د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

پوتين: روسيه د طالبانو له حکومت سره د اړيکو د ټينګېدو هڅه کوي


د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين

ولادمیر پوتین دا خبره پرون تاجکستان ته د خپل سفر پر مهال وويل، هېواد یې هڅه کوي چې د طالبانو له حکومت سره اړیکې ټینګې کړي.

پوتین په افغانستان کې یو وار بیا د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وايي، هېواد یې هڅه کوي چې له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي او د ده په وینا روسیه غواړي چې په افغانستان کې ټولې قومي ډلې د طالبانو په حکومت کې شاملې وي.

د اسوشېټېډ پریس اژانس د راپور له مخې، پوتین دغه خبرې پرون د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د کتنې پر مهال وکړې.

تاجکستان چې د روسیې یوه پوځي اډه په‌کې ده، له افغانستان سره چې څه کم کال مخکې ورباندې طالبانو بیا ولکه ټینګه کړه، ګډه پوله لري.

وروسته له هغې چې طالبانو په افغانستان کې پر قدرت ولکه ټینګه کړه تاجکستان په وار- وار په خپله خاوره کې د افراطي کړیو د نفوذ پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې ده.

پوتین د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې وویل، هېواد یې په افغانستان کې د وضعیت د عادي کېدو لپاره هره ممکنه هڅه کوي او د ده په وینا له طالبانو سره د اړیکو په ټینګولو سره غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې د هغو افراطي ډلو په وړاندې به ګډه مبارزه کېږي چې د سیمې امن ته خطر پېښوي.

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمن
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمن

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین یو وار بیا په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه، چې د ده په وینا د ټولو قومي ډلو استازیتوب وکړای شي.

روسیې او تاجکستان تر دې مخکې د افغانستان پولې ته څېرمه د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښوولې وه.

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري رودنکو ویلي چې د افغانستان په شمالي سرحداتو کې وضعیت ته اندېښمن دی.

داعش ډلې د غويي/ ثور میاشتې پر ۲۲مه ادعا کړې وه، چې د افغانستان له خاورې یې د تاجکستان لوري ته راکټونه ویشتلي دي، خو د تاجکستان حکومت هغه وخت ویلي وو، چې د طالبانو او داعش ډلې تر منځ له جګړې وروسته ځینې توغندي په تصادفي ډول د تاجکستان په قلمرو کې لګېدلي دي.

اسوشېټېډ پرېس اژانس زیاتوي، که څه هم روسیه طالبان یوه تروریستي ډله ګڼي، خو طالبانو په مسکو کې د افغانستان سفارت ته خپل استازی لېږلی او د طالبانو هیئت د سن پیټرزبرګ په نړیواله اقتصادي غونډه کې هم ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG