د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

د ځينو خصوصي کورسونو مسوولان: طالبانو زمونږ کورسونه تړلي


ارشیف
ارشیف

په کابل کې د یو شمېر ښوونیزو خصوصي کورسونو مسوولین وايي، طالبانو یې د کورسونو دروازې تړلي دي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو یو کال وروسته طالبانو په یو تازه اقدام کې، په کابل کې یو شمېر ښوونیز خصوصي کورسونه هم تړلي دي.

په کابل کې د ۲ کورسونو زده کوونکې عایشه او نادیه وايي، د کورس دروازې یې مهرلاک شوي دي.

دوی وايي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا حالت ډېر نا هیلی کوونکی دی، ځکه د دوی په خبره د ښوونځيو په تړل کېدو سره ډېرو نجونو کورسونو ته مخه کړه خو اوس یې په کورسونو کې هم د زده کړو مخه نیول کېږي.

عایشه وايي: "پرون چې زه کورس ته لاړم، زموږ د کورس دروازه تړل شوې وه، په دې دلیل چې هلکانو او نجونې په يوه ټولګي کې درس وايي او دا یې هم ویلي و چې د هلکانو لپاره باید نارینه او د نجونو لپاره ښځینه استاده وي."

دغه راز نادیه وايي: "زموږ د کورس دروازه یې هم تړلې وه، ډېره ناهیلې شوم. د نجونو ښوونځي یې هم تړلي دي او اوس د کورسونو مخه هم نیول کېږي، دوی په اصل کې د نجونو له زده کړو سره ستونزه لري او په هر رقم هڅه کوي چې مخه یې ونیسي."

ارشیف: په کابل کې د زرغونې عالي لېسه
ارشیف: په کابل کې د زرغونې عالي لېسه

په کابل کې د یوه کورس اداري مسووله چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم او غږ په راپور کې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل، د دوی کورس د طالبانو له خوا تړل شوی و خو اوس دوی بېرته پرانیستی دی.

د دې په خبره، دوی د طالبانو د دې شرط په منلو سره چې د نجونو او هلکانو ټولګي به بېلوي او نجونو ته به ښځینه استادانې ګماري بېرته د کورس د پرانیستلو اجازه اخیستې ده.

په ورته وخت کې د یو بل کورس مسوول، چې دا هم نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم او غږ په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته د دې خبر په تاييد سره وویل، دا ستونزمنه ده، ځکه په خبره یې د نجونو زده کوونکو شمېر کم دی او یو ټولګي نه جوړوي.

دغه شان په خبره یې، د انګلیسي ژبې د بېلابېلو ټولګیو لپاره د وړو ښځینه استادانو شمېر هم ډېر کم دی او د تدریس په برخه کې کافي تجربه هم نه لري.

د کورسونه دغه مسوولین د خپلو کورسونه د نومونو له اخیستلو هم ډډه کوي.

خو معلومه نه ده، چې دا کار د طالبانو حکومت د کوم ارګان له خوا شوی دی.

د طالبانو حکومت د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر وايي، په کابل کې د ښوونیزو خصوصي کورسونه تړل د دوی کار نه دی.

هغه وویل: "زموږ له لوري داسې څه نه دي ترسره شوي، یا به د پوهنې وزارت او یا هم د لوړو زده کړو وزارت له لوري دا کار شوی وي، خو زموږ لوري څه نه دي شوي."

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت بیا د ښوونیزو خصوصي کورسونو د تړلو په اړه ازادي راډيو ته څه ونه ویل.

د تېر جمهوري حکومت په مهال د دولتي ښوونځیو، پوهنتونو او نورو ښوونیزو مرکزونو ترڅنګ ګڼ ښوونیز خصوصي کورسونه هم جوړ شول چې د ښوونځیو د مضامینو د تدریس ترڅنګ یې بهرنۍ ژبې هم خلکو ته زده کولې چې ډېری زده کوونکي یې ځوانان او ماشومان وو.

د طالبانو حکومت داسې مهال په کابل کې د خصوصي کورسونو دروازې تړي چې یو کال کېږي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي یې هم تړلي دي او د نجونو زده کوونکو، نورو افغانانو، بهرنیو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو لخوا له ځلونو غوښتنو سره هم دوی په دې اړه خپله پرېکړه نه ده بدله کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG