د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

د ښوونیز کال پیل؛ طالبانو ختیځ کې نجونې ښوونځیو ته نه دي پرېښي


ارشیف: کونړ کې د یوه ښوونځي زده کوونکې
ارشیف: کونړ کې د یوه ښوونځي زده کوونکې

نن د وږي یا سنبلې پنځلسمه د افغانستان په ګرمو سیمو کې له کلنۍ رخصتۍ وروسته د نوي ښوونیز کال د پیل ورځ ده.

مریم د لغمان ولایت اوسېدونکی او د اتم ټولګي زده کوونکې ده.

دې هم هیله درلوده چې په دې ولایت کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم به د زده کړو اجازه ورکړل شي خو دا هیله يې یوازې هیله پاتې شوه.

هغه وايي: "سږ کال زموږ په سیمه کې د نوي تعلیمي کال د پیل سره سم موږ هیله درلوده چې طالبان به موږ ته ښوونځيو ته د تګ اجازه راکړي، خو له بده مرغه په ختیځو ولایتونو کې یو وار بیا هم نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورنه کړل شوه. موږ چې د زده کړو کومې هیلې درلودې هغه مو له خاورو سره خاورې شوې."

د لغمان په ګاونډ ننګرهار او کونړ ولایتونو کې هم نجونې له ورته نا هیلي حالت سره مخ دي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکې او د دولسم ټولګي زده کوونکې ځلا وايي: "له بده مرغه چې تر دې دمه په ننګرهار کې نجونو ته د زده کړو د کولو اجازه نه شته. په دې تمه او امېد یم چې زموږ پرمخ هم د ښوونځيو دروازې خلاصې شي او موږ خپلې زده کړې تمامې کړو."

نن د سنبلې پنځلسمه د افغانستان په ګرمو ولایتونو کې د نوي تعلیمي کال د پیل ورځ ده.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان که څه هم دقیقې شمېرې نه لري، خو وايي تمه ده چې زیات شمېره جدید شمول زده کوونکي لومړنیو ټولګیو ته د زده کړو په هدف لاړ شي.

ریان ازادي راډيو ته په لیکلي پیغام کې ویلي، لا هم له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو زده کوونکو د زده کړو د پیل په اړه تازه څه نه شته.

د افغانستان پوهنې وزارت
د افغانستان پوهنې وزارت

خو دا په داسې حال کې ده چې په یو تازه اقدام کې د پکتیا ولایت په څمکنیو او مرکز ګردېز کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په وړاندې ښوونځي پرانېستل شوي دي.

د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي خالقيار احمدزي رسنیو سره په خبرو کې تاييد کړې چې په څمکنيو او مرکز ګرديز کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پنځه ښوونځي بېرته فعاله شوي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د حساب ورکولو په کلني کنفرانس کې وویل، چې په پکتیا کې د یو شمېر ښځینه ښوونځيو د خلاصون په اړه کره معلومات نه لري، په خبره یې پلټنې روانې دي چې په یاد ولایت کې ښوونځي د چا په لارښوونه او په کومو تدابیرو سره پرانېستل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

خو تېره ورځ په کور دننه یو شمېر افغانانو په ځانګړي ډول د ټولنیزو رسنیو کارونکو په پکتیا کې د ښوونځيو د خلاصېدو پرېکړه په پراخه کچه ستایلې او له طالبانو يې غوښتي چې په رسمي ډول په ټول افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

د بشر حقونو یو شمېر بنسټونو بیا ویلي دي چې په پکتیا کې د خلکو له لوري د ښوونځيو خلاصول دا په ډاګه کوی چې خلک د نجونو زده کړو ته لېوالتیا لري.

د بشر حقونو د څار بنسټ د ښځو د برخې مسوولې هیدر بار ازادي راډيو ته وویل دغه پرېکړه د نورو سیمو خلکو ته هم پیغام ورکوي چې ورته اقدام وکړي.

د بشر حقونو د څار بنسټ د ښځو د برخې مسووله هیدر بار
د بشر حقونو د څار بنسټ د ښځو د برخې مسووله هیدر بار

بار وویل: "له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په وړاندې ښوونځيو د تړلو پرېکړه په بشپړ ډول د افغانانو د غوښتنو خلاف عمل دی. دوهم دا چې دا کار په ډاګه کوي چې د مسوولانو لپاره د پرېکړې د کولو یوه فضا رامنځته کړي چې ښوونځي پرانېزي. زه هیله لرم چې طالبان به په نورو ولایتونو کې ښوونځيو ته د خلاصېدو اجازه ورکړي او دغه پرېکړه په نورو ولایتونو او د پکتیا په نورو سیمو کې هم عملي شي، دا کولای شي د نجونو لپاره یو مهم او ښه ګام وي، چې د یو کال زده کړو ضایع کېدو وروسته لا هم د زده کړو د ترلاسه کولو په هڅه کې دي."

که څه هم طالبانو تېر کال واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته د زده کړو د دوام رسمي اجازه نه ده ورکړې، خو د راپورونو پر بنسټ په بلخ، کندز، جوزجان، هرات او د بادغیس ولایت په یو شمېر ښوونځي کې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته زده کړې وې چې په یو شمېر ولایتونو کې بیا د دوی پرمخ هم ښوونځي وتړل شول.

طالبانو د ښوونیز کال په پیل کې ژمنه کړې وه چې د نجونو لپاره به ټول ښوونځي پرانېزي، خو په وروستیو شېبو کې له خپلې ژمنې په شا شول او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پرانېستل یې تر بلې خبرتیا پورې وځنډول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG