د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

د طالبانو سیمه ییز مسوولان: مقاومت جبهې د بدخشان د شُکۍ ولسوال نیولی


د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

د بدخشان ولایت د شُکۍ ولسوالۍ د سقوط په اړه اوس هم بېلابېلې څرګندونې کېږي.

د طالبانو پر ضد د جنګېدونکې وسله والې ډلې، د ملي مقاومت جبهې له لوري د بدخشان د شُکۍ ولسوالۍ د نیولو ادعاو کړه.

د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت احمدي تېره ورځ ناوخته په خپله توېټر پاڼه د یادې ولسوالۍ د مرکز د نیولو ادعا وکړه.

د ملي مقاومت جبهې له لوري دغه شان په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د امنیه قومندان محمد اکرم په ګډون لس طالبان هم د دوی ځواکونو ژوندي نیولي دي.

په ټولنیزو رسنیو یو ویډيو هم خپره شوې چې په کې د مقاومت د ملي جبهې د وسله والو له لوري د شُکۍ ولسوالۍ د ولسوال د اسیر کېدو ادعا شوې ده.

په دې ویډيو کې یو تن چې ځان د شُکۍ ولسوالۍ معرفي کوي وايي چې له اسیر کېدو وروسته ورسره د یادې جبهې وسله والو ښه چلند کړی دی.

هغه وايي: "شهر سبز ته نږدې د مقاومت جبهې وسله والو له کمین سره مخ شوم، هڅه مې وکړه چې وتښتم خو د دوی لاس ته ولوېدم. اوس له دوی سره یم او هېڅ ډول زیان راته نه دی رسېدلی او نه چا وهلی ټکولی یم."

لا معلومه نه ده چې دغه ویډيو کله او په کوم ډول حالاتو کې شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور پر خپل ټوېټر د بدخشان د شُکۍ ولسوالۍ د سقوط خبرونه ردوي، خو د یادې ولسوالۍ د ولسوال د اسیر کېدو په اړه يې ازادي راډيو ته وویل په اړه يې دوی څېړنې پیل کړي دي.

هغه وویل: "د خپرې شوې ویډيو په اړه موږ څېړنې پیل کړي او د څېړنو له پای ته رسېدو وروسته به په دې اړه معلومات شریک شي."

خو د بدخشان لپاره د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي بیا ازادي راډيو ته د مقاومت جبهې له لوري د ولسوال اسیر کېدل تایید کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ څه دپاسه یو کال کېږي، خو دا لومړۍ ځل دی چې د دوی د وسله والو مخالفینو له لوري د یوې ولسوالۍ د نیولو ادعا کېږي.

په ورته وخت کې د طالبانو تر کنترول لاندې باختر اژانس لیکلي چې د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب مجاهد بدخشان ته تللی دی.

د خبر له مخې ملا یعقوب بدخشان ته د وضعیت د لا ښه څېړلو په هدف په دوه ورځني سفر تللی او هلته یې پامیر او اشکاشم ولسوالیو ته هم سفرونه کړي دي.

د ملي مقاومت جبهې جنګیالي د پنجشېر په لوړو څوکو او د څو نورو ولایتونو په محدودو سیمو کې د طالبانو پر وړاندې وخت په وخت وسله وال مقاومت خوځښتونه لري.

XS
SM
MD
LG