د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

د ملګرو ملتونو سرمنشي: د نجونو ښوونځیو تړل ټول افغانستان ته زیان رسوي


د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وايي، په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو تړل، ټول هېواد ته زیان رسوي.

روبینا د کندهار اوسېدونکې او د یوولسم ټولګې زده‌کوونکې ده.

روبینا ښوونځی خپلو هیلو ته د رسېدو یوازینۍ لار بولي، هغه لار چې له یوه کال زیات وشو، طالبانو په دې نوم تړلې چې ګنې د پرانیستو لپاره یې طرحه جوړوي.

نوموړوې وویل: "زده‌کړه زموږ اسلامي حق دی. موږ باید دا حق تر لاسه کړو. له طالبانو ورونو مو غوښتنه دا ده چې زموږ د ښوونځیو دروازې پرانېزي او زموږ د زده‌کړو موضوع له سیاست سره و نه تړي څو موږ وشو کولای چې په راتلونکې یوه روښانه راتلونکې ولرو."

امنه بیا په لوګر کې د یوولسم ټولګې زده‌کوونکې ده.

نوموړې وايي، لا هم هره شېبه په تمه ده چې کله به د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو ښه خبر اوري.

هغې وویل: "موږ ټول مایوسه یوو. هیله کوو چې هر څه ژر د نجونو ښوونځي پرانېزي. خلک ټول همدې پرېکړې ته په تمه دي. موږ هر ساعت ورته شېبې شمېرو. زده‌کړه زموږ اسلامي حق دی، باید دا حق موږ ته را کړل شي."

ارشیف: کندهار کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې
ارشیف: کندهار کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې

دا په ټول افغانستان کې د میلیونونو هغو نجونو د زړه خبرې دي چې اوسمهال طالبانو ښوونځيو ته له تلو راګرځولي دي.

هغه څه چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش یې هم اندېښمن کړی دی.

ښاغلی ګوتریش وايي، دا کار ټول افغانستان ته زیان رسوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي نن سهار په خپله رسمي ټویټرپاڼه ولیکل: "په افغانستان کې لا هم د نجونو درسي ټولګي تړلي دي. دا د دوی د حقونو یو نه توجیه کېدونکی نقض دی چې زیان یې ټول هېواد ته رسېږي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې، نجونې په ښوونځیو پورې اړه لري.

د هغې له دې جملې اخیستل کېږي چې د افغان نجونو ښوونځیو ته د تګ مخه باید ونه نیول نه‌شي.

له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو سرمنشي په ځلونو له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کړې، خو طالبانو دا هر څه یوازې د خپل مشر په پرېکړې پورې محدود کړي دي.

د ازادي راډیو خبریال نن هم د پوهنې وزارت له ویاند وپوښتل چې تر کله به افغان نجونې ښوونځیو ته نه‌ځي، خو هغه دا پوښتنه ځواب نه‌کړه.

هاخوا د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مشرې هېدر بار په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د نوې استازې ټاکل کېدو ته په اشارې له هغې غوښتي چې د بشرى حقونو، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې ناوړه او خرابېدونکي وضعيت ته د رسېدنې په برخه کې د ملګرو ملتونو لومړيتوبونه جدي وګڼي.

د طالبانو مشر ملاهیبت الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملاهیبت الله اخندزاده

یو کال او ۱۹ ورځې وشوې چې د نږدې دوه میلیونه افغان نجونو برخلیک د طالبانو د مشر په پرېکړې پورې تړلی.

که څه هم طالبانو په ځلونو ویلي چې د نجونو له زده‌کړو سره ستونزه‌نه لري، خو په دې اړه د پرېکړې ځنډ د دوی په لیکو کې اختلاف برملا کوي.

وروستیو کې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد خصوصي رسنیو سره مرکه کې ویلي، د نجونو د ښوونځیو پرانیستل د یوه شخص پرېکړه نه‌ده، خو دا چې طالبان د نجونو له ښوونځیو له څه غواړي، د پردې تر شا بحث دی.

XS
SM
MD
LG