وسله والې ډې پر غاړه اخیستي دي.

خو د افغانستان له خاورې پر تاجکستان د داعش ډلې د توغندیو توغول یې تازه هغه دي.


د همدې اونۍ د یکشنبې په ورځ داعش ډلې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د شنبې په ورځ یې ۷ توغندي د تخار ولایت له خواجه غار ولسوالۍ په تاجکستان کې پر ځینو نامشخصو پوځي اهدافو ویشتلي دي.

خو تاجکستان په یوه اعلامیه کې وویل، دا توغندي نه، بلکې مرمۍ وې چې د طالبانو او داعش ترمنځ د وسلوالې شخړې پر مهال په تصادفي ډول د تاجکستان لوري ته ویشتل شوي دي.

مخکې تر دې د افغانستان له خاورې په ازبکستان هم د داعش ډلې له خوا د توفندیو د توغولو خبرونه ورکړل شوي وه، خو ازبېکستان دا راپورونه رد کړل.

طالبان د ښاغلي میلي د څرګندونو په غبرګون وایي، دوی د دغې ډلې د ځپلو وړتیا لري او بل چا ته اړتیا نه لیدل کېږي چې په داسې کوم اقدام دې په افغانستان کې دننه لاس پورې کړي.

ذبیخ الله مجاهد
ذبیخ الله مجاهد

د طالبان د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته د مارک میلي د څرګندونو په اړه وویل: “د افغانستان له خاورې د امریکا پر ضد هیڅ ګواښ نه شته او نه هم داسې څه ته اجازه ورکول کېږي او د داعش په نوم کومه وړه پدیده چې ده او کله کله سرخوږی جوړوي، د هغوی پر وړاندې زموږ خپل ځواکونه کفایت کوي،بل هم هر ډول تهدید چې وي موږ خپله ورته متوجه یو،نو دې ته اړتیا نه لیدل کېږي چې امریکایان یا بل څوک دې دلته د عملیاتو اراده وکړي.”

د یادونې ده، چې څه موده مخکې د پاکستان د پوځ چارواکو هم ادعا کړې وه، چې د افغانستان له خاورې پاکستاني طالبان یا TTP د دوی د پوځیانو پر ضد استفاده کوي ان دا چې په دې پلمه یې پر خوست او کونړ هوایي بمبارۍ هم وکړې.

که څه هم تر دې دمه د طالبانو حکومت د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی خو نړیوالې ټولنې طالبانو ته د رسمیت پېژندلو لپاره په شرایطو کې یو دا شرط ایښی، چې له افغانستانه له خاورې دې د نورو هېوادونو پر ضد د ګواښونو د مخنیوی او نه شتون ضمانت ورکړي.

XS
SM
MD
LG