د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

ګوټرش: طالبان دې د ټولو افغانانو بنسټیز حقونه او ازادۍ خوندي کړي


انټونیو ګوټرش د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پرمهال
انټونیو ګوټرش د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پرمهال

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د دې سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرش په خپل درې میاشتني راپور کې پر طالبانو غږ کړی، چې د افغان نجونو او ښځو په ګډون د ټولو افغانانو بنسټیز حقونه او ازادۍ خوندي کړي.

امنیت شورا ته د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش په خپل راپور کې لیکلي، داسې مهال چې طالبان د خپلو ادارو په پیاوړي کولو بوخت دي، خو د افغان نجونو او ښځو په بنسټیزو حقونو او ازادۍ یې سخت محدویتونه لګولي.

دا راپور چې نن خپور شوی زیاتوي، افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې یې د زده‌کړو له بشپړ حق څخه محرومې شوي.

په راپور کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له قوله، له دندو د ښځو ګوښه کول، په زور پرې د مخونو پټول او په سفر یې محدویت، د افغان نجونو او ښځو له بنسټیزو حقونو سرغړونه بلل شوې.

ښاغلي ګوټرش په خپل راپور کې له طالبانو غوښتي چې د افغان نجونو او ښځو په ګډون د ټولو افغانانو له بنسټیزو حقونو او ازادیو ساتنه وکړي.

د ازادي راډیو خبریال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سره دا موضوع شریکه کړه، خو ده ځواب ورنه کړ، خو له دې وړاندې یې تل ویلي چې په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

په دې راپور کې له ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکو ته هم اشاره شوې او په کې د ښاغلي ګوټرش له قوله لیکل شوي، سره له دې چې طالبانو له تروریستي ډلو سره د اړیکو د پرېکون ژمنه کړې، خو په کابل کې د امریکا د متحده‌ایالاتو له‌خوا د القاعده د مشر ایمن‌الظواهري وژل کېدل، د دې اړیکو دوام ښيي.

خو همدا پرون د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ازادي راډیو په یو راپور کې ترهګرو ډلو سره د اړیکو ادعاوې رد کړې وې.

طالبانو په کابل کې د ایمن‌‌الظواهري له وژل کېدو وروسته، په دې اړه د څېړنو له پیل خبر ورکړ، خو تر ننه یې د څېړنو پایله ډاګیزه شوې نه‌ده.

امنیت شورا ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې د افغانستان اوسني وضعیت، جګړو او ناامنۍ ته هم اشاره شوې.

راپور کې راغلي، سره له دې چې د طالبانو له واکمنۍ یو کال تېرېږي، خو پر وړاندې یې نوې مخالفې ډلې را څرګندې شوي.

راپور د بېلګې په توګه د مقاومت ملي جبهې او د افغانستان د ازادۍ غوښتنونکو غورځنګ یادونه کوي چې په څو ولایتونو کې یې طالبانو سره نښتې کړي او د ځینو سیمو د نیولو ادعا یې هم کړې.

په پنجشېر کې د طالبانو پر ضدد مقاومت جبهې غړي
په پنجشېر کې د طالبانو پر ضدد مقاومت جبهې غړي

خو طالبانو بیا تل ویلي ،چې د دوی پر وړاندې کوم فعال وسله‌وال ګروپ نه‌شته چې دوی وګواښي، داسې مهال د مقاومت جبهې او د افغانستان د ازادي غوښتونکو غورځنګ په مستند ډول اسناد خپاره کړي چې ښيي، طالب وسله‌والو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې او یا یې د دوی ځواکونه اسیران کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې که څه هم د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د ملکي تلفاتو او نظامیانو مرګ‌ژوبله کمه بلل شوې، خو بیا هم داعش ډله یو ګواښ یاده شوې چې لا هم ملکي قومي او مذهبي لږکي په نښه کوي.

اقتصادي او ټولنیز وضعیت نور مهم موضوعات چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له قوله، افغانستان یې خورا ستونزمن حالت سره مخ کړی.

راپور کې راغلي، بشري اړتیاوي او د اقتصادي زوال له امله همدا اوس نږدې ۲۴،۴ میلیونه یا هم ۵۹ سلنه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان - October 20, 2021
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان - October 20, 2021

سږنۍ طبیعي پېښې بیا یو بل لامل شوی چې د افغانانو ژوند یې لا پسې سخت او له کړاوونو ډک کړی دی.

امنیت شورا ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې دا هم راغلي چې همدا اوس ۳،۶ میلیونه له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان او امېندواره ښځې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاتوي، افغانان په ټوله کې د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو، بې‌وزلۍ او بې‌روزګارۍ او خراب اقتصادي وضعیت له امله ناخوښه دي او طالبانو غواړي چې د خلکو د ژوند ښه کېدو ته پام وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG