د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

ټاکل شوې روانه مياشت روسيه د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړي


روسيه کې د افغانستان په اړه د تېر کال غونډه چې طالبانو ته په‌کې هم ګډون کړی و، انځور - ارشيف
روسيه کې د افغانستان په اړه د تېر کال غونډه چې طالبانو ته په‌کې هم ګډون کړی و، انځور - ارشيف

تمه ده د روانې نومبر میاشتې په نیمايي کې د افغانستان په اړه روسیه کې غونډه وشي، خو دې غونډه کې د ګډون لپاره طالبانو ته بلنه نه‌ده ورکړل شوې.

د روسیې تاس خبري اژانس د افغانستان لپاره د دې هېواد د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله لیکي، دا غونډه د مسکو د مخکنیو ناستو دوام دی.

خو دا ځل په دې توپیر کېږي چې طالبانو ته په کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې، داسې مهال چې د دې چارچوب په مخکنۍ غونډه کې چې د ۲۰۲۱ کال په اکټوبر کې شوې وه، طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

اوس ضمیر کابلوف وايي، روسیه، چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرقیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان به د دې غونډې ګډون‌وال وي.

د مسکو چارچوپ په مخکنیو غونډو کې د افغانستان په امنیتي، بشري، اقتصادي او ټولنیز وضعیت بحث شوی و.

ضمير کابلوف
ضمير کابلوف

د تېر کال په اکټوبر کې د دې غونډې ګډون‌والو هېوادونو له طالبانو وغوښتل چې یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي، د نجونو ښوونځي پرانیزي او اجازه ور نه‌کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارېږي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا نن د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دې غونډې د کېدو په اړه لا هم وروستي معلومات له دوی سره نه‌دي شریک شوي، خو له جوړېدو یې هرکلی کوي.

نوموړی وايي: "موږ د هغو غونډو هرکلی کوو چې د افغانستان په قضیه کې د همکارۍ په اړه وي او د افغانستان د خلکو د ابادۍ او سوداګریزو موضوعاتو کې د اسانتیاو د رامنځته کېدو لپاره وي، د دې موږ هرکلی کوو."

روسیه داسې مهال په خپل هېواد کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه ورکوي چې ان واک د دې ډلې له رسېدو وړاندې یې هم په ډېرو مجلسونو کې د دوی کوربه‌توب کړی.

روسیه داسې مهال د افغانستان په اړه غونډه جوړوي چې د روان کال د غبرګولي په اوومه نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د غونډې پر مهال د امریکا ځانګړي استازي لیندا توماس په دې هېواد او چین نیوکه وکړه چې پرته له انتقاد یې له افغانستان سره څه کړي دي؟

"موږ د هغو غونډو هرکلی کوو چې د افغانستان په قضیه کې د همکارۍ په اړه وي"

هاخوا بیا د روسیې د ملي امنیت شورا منشي نیکولای پتروشیف د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو اندېښنه ښودلې چې ښایي د نړیوالو ترهګریزو سازمانانو غړي چې د ده په خبره، اوس افغانستان کې دي، د کډوالو په نوم د مرکزي اسیا هېوادونو ته ننوځي.

پتروشیف پرون پنج‌شنبه د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو د امنیتي مسؤلینو په غونډه کې ویلي، په افغانستان کې اقتصادي ناورین له دې هېواده په ډله‌ییزه توګه د افغانانو مهاجرت ته زمینه برابره کړې او دا ګواښ زیاتوي چې شاید په دوی کې ترهګر د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لاره وکړي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د روسیې د ملي امنیت شورا د منشي د څرګندونو په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې داسې څوک نه‌شته چې د بل کوم هېواد امنیت وګواښي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیرپوتین هم ویلي و، د داعش په ګډون ځینې ترهګرې ډلې هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لار پیدا کړي.

وروستیو کې د پاکستان په ګډون د افغانستان نږدې ټولو ګاونډیو هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې.

دا اندېښنې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري له وژل کېدو وروسته، زیاتې شوې.

XS
SM
MD
LG