د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

ملګري ملتونه: افغانستان کې مو د نجونو د زده کړې ملاتړ لپاره پروګرامونه نه‌دي درېدلي


افغان زده کوونکې
افغان زده کوونکې

د ملګرو ملتونو د یوه تعلیمي بنسټ مشره وايي، په افغانستان کې یې د نجونو د تعلیم د ملاتړ لپاره پروګرامونه نه دي درېدلي.

نن ۳۴۱مه ورځ ده، چې طالبانو د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې تړلي دي، چې دې کار یې په ملي او نړیواله سطحه انتقادونه پارولي دي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې ځینې غیر دولتي بنسټونه شته، چې د تعلیم د ودې لپاره فعالیتونه کوي.

د «تعلیم انتظار نه کوي» په نوم بنسټ چې په اضطراري شرایطو او اوږدمهالو بحرانونو کې د تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال صندوق دی، وايي په نړۍ کې د شخړو له کبله ۷۸ ملیونه او ۲ لکه ماشومان او تنکي ځوانان ښوونځي ته نه شي تلای.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې ځینې غیردولتي بنسټونه شته، چې د تعلیم د ودې لپاره فعالیتونه کوي.
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې ځینې غیردولتي بنسټونه شته، چې د تعلیم د ودې لپاره فعالیتونه کوي.

د دې بنسټ مشرې، یاسمین شریف (Yasmine Sherif) په نیویارک کې د خپلې ادارې د کلني راپور ورکولو پر مهال وویل، په افغانستان کې لا هم د نجونو د تعلیم په وړاندې خنډونه پر ځای پاتې دي.

هغې یوه کنفرانس ته ویلي، په افغانستان کې ټول طالبان د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د تړل کېدو پلوي نه کوي.

"غواړم یادونه وکړم، چې ټول طالبان د نجونو د منځني تعلیم مخالف نه دي."

آغلې ياسمين شريف وايي: "زموږ پروګرامونه درېدلي نه دي. له لسیزو راهیسې اغاخان بنسټ هلته فعالیت کوي، دغه راز د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه هم ځینې پروګرامونه عملي کوي. غواړم یادونه وکړم، چې ټول طالبان د نجونو د منځني تعلیم مخالف نه دي. البته چې ما غیر رسمي خبرې ورسره کړي، خو موږ باید ورسره مذاکره وکړو، داسې کسان شته چې غواړي خپلې غټې یا هم وړې لوڼې ښوونځي ته لاړې شي."

نن ۳۴۱مه ورځ ده، چې طالبانو د نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې تړلي دي، چې دې کار یې په ملي او نړیواله سطحه انتقادونه پارولي دي.

دا چې بالاخره به د نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې کله پرانیستل کېږي، د طالبانو د پوهنې وزارت پرون په دې اړه زموږ پوښتنه ځواب نه کړه.

دغه وزارت تر دې مخکې ویلي وو، په دې اړه یوه طرحه د دوی مشرتابه ته سپارل شوې چې تر بحثونو وروسته به نهايي پرېکړه کېږي.

XS
SM
MD
LG