د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

د ملګرو ملتونو سرمنشي: طالبان دې له تبعیض پرته ژر د نجونو ښوونځي پرانېزي


کابل کې د ښوونځیو پرانیستو په ملاتړ د یو شمېر ښځو د لاریون انځور
کابل کې د ښوونځیو پرانیستو په ملاتړ د یو شمېر ښځو د لاریون انځور

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په طالبانو غږ وکړ چې له ځنډ پرته دې د نجونو ښوونځي پرانېزي.

د ملګرو ملتونو له خوا د پوهنیز تحول په سرمشریزه کې ټینګار وشو چې د افغان نجونو ښوونځي باید پرانیستل شي.

د غونډې یوه ویناواله د افغانستان د نجونو د روباټیک د ټیم مشره او د دولسم ټولګي زده کوونکې سمیه فاروقي وه.

فاروقي وویل: "نن د نجونو متوسطې او لېسې ښوونځي بند دي. له زده کړو پرته زما خپلوانې، ملګرې او میلیونونه افغان نجونې د یوې نامعلومې راتلونکې څخه وېرېږي او ځان یواځې/ګوښې احساسوي. طالبان کاملاً په ټولنه کې زموږ موجودیت محوه کوي. زرګونه نجونې ښايي هېڅکله ښوونځیو ته رانه شي ګڼې یې لا وختي واده شوي."

په ارزګان کې د نجونو یو ښوونځی
په ارزګان کې د نجونو یو ښوونځی

سمیې وویل د ښوونځیو د پرانیستې وعدې ټولې ماتې شوې او هېڅ څرک یې نه لګېږي چې طالبان دې ښوونځي پرانېزي.

هغې نړیواله ټولنه په راس کې ملګري ملتونه مسوول وبلل چې د دې وضعیت د سمولو لپاره باید سمدستي لاس په کار شي.

نوموړې زیاته کړه: "که فکر کوئ چې افغان نجونې د تعلیم مستحقې دي نو مه پرېږدئ چې زه او افغانستان کې زما خویندې د نړیوال سیاست ښکار شو. مه پرېږدئ چې زموږ هېواد زموږ د هیلو هدیره وګرځي."

سمیې وړاندیز وکړ چې ملګري ملتونه باید د افغانستان د پوهنې له سکتور سره کافي مرسته وکړي، امکانات په واک کې ورکړي او دا یقیني کړي چې نجونې او هلکان په مساوي توګه د زده کړو حق پیدا کوي.

یکشنبه د سپټمبر ۱۸ په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو یو کال پوره شو.

طالبان په دې وروستیو ورځو کې د نجونو د ښوونځیو په باب رسنیو ته څه نه وايي، خو مخکې د دوی د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر د ښوونځیو د تړلو مسئله په خلکو مرتبطه کړې وه چې ګواکې خلک په لرو پرتو سیمو کې نه غواړي نجونې ښوونځیو ته ولېږي.

د نجونو ښوونځیو بندېدو په اړه د طالب چارواکي وضاحت
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:47 0:00

ورپسې د دوی د عامې روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد ادعا کړې وه چې دا یوه سیاسي ستونزه ده.

خو د پوهنیز تحول/بدلون په پرونۍ سرمشریزه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار وکړ چې له تبعیض پرته باید د ټولو نجونو او هلکانو په مخ ښوونځي پرانیستل شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش

انټونیو ګوټریش وویل: "له دې سټېجه افغانستان کې چارواکو باندې غږ کوو چې ژر تر ژره د متوسطې او لېسې دورې باندې ټول بندیزونه لرې کړئ. د نجونو تعلیم د سولې، امنیت، او پایداره پراختیا لپاره اساسي ګام دی."

د راپورونو له مخې د طالبانو په بیا واکمنېدو څه باندې یو نیم میلیونه هغه نجونې چې په متوسطې او لیسې دورو کې یې درسونه ویل له زده کړو محرومه شوي.

په دې سربېره له کلونو راهیسې لکونه نورې ځوانې نجونې هم په هغو سیمو کې چې طالبانو پرې ولکه درلوده زده کړو ته نه پرېښودل کېدې او د نجونو ګڼ ښوونځي سوځول شوي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG