د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

هرات کې د امنیتي خبرو اترو پنځم کنفرانس پای ته ورسېد


په هرات کې دوه ورځنی نړیوال امنیتي کنفراس نن پای ته ورسېد، په دغه کنفراس کې د پاکستان، هند، ایران، امریکا، ترکیې، فرانسې د ملګرو ملتونو، ناټو سازمان او ځینو نورو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو ګډون کړی وو.

که څه هم ددې کنفراس د نتیجې په اړه زیات جزئیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي خو ګډونوال یې وايي چې په دې کنفراس کې د پنځلسو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو د افغانستان او سیمې د ثبات په اړه مفصلې خبرې کړې دي.

د کنفراس ګډونوال پخوانی طالب چارواکی عبداسلام ضعیف او سیاسي کارپوه محمد رفیق شهیر له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا ډول کنفراسونه د ثبات د ټینګښت په برخه کې ګټور تمامیدای شي.

تمه ده چې سبا به د افغانستان او هند او له هغې وروسته به د افغانستان، هند او ایران ترمنځ درې اړخیزه ناسته وشي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز چې د کنفراس چارې یې سمبالولې وايي له پاکستان، هند او ایران سره به د مهمو امنیتي مسایلو په اړه په دوه اړخیزو او درې اړخیزو ناستو کې مفصلې خبرې شي.

پنځه کاله کېږي چې دغه کنفراس هر کال په هرات کې جوړیږي خو په هرات کې د ازدي راډیو د خبریال په وینا سږکال د تېرو هغو په پرتله د بهرنیو مېلمنو حضور پکې کمرنګه وو.

XS
SM
MD
LG