د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینه وځنډوله


ارشیف: په غور کې د کانکور ازموینې یو انځور
ارشیف: په غور کې د کانکور ازموینې یو انځور

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی، چې د کانکور ازموینه به د وږي یا سنبلې له میاشتې وروسته واخلي.

سره له دې چې له ۱۴۰۱ تحصیلي کال میاشتې تېرېږي، خو سږ کال د نورو کلونو بر خلاف د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت لخوا د کانکور ازموینه نه ده اخیستل شوې.

د دې وزارت ویاند احمد تقي ازادي راډيو ته په یوه رالېږلي ويډيويي پیغام کې د کانکور ازموینې د اخیستلو دقیق وخت نه دی ښودلی، خو د د ځنډېډو د لاملونو په اړه یې ویلي دي.

هغه وویل: "تاسې ته به معلومات وي چې د کرونا د خپرېدو او په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له وجې د زده کړو بهیر ځنډېدلی و. هغه محصلان چې اوس یې وروستی کال او وروستی سمستر دی، تر اوسه نه دي فارغ شوي او کله چې هغوی فارغ شوي، نويو محصلانو ته به د جذب زمینه برابره شي."

نوموړي زیاته کړې ده، چې د ۱۴۰۱ لمریز کال د کانکور ازموینه به په شفاف ډول د وږي له میاشتې وروسته واخلي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت له دې اعلان وروسته د ۱۲ ټولګیو هغه فارغان چې د کانکور لپاره یې تیاری نیولی دی، د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

معروف چې تېر کال له دولسم ټولګي فارغ شوی دی، ازادي راډيو ته یې وویل: "زه چې له ښوونځي فارغ شوم، د کانکور د تیاري کورسونه مې تعقیب کړل او د کانکور لپاره مې ښه تیاری نیولی خو اوس اندېښمن یم چې د کانکور ازموېنه به واخیستل شي که نه."

دغه راز غفور هم چې تېر کال له دولسم ټولګي فارغ شوی وايي: "په دې هیله چې سږ کال د کانکور ازموینه ورکړم او د خپلې خوښې رشتې ته کامیاب شم. ډېر درس مې ویلی دی خو له بده مرغه چې تر اوسه د کانکور امتحان وانخیستل شوه او باور نه لرم چې له وږي میاشتې وروسته به هم واخیستل شي."

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په کانکور ازموېنه کې د نجونو د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

ارشیف: په کابل کې د کانکور ازموینې انځور
ارشیف: په کابل کې د کانکور ازموینې انځور

د تېر حکومت د لوړو زده کړو یو مقام، چې ویې نه غوښتل په راپور کې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، په تېرو کلونو کې د کانکور ازموېنه د وري په میاشت کې پیلېده او د چنګاښ تر میاشت یې دوام کاوه چې پایلې به یې هم د زمري په میاشت کې اعلانېدې.

خو د طالبانو له واکمنېدو سره د افغانستان تحصیلي او تعلیمي بهیر هم له دې بدله متاثره شوی او له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د تړلو ترڅنګ طالبانو په پوهنتونونو کې د نجونو او هلکانو ټولګي هم بېل کړي دي.

د دې ترڅنګ د پوهنتونونو ډېر استادان بهر ته تللي او یا هم د طالبانو د حکومت له لوري له دندو لرې شوې دي چې له دې امله دولتي پوهنتونونه اوس د استادانو له کمښت سره مخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG