د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

اتريش کې د طالبانو د سياسي او نظامي مخالفانو غونډه؛ د افغانستان پر راتلونکي بحث دی


د اتريش پلازمېنه ويانا
د اتريش پلازمېنه ويانا

د طالبانو په وړاندې د مقاومت یو شمېر مشران د اتریش په پلازمېنه ویانا کې راټول شوي دي او وايي، د افغانستان په راتلونکې خپلو کې بحث کوي.

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکریه بارکزۍ چې ددې غونډې یوه ګډونواله ده، ازادي راډیو سره په خبرو کې یې په ویانا کې جوړه شوې دا غونډه یو بین الافغاني ډیالوګ وباله.

نوموړې وويل: "اول ځل دی چې افغان سیاستوال سره راټول شوي دي او د افغانستان د راتلونکې په اړه خپلو کې غږیږي. د خوښۍ خبره دا ده چې ټول پر دې متفق دي چې باید یوه ملي اجماع رامنځته شي څو په افغانستان کې یو ثبات رامنځته شي او له اوسني بحران څخه د افغانستان وتلو ته یوه منطقي لاره وموندل شي."

په دې غونډه کې چې ژورنالېستان نه‌دي وربلل شوي د ملي مقاومت په نوم د جبهې مشر احمد مسعود، ددې جبهې ځینې نور غړي، د افغانستان یو شمېر پخواني حکومتي چارواکي او د افغانستان د پخوانۍ ملي شورا ځینې غړي ګډون لري.

د مقاومت ملي جبهې مشر احمد مسعود
د مقاومت ملي جبهې مشر احمد مسعود

دا لومړی ځل دی چې د اروپا د یو هېواد پلازمېنه په افغانستان کې د طالبانو د مخالفو افغان سیاستوالو د یوې داسې غونډې کوربه‌توب کوي.

شکریې بارکزۍ وویل چې، نړۍ د دا ډول بین الافغاني خبرو ملاتړ کوي او د دې امکان شته چې دا د یوې پروسې په بڼه ومنل شي.

طالبانو تر اوسه په ویانا کې د خپلو سیاسي او نظامي مخالفانو ددې غونډې په اړه څه نه‌دي ویلي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG