د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

امریکا: د افغانانو د حقونو خونديتوب لپاره باید نړۍ یو پیاوړی دریځ وساتي


په کابل کې د کار، ډودۍ او زده کړو په اړه د یو شمېر ښځو لاریون -May 26 2022
په کابل کې د کار، ډودۍ او زده کړو په اړه د یو شمېر ښځو لاریون -May 26 2022

په افغانستان کې د ښځو په ګډون د دې هېواد د ټولو وګړو د حقونو د خوندي کېدو د هڅو په ترڅ کې د افغانستان د بشري حقونو او ښځو د چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، چې له یو شمېر نورو نړیوالو شریکانو سره یې په دې اړه چې نړیوالو ټولنه باید په دې برخه کې یو پیاوړی دریځ وساتي، خبرې کړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو د چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د سفیر په ګډون یې د افغانستان د چارو له یو شمېر نورو نړیوالو شریکانو سره په دوحه کې کتلي څو دا ډاډ ترلاسه شي چې نړیواله ټولنه په دې هېواد کې د ښځو، له خطر سره مخامخ وګړو او د ټولو افغانانو د حقونو په برخه کې یو پیاوړی او متحد اصولي دریځ وساتي.

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو د چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانستان د بشري حقونو او ښځو د چارو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

مېرمن امیري په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو تر دې مخکې یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا په کلکه غوښتي و، چې په افغانستان کې د ښځو او اقلیتونو وضعیت ته زیات پام واړوي او په دې برخه کې عملي اقدامات وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرون دوشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، چې د جولای په لومړۍ نېټه د را روانې جمعې په ورځ به په یوه بېړنۍ غونډه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو پر موضوع خبري وکړي.

د افغان ښځو او نجونو حقونو ته دغه بېړنۍ غونډه د دې شورا د پنځوسمې غونډې په جریان کې ځانګړې شوې ده.

له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د ښځو او نجونو د کار او زده کړې په ګډون د هغوی پر سفر او په ټولنه کې د فعال ګډون په برخو کې ډېر محدودیتونه لګول شوي چې دې مسئلې نړیوال او د بشري حقونو مدافعې ډلې ډېر په غصه کړي دي.

په افغانستان کې پر ښځو د فشارونو د زیاتېدو او له هغوی سره د تاوتریخوالي په ترڅ کې محمد حلیم فدایي، چې په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د والي په توګه دندې ترسره کړي په څو ټویټونو کې ادعا کړې چې طالبانو د نوریې په نوم د خوست ولایت د مقام د توحید او تعقیب د مرکز د ۱۰۷ شمېرې یوه پخوانۍ ښځینه کارکونکې وژلې ده.

حلیم فدایي
حلیم فدایي

فدایي چې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته پر طالبانو انتقادي تبصرې کوي ویلي، چې دغه ښځه طالبانو لومړۍ له دندې لرې کړې او بیا د طالبانو د استخباراتو ادارې څو ځلې ور غوښتې وه او هغه یې ګواښلې وه.

له حلیم فدایي مو چې د خوست په ګډون یې په څلورو ولایتونو کې د والي په توګه دنده ترسره کړي او یو وخت خبریال او اوس مدني فعال دی تېره ورځ ناوخته دا پوښتنه وکړه چې د کومو موثقو سرچینو پراساس دی دغه ادعا کوي چې د نوریې په نوم دغه ښځه په خوست کې طالبانو وژلې، هغه وویل: "پنځو سرچینو، له ماسره پنځو سرچینو دا خبره تایید کړې، دا سیمه ییزې سرچینې دي او موضوع سل په سلو کې موثق ده او په هغې کې هېڅ شک نه شته که شک وای ما نه پوستوله او هغو کسانو چې ماته یې معلومات راکړي هغوی هم ډېر اعتباري کسان دي."

فدایي دغه راز ویلي، چې په دغو سرچینو کې د طالبانو سرچینې هم دي.

نوموړي ازادي راډیو ته د دغې پېښې د قیقه نېټه ونه ښوده خو ویې ویل، چې کورنۍ یې دا موضوع له ډېرې مودې راهیسې پټه ساتلي ده.

د نوموړي د دغو ټویټونو په اړه طالبانو تراوسه رسماً کوم عکس العمل نه دی څرګند کړی.

دا ګرانه ده، چې دغه ادعا په خپلواکه توګه تایید شي خو له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، د بشري حقونو مدافعو ډلو د طالبانو له خوا د پخواني نظام د وسله والو ځواکونو د غړیو او د مدني ټولنې د فعالانو په ګډون د په لسګونو کسانو د وژلو ادعاوې کړي دي.

طالبانو که څه هم ډېرې دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، چې د پخواني نظام کارکونکو ته عفوه اعلان شوې او څوک په قصدي توګه نه په نښه کېږي، خو ویلي یې دي چې واک ته د رسېدو په لومړیو ورځو کې ښایي د دوی په نوم ځینو وسله والو طالبانو د غچ اخیستنې ځینې کړنې ترسره کړې وي.

XS
SM
MD
LG