د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

بينيټ: پنجشېر کې له بشري حقونو د طالبانو د سرغړونې په اړه دې بېړنۍ څېړنې وشي


په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازی ریچارډ بنیټ - ارشيف
په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازی ریچارډ بنیټ - ارشيف

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بنیټ په پنجشېر کې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو د سرغړونو د ادعاوو په اړه د بېړنیو څېړنو غوښتنه کړې ده، خو طالبان وروستۍ ادعاوې ردوي.

ریچارډ بنیټ په یوه ټویټ کې په پنجشېر کې د غیر قانوني وژنې له ادعاوو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې، عاملینو سره یې باید حساب وشي.

خو طالبان وايي چې د بندیانو د ویشتلو د ویډیوګانو د ثبت نېټه نه‌ده معلومه.

هغه ویدیو ګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي، په‌کې لیدل کېږي چې یو شمیر طالبان هغه کسان چې ادعا کېږي د مقاومت جبهې غړي دي په ډزو وژني.

د دوی شمېر اووه کسه ښودل شوی.

تازه د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بينیټ غوښتنه کړې چې دا ادعاوې دې ژر تر ژره وڅېړل شي.

ښاغلي بينیت د چهارشنبې په ماښام په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: "زه پر ټولو خواو غږ کوم چې د بشري حقونو په اړه خپل مکلفیتونه مراعات کړي. زه د سمدستي څېړنو غوښتنه کوم او د دې وژنو له عاملینو سره د حساب غوښتنه کوم. زه وضعیت له نږدې څارم."

طالبانو باندې تر دې مخکې هم پنجشېر کې د جنګي جنايتونو تورونه پورې شوي دي - انځور ارشيف
طالبانو باندې تر دې مخکې هم پنجشېر کې د جنګي جنايتونو تورونه پورې شوي دي - انځور ارشيف

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته لیکلي، چې د خپرو شویو ویډیوګانو وخت نه‌دی څرګند.

طالبان د خپرو شويو ويډيوګانو کره والی نه تأييدوي.

خو ده په دې اړه يې څه ونه ويل چې له هغو طالبانو سره به څه وشي چې د دغو وژنو عاملين دي.

په داسې حال کې چې طالبان د خپرو شويو ويډيوګانو کره والي نه تأييدوي، خو د مقاومت جبهې وياند صبغت الله احمدي د سې شنبې په ورځ په يوه ټويټ کې ليکلي، د دوی اته تنه د طالبانو له‌خوا نيول شوي او بيا يې په ډزو وژلي دي.

تر دې مخکې د سپټمبر په ۱۲مه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په یوه راپور کې ریچارډ بنیټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته لیکلي و، په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا په پنجشېر ولایت او د بغلان ولایت په اندراب ولسوالۍ کې د ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور د خلکو د خپلسرو شکنجو او وژلو ډېر راپورونه ورکړل شوي دي.

هغه راپور چې د طالبانو له‌خوا په یوه اعلامیه کې ناسم او بې بنسټه وبلل شو.

خو د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي د طالبانو پر دغه کار نیوکه وکړه او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې وغوښتل چې، د دغه وضعیت د هواري لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

طالب ځواکونه
طالب ځواکونه

هغه د چهارشنبې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي: "موږ له یوناما څخه غواړو چې خپل مسؤلیت ترسره کړي، نه یوازې دا چې اندېښنه څرګنده کړي، بلکې د طالبانو د نوم اخیستلو جرات وکړي، د هغوی جنایتونه وغندي او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه وغواړي چې بېړنی اقدام وکړي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد لا هم په پنجشېر کې د مقاومت د جبهې شتون ردوي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "اسلامي امارت د افغانستان د امنیت او ثبات او د اسلامي نظام د دښمنانو په ځپلو کې ډېر جدي دی او له دې وروسته به د هغو اشخاصو پر ضد جدي اقدامات وکړي چې د خلکو د امنیت د ګډوډولو هڅه کوي او اوس هم موږ کوم مقاومت نه وینو."

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

په ورته وخت کې د اسیا لپاره د بشري حقونو د څار د ادارې مشر جان سیفټون ازادي راډيو ته په یوه پیغام کې ویلي، د جنګي بندیانو په ګډون د هر چا وژل جنګي جرم ګڼل کېږي.

د روانې اوونۍ له لومړیو ورځو څخه د طالبانو او ملي مقاومت جبهې ترمنځ نښتو زور اخیستی او دواړو لورو یو بل ته د مرګ‌ژوبلې اړولو ادعاوې کړې دي.

طالبانو د مقاومت په جبهې پورې اړوند د ۴۰ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی او د ملي مقاومت جبهې بیا ادعا کړې چې په دغو نښتو کې ۶۳ طالبان وژل شوي دي.

دا ادعاوې د کومې خپلواکې سرچینې له‌خوا نه‌دي تأييد شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG