د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

کرزی: د ښوونځيو پرانیستې لپاره غږ پورته کول د افغان ملت غوښتنه ده


د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

وروسته له هغې چې په پکتیا ولایت کې له شپږم ټولګي پورته د نجونې ښوونځي بیا ځلي د دوی پرمخ وتړل شول، دغې کار ته د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، یو شمېر پخوانیو سیاسي څېرو او دغه شان ځینو طالب چارواکو هم غبرګون ښودلی دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو دغې پرېکړې ته په غبرګون کې په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې په پکتیا کې د ښوونځيو د بیا پرانیستې لپاره د نجونو غږ پورته کول د ټولو نجونو او د افغان ملت غوښتنه ده.

ښاغلي کرزي له طالبانو غوښتې چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي.

په ورته وخت کې د تیر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني ریسس رحمت الله نبیل هم په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي: "یو شمېر هغه کسانو چې طالبانو ته یې لابي ګري کوله او ویل چې دوی بدل شوي اوس باید د افغانستان د نجونو په وړاندې له شوي ظلم په تړاو بخښنه وغواړي."

په پکتیا کې د نجونو په وړاندې د ښوونځیو بیا تړل کېدو ان د یو شمېر طالب چارواکو غبرګونونه هم راپارولي.

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق عظم په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د نجونو په وړاندې د ښوونځیو دروازې باید ژر تر ژره پرانیستل شي، یو کال تېر شو شرعي لارې به هم د دې مسئلې لپاره په نظر کې نیول شوي شوي، د ښوونځیو بند پاتې کېدل د اسلامي امارت په ګټه نه ده.

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق عظم
د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق عظم

د طالبانو په حکومت کې د کابل امنیه قومندانۍ پخوانی ویاند مبین خان چې په جنرال مبین مشهور دی هم په خپل ټویټر پاڼه د طالبانو له حکومت غوښتي، چې د ښوونځيو دروازې د دوی پرمخ پرانېزي.

خو د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست نور الله منیر د یکشنبې په ورځ په ارزګان ولایت کې یوې خبرې ناستې ته ویلي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو تړل د افغانستان خلکو په فرهنګ پورې تړلې مسئله ده.

هغه وویل: "که تاسو د ارزګان له بازار نه ووځي د غرو په لمنو، کلیو کې له سپین ږیرو څخه پوښتنه وکړئ خپله تاسو ته در معلومېږي. که په جوماتونو کې پوښته وکړئ چې څو فیصده سپین ږيري اوڅو فصده خلک دې ته تیار دي چې خپلې ۱۶ کلنې لورګانې ښوونځي ته ولېږي، نو له ما بیا د دغې پوښتنې کولو ته ضرورت نه پېښېږي. مطلب موږ او تاسو افغاني ټولنه کې اوسېدلي یو او دلته د خلګو کلتور راته معلوم دی او دغه کلتور هغه څه دي چې ډېر وخت حکومتونو په خیال کې نه دی ساتلي. موږ په دې هکله کوښښ کوو چې داسې شرایط رامنځته کړو چې د خلکو اعتراض هم نه وي او تعیلم هم پر خلکو برابر شروع شي."

منیر داسې مهال دا څرګندونې کړي چې د روانې اونۍ د شنبې په ورځ په پکتیا کې له شپږم ټولکي پورته د نجونو په وړاندې د ښوونځیو بیا تړل کېدو ته په غبرګون کې، یو شمېر زده کونکو په دغه ولایت کې لاریون وکړ او د طالبانو له حکومت یې وغوښتل چې دوی د زده کړو له حق محرومې نه کړي.

د دوی له ډلې یو هغه چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، د تېرې ورځې لاریون د طالبانو لخوا په تاوتریخوالي واوښته او طالبانو د دې ولایت د پوهنې ریاست یو شمېر کارکونکي هم ونیول.

هغه زیاتوي: "سهار چې لاړو ویلي نن راځي او پرېکړه کوي، تر هغې چې طالبان راغلل او موږ ته وویل چې ښوونځی غیر قانوني خلاص شوی او موږ یې له ښوونځیو نه وویستلو دغې پرېکړې د نجونو په روحیې ډېر تاثیر وکړ او دا تصمیم ونیول شو چې لاریون وکړو. له لاریون کوونکو سره هم ډېر ناوړه چلند وشو. هغه کسان چې په پوهنې ریاست کې و او د ښوونځي مسوولان وه له ځان سره یې بوتلل."

په همدې حال کې د پکتیا ولایت یو اوسېدونکی چې دا هم نه غواړي نوم او غږ په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، د پکتیا د پوهنې ریاست ځینې کارکوونکي چې په کې د ده د کورنۍ غړي هم شامل دي طالبانو له ځان سره بیولي دي.

په پکتیا ولایت کې بیا د طالبانو د والي ویاند ادم خان اوریاخېل د دې راپور تر خپرېدو زموږ اړیکې ځواب نه کړې.

په دغه ولایت کې د ښونځيو بیا ځلي تړل کېدو نه یوازې زده کونکي بلکې ښوونکي هم اندېښمن کړي دي.

د دې ښونکو له ډلې یو هغه چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "نجونو لاریون وکړ او غوښتل یې درس ووایي. نجونې د هلکانو په پرتله ۸۰ سلنه غواړي چې زده کړې وکړي. موږ له طالبانو غواړو چې ژر تر ژره د نجونو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي."

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ له کال زیات وخت وشو خو لا هم د شپږم ټولګي نه پورته نجونې له زده کړو محرومې دي او د نړیوالو او کورني فشارونو سره سره بیا هم طالبان د دغو ښونځیو د پرانیستلو په برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG