د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

د پوهنې وزير: خلک نه‌غواړي چې د نجونو ښوونځي دې پرانيستل شي؛ خو خلک يې ردوي


ارزګان ولايت ته د طالبانو د پوهنې سرپرست وزير مولوی نورالله منير سفر
ارزګان ولايت ته د طالبانو د پوهنې سرپرست وزير مولوی نورالله منير سفر

د طالبانو د پوهنې وزير ارزګان ولایت ته د سفر پر مهال وویل چې، د افغانانو کلتور دا نه مني چې ۱۶ کلنې نجونې دې په اوسني شرایطو کې ښوونځيو ته لاړې شي.

خو د ارزګان ولایت خلک دا خبري ردوي چې ګواکې دوی د نجونو ښوونځي نه‌غواړي.

ددغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو پر افغانستان له واکمنو غوښتنه وکړه چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي دې ژر تر ژره بېرته د نجونو پر مخ پرانيزي.

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر مولوی نور الله منیر وویل، د نجونو د ښوونځیو دروازې ځکه تړلي دي چې خلک نه‌غواړي له شپږم ټولګي پورته په خپلو لوڼو او یاهم خويندو باندې په اوسنیو شرايطو کې زده‌کړې وکړي.

نوموړي وويل، له شپږم ټولګۍ پورته به د نجونو ښوونځی هغه مهال خلاصوي کله چې د خلګو رضایت ترلاسه کړي او شرایط ورته چمتو شي.

"که په جومات کې پوښتنه وکړئ چې څو فيصده سپین ږيري اوڅو فيصده خلک دې ته تیار دي چې خپله ۱۶ کلنه لور ښوونځي ته ولېږي، نو بیا به د دغه سوال کولو ته ضرورت نه وي. "

ښاغلي منیر د ازادي راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د نجونو پر مخ به له شپږم ټولګي پورته ښوونځي څه وخت خلاصيږي وويل: "که تاسو د ارزګان له بازار نه ووځئ د غرو په لمنو، کلیو کې له سپین ږيرو څخه پوښتنه وکړئ خپله تاسو ته درک در معلومیږي،مطلب موږ او تاسو افغاني جامعه کې اوسېدلي یو او دلته د خلکو کلتور راته معلوم دی او دغه کلتور هغه څه دي چې ډېر وخت حکومتونو په خیال کې نه دي ساتلي، نو له هغې نه پاڅونونه راجوړ شوي دي او د هغې په خلاف فتواوې رامنځ ته شوي دي. موږ په دې هکله کوښښ کوو چې داسې یو شرايط رامنځته کړو چې د خلګو اعتراض هم رانه‌سي او تعيلم هم پر اصولو برابر شروع سي."

داپه داسي حال کې ده چې شاوخوا دوې اوونۍ مخکې د پکتیا په مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالۍ کې د نجونو منځني ښوونځي او لېسې د قومي مخور او ځایي اوسېدونکو په غوښتنه پرانیستل شوې خو بېرته د طالبانو له لوري وتړل شوې.

ارشيف
ارشيف

د يادو ښوونځيو د تړلو په غبرګون کې ځايي زده کوونکو لاريونونه وکړل.

بل‌خو ا بیا د ارزګان ولایت هغه خلګ چې په لېرو پرتو سیمو کې ژوند کوي دا خبري ردي چې ګواکې دوی د نجونو ښوونځي نه‌غواړي.

ددغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو پر افغانستان له واکمنو غوښتنه وکړه چې د شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي دې ژر تر ژره پرانيزي ځکه د دوی په خبره چې ښځینه ډاکټرانو ته اړتيا لري.

د یاد ولایت د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي شاه خان چې ۶۵ کاله عمر لري، ازادي راډيو ته وويل: "موږ غواړو چې ښځینه ښوونځي خلاصي شي ځکه موږ په خپله سیمه کې هیڅ ښځینه ډاکټره نه‌لرو ځکه موږ اوس ښځې نارینه ډاکټرانو ته وړو."

له تېر يو کال راهيسې مېرمنو او نجونو په ځلونو د ښوونځيو د پرانيستل کېدو غوښتنې وکړې.
له تېر يو کال راهيسې مېرمنو او نجونو په ځلونو د ښوونځيو د پرانيستل کېدو غوښتنې وکړې.

دغه راز او د مرکز ترینکوټ ښار اړوند د کشخجک د سیمې اوسیدونکي لعل جان چې دا هم شاوخوا ۶۵ کلن دی وايي: "موږ د نجونو ښوونځي د شريعت په چوکاټ کې غواړو چې خلاصې سي، ځکه موږ ښځینه ډاکټرانو ته ضرورت لرو موږ ورسره مخالف یو، موږ ښوونځي غواړو او غوښتنه کوه چې ژر تر ژر دې خلاصي سي."

دا په ټول افغانستان کې د میلیونونو هغو نجونو د پلرونو او ورورنو د زړه خبرې دي چې اوس‌مهال طالبانو ښوونځيو ته له تلو راګرځولي دي.

یو کال او ۲۷ ورځې وشوې چې د نږدې دوه میلیونه افغان نجونو برخلیک د طالبانو د مشر په پرېکړې پورې تړلی.

د طالبانو د پوهني سرپرست وزیر داهم وویل چې په ټول افغانستان کې ۲۰ زره ښوونځي شتون چې له جملې ۹ زره ودانۍ نه‌لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG