د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

پکتیا کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ځینې ښوونځي پرانېستل شوي


ارشیف: په فراه کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې
ارشیف: په فراه کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې

د پکتيا يو شمېر اوسېدونکي او سيمه ييز طالب چارواکي تاييدوي چې هلته د نجونو ځینې لېسې پرانیستل شوي او نجونو ته یې تعلیم پیل کړی دی.

د څمکنیو ولسوالۍ اوسیدونکی او د دارالمعلمین استاد هاشم خېل هاشمي وايي، چې د پکتيا په دې ولسوالۍ کې يوه لېسه له څو ورځو راهيسې پرانيستل شوې او نجونې بېرته زده کړو ته ستنې شوې دي.

هغه وویل؛ "په څمکنيو ولسوالۍ کې د سيمين اکبري په نوم يوه لېسه ده، درې څلور ورځې کېږي چې د دې لېسې دروازې د نجونو پر مخ پرانېستل شوې دي. نجونې راځي او زده کړې کوي، ډېر خوښې دي."

څمکنۍ له ګردیزه شاوخوا اویا کیلومتره لرې ده او د لېسې مدیر د ځايي اوسېدونکو په مشوره لېسه بېرته پرانېستې. په ګردیز کې هم څلور لېسې پرانېستل شوي. د ګردیز یو اوسېدونکی احمدشاه دوست یې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "ښوونځي له ډېر ځنډ وروسته په پکتیا کې تر شپږم صنف پورته یو ځل بیا شروع شوي. نجونې ډېر د خوشالۍ احساس کوي. زما درې خویندې او اوه د کاکا لورګانې په مرکز ګردیز کې د نسوان شهري په لېسه کې زده کړې کوي کله یې چې دا خبر واورېد له بازاره یې خواږه راوړل او په ټوله کورنۍ یې وویشل. ټول پکتیاوال ډېر خوشاله دي زه هیله لرم چې په ټول افغانستان کې د نجونو ښوونځي بیا فعاله شي او خویندې ټولنې ته د خدمت مصدر وګرځي."

د راپورونو پراساس په یو شمېر کمو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانېستل شوي دي.
د راپورونو پراساس په یو شمېر کمو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانېستل شوي دي.

د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي خالقيار احمدزي هم له سيمه ييزو رسنيو سره په خبرو کې تاييد کړه، چې په څمکنيو ولسوالۍ او مرکز ګرديز کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پنځه ښوونځي بېرته فعاله شوي.

هغه زياته کړه، چې دغه ښوونځي د مديرانو او خلکو له خوا بېرته پرانېستل شوي او زده کړې په کې روانې دي.

نوموړي وویل: "له تېرو څو ورځو راهيسې د پکتيا مرکز ګردېز او څمکنيو ولسوالۍ کې څو د ګوتو په شمېر ښوونځي پرانېستل شوي، د يادو ښوونځيو په اړه پرېکړه د دوی د مديرانو له خوا شوې او خپل زده کوونکي يې درسونو ته رابللي دي. په دې برخه کې د پکتيا د پوهنې رياست له لوري نه ورته ځانګړی حکم شوی نه یې هم د مخنیوي هڅه شوې ده. دا مهال په څمکنیو کې یو او په مرکز ګردیز کې څلور د نجونو ښوونځي پرانیستل شوي."

که څه هم طالبانو تېر کال واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته د زده کړو د دوام رسمي اجازه نه ده ورکړې، خو له څه وخته د بلخ، کندز، جوزجان، هرات او بادغیس ولایتونو د نجونو په ځینو ښوونځیو کې تدریس دوام لري.

طالبانو د ښوونیز کال په پیل کې ژمنه کړې وه چې د نجونو لپاره به ټول ښوونځي پرانېزي، خو په وروستیو شېبو کې له خپلې ژمنې په شا شول او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پرانېستل یې تر بلې خبرتیا پورې وځنډول.

د طالبانو د حکومت د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر خوست ته په خپل وروستي سفر کې خبریالانو ته وویل، چې ټولنیزو حساسیتونو د نجونو د ښوونځیو پرانېستل ځنډولي دي.

څه باندې درې نیم سوه ورځې وشوې چې په لویه کچه افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له ښوونځيو محرومې شوې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټرش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټرش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټرش په دې وروستیو کې یو وار بیا د افغان نجونو د ښوونځیو له تړل پاتې کېدو اندېښنه وښوده. هغه ویلي چې د دغو ښوونځیو تړل له مساوي حقونو څخه نه جبرانېدونکې سرغړونه ده او زیان یې ټول افغانستان ته رسېږي.

د طالبانو له واک ته د رسېدو له یو کال څخه زیات وخت تېر شوی، خو هېڅ هېواد تر اوسه د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی او له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې اساسي غوښتنه د ښځو او نجونو لپاره د کار او زده‌کړو حق ورکول دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG