د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

د سيمې هېوادونه له طالبانو کومې غوښتنې لري؟


طالب عسکر
طالب عسکر

د طالبانو یو شمېر مخالفان دا ډله تورنوي چې افغانستان یې له ژور بحران سره مخامخ کړی دی، یو شمېر کتونکي بیا راتلونکي ته اندېښمن دي.

د طالبانو دننه هم داسې چارواکي شته چې له وضعیته راضي نه‌دي.

نړیوالو د طالبانو له څه باندې څوارلس میاشتنۍ واکمنۍ وروسته د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، او له دې ډلې غواړي چې بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقوق رعایت کړي او په واک کې نور افغانان هم شریک کړي.

د سیمې هېوادونه بیا تر ډېره د نورو ډلو ټپلو پر شمولیت او د افغانستان د امنیتي وضعیت پر ثبات ټینګار کوي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په اړه په لنډې راتلونکي کې د سیمې د هېوادو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه جوړه شي.

د دې غونډې د جوړېدو وړاندیز د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په تهران کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره د کتنې پر مهال د سې شنبې په ورځ وکړ.

عبداللهیان وویل چې هېواد به یې د افغانستان د ثبات او سولې لپاره هڅې وکړي او له خپلو شته امکاناتو به استفاده وکړي.

د دې غونډې د جوړېدو نېټه تر اوسه نه‌ده ټاکل شوې، خو تهران تېر کال دغه شپې ورځې د افغانستان لپاره د ورته غونډې کوربه و.

په هغه غونډه کې برخه‌والو په افغانستان کې له طالبانو وغوښتل چې د هیڅ ګاونډي امنیت ته باید خطر پېښ نه‌کړي او په افغانستان کې دې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.

ایران وایي چې په را روانه غونډه کې به هم پر دې موضوعاتو ټینګار وشي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان
د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان

د ولسمشر پخواني سلاکار او په پاکستان کې د افغانستان مخکني سفیر محمد عمر داودزي ازادي راډیو ته د خبرو پر مهال وویل چې، ملایانو پرته نور هم باید په حکومت کې وي چې ټولشموله شي.

نوموړی وايي: "که مشوره کوي، په‌کې ملا ناست وي، که چوکۍ تقسیموي ملا ته یې ورکوي. ملا ته په ډېر احترام سره، ولې ملا خو هر کاره کېدای نه‌شي، د هر کار توان خو نه‌لري. ته ملي شورا نه‌لرې. د لویې جرګې په خېمه کې چې یې راټولوې هلته هم ملایان راغونډوې. ملایان هم هغه د خپل ټیپ ملایان راټولوې، د خپل فکر ملایان راټولوې هغه ملا چې له تا سره موافق نه‌دی هغه هم نه راغواړې نو همه شمولیت دغه معنا لري."

عمر داودزی
عمر داودزی

طالبان بیا استدلال کوي چې حکومت یې ټولشموله دی، خو د دوی د واکمنۍ له څه باندې څوارلس میاشتو را وروسته د طالبانو دننه ځیني داسې کسان پیدا شوې دي چې اوس په ښکاره وایي چې د دوی حکومت ستونزې لري.

د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د چهارشنبې به ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل، تر اوسه دوی نه‌دي توانیدلي چې د ملت سم خدمت وکړي.

ښاغلي برادر وويل: "ملت په دې نه‌دی قانع، دا به سر سره خلاصوو، موږ تر اوسه داسې خدمت ورته کړی نه‌دی چې محض یو نمونه کار مو ورته کړی دی. باید موږ داسې څه ورته وکړو چې له دنیا څخه داسې مستغني واوسېږو چې دغه لاس بیا ورته ونه نیسو."

"ملت په دې نه‌دی قانع، دا به سر سره خلاصوو، موږ تر اوسه داسې خدمت ورته کړی نه‌دی"

طالبانو چې پروسږ کال د اګست په پنځلسمه کابل ونیو، په پیل کې به یې د ستونزه جرړې په نورو کې لیدې.

تېر کال د اکتوبر په شلمه په مسکو کې د افغانستان لپاره په جوړه شوې غونډه کې چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادو استازیو برخه په‌کې اخیستې وه د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د رئیس الوزرا دوهم مرستیال ملا عبدالسلام حنفي کوله.

ده هغه وخت پر دې ټینګار وکړ چې د دوی حکومت دې نړیوال په رسمیت وپېژني.

نوموړي ويلي: "که چېرته نوی حکومت په رسمیت ونه پېژندل شي او ملاتړ یې ونه‌شي. دلته طبعا هغه ډلې چې امنیت ګډ وډوي هغوی پياوړې کېږي."

عبدالسلام حنفي
عبدالسلام حنفي

له طالبانو سره په تېر څه باندې یوه کال کې په ځینو ځایونو کې لکه پنجشېر، اندراب، بدخشان او یو شمېر نورو سیمو کې وسله‌والې نښتې شوې دي.

ځینو سیاستوالو بیا ټینګار کړی دی چې جګړه د حل لاره نه‌ده، لکه د سولې او عدالت غورځنګ چې د اکتوبر په ۱۵ یې خپل موجودیت د یوې ان لاین غونډې په ترڅ کې له ترکیې څخه اعلان کړ.

د دې غورځنګ یو مشر د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر دی.

"موږ د جګړې په دوام کې حل لاره نه وینو"

ده وویل: "موږ د جګړې په دوام کې حل لاره نه وینو، که په هر نوم او د هرچا له‌خوا وي. دوهم موږ د یوه نظام په تداوم کې چې ملي او نړیوال مشروعیت ونه‌لري دوامداره سولې ته نه‌شو رسېدلی."

طالبانو تر اوسه نه له مخالفو وسله‌ والو سره نه هم له هغو سیاستوالو سره چې جګړه د حل لاره نه ویني، خبرو ته چمتوالی ښکاره کړی دی.

په سیمه‌ییزه کچه د افغانستان لپاره په شاوخوا یوه کال کې، په ایران، پاکستان، روسیې او چین کې غونډې جوړې شوې دی او په دې ټولو غونډو کې پر طالبانو تینګار شوی چې نور افغانان هم په واک کې شریک کړي.

XS
SM
MD
LG