د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

د بښنې نړيوال سازمان: طالبانو پنجشېر کې د مقاومت جبهې غړي صحرايي محاکمه کړي


طالب وسله‌وال
طالب وسله‌وال

د بښنې نړیوال سازمان وايي د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي چې طالبانو په پنجشېر کې د مقاومت ملي جبهې غړي صحرايي محاکمه کړي.

د بښنې نړیوال سازمان تازه موندنې ښيي چې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو لخوا د ملي مقاومت جبهې دغړو وژل کېدو په تړاو خپره شوې ویډو تازه ده او طالبانو ددغې جبهې غړي صحرايي محاکمه کړي خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دغه ادعاوې ناسمې بولي.

د بښنې نړيوال سازمان په خپل تویټر پاڼه لیکلي، په دې اوونۍ کې له افغانستان نه د بې عدالتۍ او تاوتریخوالي ویډیوګانې او عکسونه د طالبانو له‌خوا د نړیوال بشردوستانه قانون څخه د ښکاره سرغړونې یو ویرونکې یادونه ده.

د یاد سازمان په وینا، د بندیانو وژل یو جنګي جنایت دی او د نړیوالو قوانینو له مخې دغه ډول کړنې منع ګرځول شوي.

طالبان تر دې مخکې هم پنجشېر کې پر جنګي جنايتونو تورن شوي دي.
طالبان تر دې مخکې هم پنجشېر کې پر جنګي جنايتونو تورن شوي دي.

ياد سازمان غوښتنه کړې چې دا وژنې باید په کلکه وڅېړل شي او عاملین یې د یوې خپلواکې محکمې له لارې عدالت ته راکش کړل شي.

له دې وړاندې هم د بشر حقونو ګڼو نړیوالو بنسټونو دغه پېښه غندلې او په دې برخه کې یې د عدالت غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلی چې امریکا په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته متوجې ده او طالبانو ته یې څرګنده کړې چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

"موږ په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې هر ډول تاوتریخوالی ولید او البته د ملکي وګړو په وړاندې تاوتریخوالی یو جنایت دی"

ددې وزارت ویاند نید پرایس د پنجشنبې ورځې ناوخته په یوې خبري ناسته کې وویل: "موږ په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې هر ډول تاوتریخوالی ولید او البته د ملکي وګړو په وړاندې تاوتریخوالی یو جنایت دی. په ځینو حالاتو کې دا کولی شي حتی له بده بد وي. موږ په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته ډېر متوجې یو، موږ د خپلو اندېښنو په اړه چپ نه یو، طالبانو په هغو ژمنو چې له امریکا او نړیوالې ټولنې سره یې کړي عمل نه‌دی کړی، خو تر ټولو مهمه دا چې د افغانستان له خلکو سره کړې ژمنې نه‌دي عملي کړي."

موږ هڅه وکړه چې ددغه څرکندونو په اړه د طالبانو حکومت تازه نظر واخلو خو د دوي ویاند ذبیح الله مجاهد زموږ اړیکي ځواب نه‌کړې.

له بلې خوا د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په یوې اعلامیه کې په پنجشېر کې جکړه د اندېښنې وړ مسله یاده کړې ده.

پخوانی ولسمشر حامدکرزی
پخوانی ولسمشر حامدکرزی

ښاغلي کرزي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې جګړه د حل لاره نه‌ده او باید دواړه خواوې دې خبرو ته کښېني.

د هغه په خبره، د طالبانو سرپرست حکومت باید د خبرو لپاره زمینه برابره کړي.

له تېرې نږدې یوې اوونۍ راهیسې په ټولنیزو رسنیو فېسبوک او ټویتر هغه ویډیوګانو ګڼ غبرګونونه راپارولي چې په‌کې ادعا کېږي چې طالبان په‌کې په پنجشېر کې د ملي مقاومت وسله وال له اسیر کېدو وروسته په ډله‌ییز ډول يې وژني.

د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي د وژل شویو کسانو شمېر اته تنه ښودلی دی.

XS
SM
MD
LG