د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

په پکتیا کې د نجونو ښوونځیو بېرته تړل کېدو غبرګونونه پارولي


په پکتیا کې د طالبانو له لوري د تازه پرانیستل شویو ښوونځیو د بېرته تړل کېدو په غبرګون د نجونو زده کوونکو د لاریون انځور
په پکتیا کې د طالبانو له لوري د تازه پرانیستل شویو ښوونځیو د بېرته تړل کېدو په غبرګون د نجونو زده کوونکو د لاریون انځور

په پکتیا کې د نجونو پرمخ د تازه پرانیستل شویو ښوونځیو د دروازو تړل کېدو ګڼ غبرګونونه پارولي دي.

په پکتیا کې د طالبانو له خوا د نجونو پرمخ د ښوونځیو د دروازو بیا تړل کېدو عکس العملونه پارولي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مسووله هیدر بار
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مسووله هیدر بار

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مسوولې هیدر بار ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه دې واقعیت ته په کتو چې طالبانو په پکتیا کې د دغو نجونو ښوونځي بېرته وتړل، دا پیغام ورکوي، چې طالبان اجازه نه ورکوي چې نجونې عملاً ښوونځیو ته لاړې شي. دا د افغان نجونو، ښځو او په ټوله کې د افغانانو لپاره تیاره راتلونکی په ډاګه کوي، ځکه یو هېواد هېڅکله نه سوکاله کېږي، چې نیمايي برخه یې نالوستې وي."

د قلم لار ټولنې مشر مطیع اله ویسا ازادۍ راډیو ته وویل، په پکتیا کې د طالبانو پروني اقدام ګڼ افغانان نهیلي کړي دي.

د قلم لار ټولنې مشر مطیع اله ویسا
د قلم لار ټولنې مشر مطیع اله ویسا

ویسا وویل: "خلک سخت ناامېده دي. پلرونه ناامېده دي. ولس ناامېده دی. له دولت څخه د ولس غوښتنه دا ده چې د نجونو پرمخ دې ښوونځي نه بندوي. دا یو غیرعادلانه پرېکړه وه. دا له ولس سره ظلم دی، دا ولس په تیاره کې ساتل دي."

شاوخوا دوې اوونۍ مخکې د پکتیا په مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالۍ کې د نجونو منځني ښوونځي او لېسې بېرته پرانیستل شوې، خو پرون ګڼو نجونو د دغو ښوونځیو تړل کېدو په اعتراض لاریون هم وکړ.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح اله مجاهد تېره اوونۍ یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې څېړنه کوي دا ښوونځي د چا په امر فعاله شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین پرون په خپل رسمي فېسبوک کې لیکلي، په پکتیا کې د نجونو پرونی لاریون د ستایلو وړ دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین

پشتین لیکلي: "باید د نړۍ هر وګړی او تنظیم د افغانانو د حقونو لپاره د افغانانو غږ غبرګ کړي."

بلخوا د ښځو او نجونو د حقونو فعالې نظیفې حقپال ازادۍ راډیو ته وویل: "هیله مې دا ده افغانان په نورو ولایتونو کې هم پاڅېږي، خپل غږ پورته کړي او خپله خپل حاکمیت په بېلابېلو ډولونو په لاس کې ونیسي. که هغه د مشرانو غونډې او جرګې وي، اعتراضونه وي یا هم په لیکلي ډول یا هم ټولنیزو رسنیو کې پر دوی اعتراض وکړي، چې له علم نه محرومول ظلم دی. هېچا ته باید دا اجازه ورنه کړي."

د طالبانو د پوهنې سرپرست نور اله منیر په زمري/ اسد میاشت کې ویلي وو چې، د نجونو ځینې ښوونځي د کلتوري محدوديتونو له امله تړل شوي، خو پرون ګڼو فعالانو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې د افغانانو په کلتور کې د نجونو د تعلیم مخالفت اساس نه لري.

نن ۳۵۸مه ورځ ده چې طالبانو په افغانستان کې نجونو اجازه نه ده ورکړې، چې تر شپږم ټولګي پورته نورې زده کړې وکړي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي چې په افغانستان کې اوسمهال درې میلیونه نجونې له زده کړو پاتې دي.

یونېسف په یوه بیان کې چې د وږي په اتلسمه نېټه پر ټویټر خپور شو له طالبانو وغوښتل چې پر خپلو پرېکړو بیا غور وکړي او د ټولو نجونو ښوونځي پرانېزي.

د طالبانو د پوهنې وزارت مخکې ویلي وو، چې د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو په اړه د دوی طرحه مشرانو ته رسېدلې، خو میاشتې وشوې، دغه ښوونځي لا هم نه دي پرانیستل شوي.

XS
SM
MD
LG