د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

لوړو زده کړو وزارت د کانکور نېټه اعلان کړه؛ نجونې په‌کې ګډون کولی شي؟


د کانکور ازموينه
د کانکور ازموينه

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې، په ټول افغانستان کې به د کانکور ازموینه د روان لمریز کال د میزان میاشتې په نیمايي واخیستل شي، خو په دې ازموینه کې يې د نجونو د برخې اخیستنې په اړه څه نه‌دي ویلي.

خو له دولسمو ټولګیو یو شمېر فارغې شوې نجونې وايي، له دې امله اندېښمنې دي چې ښايي په ازموینه کې يې د ګډون مخه ونیول شي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د بشری حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بينیت وایي، په منځنیو او لوړو زده کړو کې د نجونو نشتوالی د اندېښنې وړ دی.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت ویاند احمد تقي تر اوسه د هغو ښځینه محصلینو د ګډون په اړه چې دولسم ټولګي یې بشپړې کړي دي زموږ پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی.

افغان نجونې زده کوونکې
افغان نجونې زده کوونکې

يو شمېر ښځينه زده کوونکې چې له دولسمو ټولګيو څخه فارغې شوي هم وايي، غواړي په دې ازموينه کې برخه واخلي، خو اندېښنه لري چې د طالبانو د حکومت له لوري به د ګډون اجازه ور نه‌کړل شي.

شیلا چې د کابل ښار اوسېدونکې او د ښوونځي له دولسم ټولګي فارغه شوې ده وايي، له اقتصادي ستونزو سره سره له يوه کال راهيسې د کانکور ازموینې لپاره د چمتووالي په موخه زده کړې کوي او غواړي چې د کانکور په ازموينه کې په ګډون سره طب ته بريالۍ شي، خو اندېښنه لري چې دا به یې يوازې يو خوب پاتې شي.

نوموړې وايي: "که زه ازموینې ته لار ومومم، غواړم معالجوي طب ووایم ، زما هیله دا ده چې د یوې نجلۍ په توګه په افغانستان کې خدمت وکړم او ډاکټره شم، خو برعکس که په ازموینه کې شامله نه‌شم، دا به یوازې یو خوب پاتې شي او نه جبرانېدونکی به وي."

یو شمېر دغه زده کوونکې وايي، د طالبانو د حکومت پر څرګندونو او ژمنو باور نه‌لري.

طیبه چې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د پرېکړې له مخې له دولسم ټولګي څخه پرته له دې چې ازموینه ترې واخیستل شي، فارغه شوې.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "له دې وېرېږو، لکه څنګه چې تېر ځل يې ويلي و، چې ښوونځي به پرانيستل شي او ټول خلک کولای شي ښوونځیو ته ولاړ شي، خو نجونو (يعنې له شپږم ټولګي پورته نجونې) خپلو ټولګيو ته د تللو اجازه ور نه‌کړل شوه، موږ لا هم وېرېږو چې د کانکور په ازموينه کې به هم نجونو ته اجازه ور نه‌کړل شي او ټول هغه زحمتونه چې په يو کال کې مو ګاللي ټول حیف شي، موږ هيله لرو چې نجونو ته ازموینه کې د ګډون اجازه ور کړل شي او له دوی څخه ازموینه واخلي."

د دولسم ټولګي فارغې شوې ښځينه زده کوونکې د کانکور په ازموينه کې د نه ګډون په اړه په داسې حال کې اندېښنه څرګندوي، چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت وياند احمد تقی په يوه ويډيويي پیغام کې اعلان کړی چې، میزان په ۱۳، ۱۴مه او ۱۵مه نېټه به په ټول هېواد افغانستان کې د کانکور ازموینې واخیستل شي خو دا یې نه دي ویلي چې نجونې به په دې ازموینه کې د ګډون اجازه ولري که نه؟

د کانکور ازموينې اعلان داسې مهال کېږي چې له تېر څه باندې يو کال راهيسې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړل شوي دي.
د کانکور ازموينې اعلان داسې مهال کېږي چې له تېر څه باندې يو کال راهيسې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ تړل شوي دي.

خو يو شمېر نورې زده کوونکې اندېښمنې دي، چې که اجازه ورکړل شي، نو ایا د خپلې خوښې وړ رشته کې به زده کړې وکړای شي؟

له ۱۲ ټولګي یوه بله فارغه زده کوونکې شبانې ازادي راډیو ته وویل: "زموږ ستونزه د رشتو په ټاکلو کې ده، موږ نه‌شو کولی په هغه رشته کې کار وکړو چې موږ په‌کې زده کړې کړې وي، ځکه طالبان یوازې هغه نجونو ته د کار کولو اجازه ورکوي چې ښوونکې یا ډاکټرانې وي، هغه نجونې چې غواړي حقوق ووایي، سیاستوالې شي، په پارلمان کې کار وکړي، اجازه نه ورکول کېږي او دا منفي اغېزې لري، هغه پوښتنې چې موږ تل له ځانه کوو، دا ده چې که موږ خپله ازموینه ورکړو او بریالۍ شو، ایا دوی به موږ ته اجازه راکړي چې په خپل رشته کې کار وکړو؟"

"هغه نجونې چې غواړي حقوق ووایي، سیاستوالې شي، په پارلمان کې کار وکړي، اجازه نه ورکول کېږي"

ومو غوښتل چې د کانکور په ازموينه کې د ښځينه زده کوونکو د ګډون په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم واخلو، خو د دغه وزارت وياند احمد تقي زموږ پوښتنې ته ځواب نه‌کړې.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموينه چې ټاکل شوې وه د وږي په مياشت کې وشي، وځنډوله.

طالبانو پر افغانستاند واکمنۍ له بیا پیلېدو وروسته له شپږم ټولګيو پورته ښځینه زده کوونکو ته د ښوونځيو د تګ اجازه ور نه‌کړه خو په وار وار یې ویلي چې، دوی په دې اړه د خپل مشرتابه حکم ته په تمه دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیت په خپل یو تازه راپور کې د نجونو د تعلیم له حق څخه د بې برخې کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې، په ټول افغانستان کې شاوخوا ۸۵۰ زره نجونې له زده کړو پاتې کېدو ته اړې شوې دي.

دغه شان په راپور کې زياته شوې، چې په دې شرايطو سره به د نجونو لپاره د لوړو زده کړو زمينه ډېره کمه او په ثانوي زده کړو کې د نجونو له شتون پرته د لوړو زده کړو د دوام امکان ناشونی دی.

XS
SM
MD
LG