د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

د نجونو تړلي ښوونځي؛ عباس ستانکزی: ژر به ټول ښوونځي پرانیستل شي


 شېرمحمد عباس ستانکزی
شېرمحمد عباس ستانکزی

له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګیو د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه د طالبانو د ژمنو د نه عملي کېدلو سره سره یو ځل بیا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزات مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وایي، چې د ښوونځیو دروازې به ډېر ژر د ټولو زده کوونکو پر مخ پرانیستل شي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د دروازو د خلاصولو په اړه د طالبانو د ژمنو په دوام د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزات مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي یو ځل بیا په دې ټېنګار وکړ، چې نجونو ته دې د زده کړې زمینه برابره شي، هغه خبره چې له نېږدې یو کال راهیسې ویل کېږي، خو عملي کېږي نه.

هغه وویل: "هېڅ وخت یو هېواد له تعلیم پرته مخته نه شي تللی او د دې تعلیم دروازه به اسلامي امارت انشالله ډېر ژر د افغانستان د ټولو اوسېدونکو پر مخ خلاصه کړي، دا هم لوی جهاد دی، چې وبه یې کړو."

ارشیف: په ارزګان کې د نجونو یو ښوونځی
ارشیف: په ارزګان کې د نجونو یو ښوونځی

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلي واکمنېدو ورسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلي دي او په کور دننه او بهر له ډېرو انتقادونو سره سره هم، تر اوسه یې په دې اړه د خلاصېدو پرېکړه نه ده کړې.

ستانکزي دغه شان، د جمهوري نظام مخکینیو چارواکو او سیاسیونو ته چې له افغانستان بهر د طالبانو د حکومت مخالفت کوي په خطاب کې وویل، چې سیاسي مخالفت د افغانستان لپاره ګټه نه لري.

د طالبانو د حکومت مخالفین وايي، چې د دوی حکومت ټولګډونه نه دی او بشري حقونو ته له دې ډلې، د ښځو او نجونو، په دې کې بیا د دوی د کار او زدکړې، د بیان ازادۍ او نورو ته ژمن نه دي او دا هغه څه دي، چې نړیواله ټوله او د بشري حقونو سازمانونه هم پرې ټینګار کوي، خو طالبانو تل د ادعاوې رد کړې دي.

ستانکزی دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې د یوناما د راپور پر بنسټ٬ چې د جولای میاشتې په شلمه خپور شو، طالبان پر افغانستان د بیا واکمنېدو له نېټې د ۲۰۱۱ میلادي کال د جون میاشتې تر ۱۵ مې د افغانستان د مخکیني حکومت د ۱۶۰ چارواکو له محاکمې پرته وژنې عاملین ګڼل شوي، هغه څه چې طالبان یې ردوي.

XS
SM
MD
LG