د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

د سواد نړيواله ورځ؛ افغانستان کې نجونې ښوونځيو ته نه پرېښودل کېږي


افغانې نجونوې زده کوونکې
افغانې نجونوې زده کوونکې

د سواد نړيواله ورځ سږ کال داسې حال کې راورسېده چې، په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له شاوخوا یوه کال راهیسې ښوونځي ته له تګه محرومې دي.

له شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو زده کوونکې وايي، نه‌غواړي تېرو ۲۰ کلونو ته ستنې شي او غوښتنه کوي چې د دوی د ارمانونو د پوره کولو لپاره دې ښوونځي بېرته پرانيستل شي.

خو یو شمېر افغان ښوونکې او فعالانې چې په دې وروستیو کې یې په کورونو کې ښوونځي جوړ کړي، زده کړې د نجونو اساسي حق ګڼي.

ستاره، د لسم ټولګي زده کوونکې ده، سږ کال باید یولسم ټولګي کې وای، خو په کور ناسته ده.

نوموړې وايي: "موږ یو انګېزه درلوده، هیله مو دا وه چې زده کړه وکړو، له هغه وخته چې په کور کې ناستې یو زړونه مو ډېر تنګ شوي دي، د کور کارونه دي، د لوښو مینځل، پخلی کول، جارو کول او بس، موږ نه‌غواړو لکه شل کاله پخوا چې ښځې له زده کړو پاتې وې موږ هم بې سواده پاتې شو."

يسنا بیا تازه د ښوونځي اووم ټولګي ته لار موندلې، له طالبانو غواړي چې دوی ته دې د ښوونځیو دروازې پرانيزي.

يسنا وايي: "د طالبانو له راتګ وروسته د ښوونځي دروازې زموږ پر مخ وتړل شوې، ما غوښتل چې انجینیره شم، هیله لرم چې د ښوونځیو دروازې به بیا پرانيستل شي."

له زده کړو څخه تر شپږم ټولګي پورته د ښځينه زده کوونکو بې برخې کېدو یو شمېر د شپږم ټولګي زده کوونکې هم د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمنې کړي دي.

په يو شمېر ولايتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانيستل شوي وو، خو د طالبانو لخوا بېرته وتړل شول.
په يو شمېر ولايتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانيستل شوي وو، خو د طالبانو لخوا بېرته وتړل شول.

د کابل ښار د یوه دولتي ښوونځي د شپږم ټولګي ښوونکې کاینات ملک زاده په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "هغه نجونې چې په شپږم ټولګي کې دي په خورا بد حالت کې دي، دوی کاملا مایوسې او ناهیلې دي او فکر کوي چې دا د دوی وروستی کال دی او دوی نورې نه‌شي کولای ښوونځي ته راشي، هغه ډول چې پخوا ښوونځي ته په خوشحاله روحیه او انرژۍ راتلې چې په راتلونکي که به دوی نه یو څه جوړ شي، خو اوس داسې نه دي."

نن د سپټمبر اتمه د سواد نړیواله ورځ ده، دا ورځ سږ کال په افغانستان کې داسې مهال رارسېږي، چې په دغه هېواد کې له شپږمو ټولګیو پورته دښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي.

"هغه نجونې چې په شپږم ټولګي کې دي په خورا بد حالت کې دي"

د یونسکو د شمېرو پر بنسټ، طالبانو په لېسو او منځنیو ښوونځیو کې ۱.۱ میلیونه ښځینه زده کوونکې ښوونځیو ته له تګ څخه منع کړي دي.

یونسکو د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې په یوه راپور کې لیکلي و، چې په افغانستان کې د زده کوونکو شمېر په ۲۰۰۱ کال کې له یو میلیون څخه تر ۲۰۱۸ کال لس میلیونو ته لوړ شوی دی.

په همدې حال کې په همدې موده کې د ښځینه زده کوونکو شمېر له صفر څخه ۲.۲ میلیونو ته لوړ شوی دی.

د ښوونځيو د پرانيستلو په اړه پر کور دننه او نړيواله کچه بيا بيا د طالبانو له حکومت وغوښتل شول، خو طالبان وايي دوی په دې اړه د خپل مشرتابه فرمان ته په تمه دي.
د ښوونځيو د پرانيستلو په اړه پر کور دننه او نړيواله کچه بيا بيا د طالبانو له حکومت وغوښتل شول، خو طالبان وايي دوی په دې اړه د خپل مشرتابه فرمان ته په تمه دي.

خو د ښوونځيو له تړلو وروسته يو شمېر فعالو ښځو د نجونو لپاره له شپږم ټولګي پورته ښوونځي جوړ کړي او زده کړې ورکوي.

د یو کورني ښوونځي مشره ازیتا نژند اوس په کور کې د سړک پر سر کاریګرو ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۳۰ ښځینه زده کوونکو ته تر شپږم ټولګي پورې زده کړې ورکوي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "له یو کال څخه زیات وخت کېږي چې د افغانستان نجونې له زده کړو بې برخې دي، ښوونځي پرې تړل شوي دي، دې کار افغان نجونې او ښځې اندېښمنې کړي دي، ځکه دوی غواړي روښانه راتلونکې ولري او د خپلې کورنۍ او ورونو تر څنګ کار وکړي. په ټولنه کې ونډه واخلي، او خپلې ټولنې ته خدمت وکړي، موږ هڅه کوو چې د دوی لپاره شرایط برابر کړو ترڅو دا نجونې له زده کړې څخه پاتې نه‌شي."

ومو غوښتل چې د زده کوونکو او ښوونکو د اندېښنو او د یونسکو د څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم واخلو، خو د دوی د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو مخکې یې ویلي و چې، دوی د ښوونځیو د بیا پرانيستلو لپاره د خپل د مشرتابع حکم ته په تمه دي.

د سواد نړیواله ورځ د ۱۹۶۶ کال د اکتوبر په ۲۶مه نېټه د یونسکو لخوا د د دغه سازمان په ۱۴مه عمومي غونډه کې اعلان شوه.

دا ورځ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۷ کال کې ونمانځل شوه او له هغه راهیسې په ټوله نړۍ کې له تعلیم نه د ملاتړ په موخه نمانځل کېږي.

خو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو لپاره د ښوونځيو تړلو نه يوازې پر هغوى اغېزه کړې، بلکې د لوړو زده کړو پر بهير يې هم اغېز کړى دى.

د یونسکو د راپور پر بنسټ، د طالبانو له دغه اقدام د اغېزو په پایله کې د نجونو محصلینو په زده کړو کې هم د پام وړ کموالی راغلی او یونسکو لیکي، چې دا کمښت تر شپېتو سلنې پورې دی.

XS
SM
MD
LG