د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

آيا نجونې او مېرمنې به بهرنيو هېوادونو ته زده کړه‌ييزو بورسونو کې پرته له محرم پرېښودل شي؟


د کابل پوهنتون درې محصلانې
د کابل پوهنتون درې محصلانې

د طالبانو له واکمنېدو مخکې یو شمېر افغانانو هر کال د زده کړو بورسیې یا سکالرشيپونه افغان ځوانانو ته ورکول چې نجونو او ښځو هم په کې برخه درلوده.

سږ کال د طالبانو په واکمنۍ کې چې بې له محرمه ښځې سفر نه‌شي کولای، د هغو نجونو او مېرمنو برخلیک به څنګه شي چې غواړي په بهر کې زده کړې وکړي؟

يوه نجلۍ چې نه‌غواړي، نوم یې په راپور کې یاد شي، په نجونو او ښځو د طالبانو له محدودېتونو شکایت کوي.

دا چې په هند کې یې د ماسټرۍ د سکالرشيپ کارونه پای ته په رسېدو دي، اندېښنه لري چې له محرم پرته به څنګه هند ته سفر وکړي!؟

هغه وايي، د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو مخکې یې د خپلې تحصیلې سویې د لوړلو په خاطر د سکالرشيپ غوښتنه کړې وه، اوس چې منل شوې او ډېر کارونه یې مخته تللي، د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ د محرم د نه‌شتون اندېښنه ورسره مله ده.

هغې وويل: "په هرات کې د پاسپورت اخیستل چې اوس د پاسپورت ریاست وېبپاڼه هم خلاصه نه ده، سخت شوي. دویمه خبره دا ده چې ډېر سفارتونه تړل شوي او کنسولي خدماتونه نه وړاندې کوي او درېیمه موضوع دا ده چې مېرمنو ته اوسنی حکومت اجازه نه ورکوي چې یوازې له افغانستانه ووځي او دا حق یې له ښځو اخیستی دی."

طالبانو له واکمنېدو وروسته په یوه فرمان کې ښځې له محرم پرته له سفر کولو محرومې کړې.

يو شمېر معترضې افغان مېرمنې
يو شمېر معترضې افغان مېرمنې

د شاهدانو په وینا په هوايي ډګرونو او سرحدونو کې طالبانو ځینې کسان ټاکلي، چې له محرم پرته د ښځو د سفر مخنیوی وکړي.

د کابل اوسېدونکې هدیه توبا چې تازه یې د پاکستان سکالرشيپ ترلاسه کړی او دې هېواد ته تللې ده، ازادي راډيو ته وویل چې له تورخم بندره تېرېدل یې د ژوند تر ټولو بده خاطره وه.

توبا وايي، پوره ورځ د طالبانو کسانو پوښتنې ترې کولې چې ولې یوازې ځي؟ خو له ډېر ټينګار وروسته د سفر اجازه ورکړل شوه.

نوموړې وويل: "

په ډېرو سختیو له تورخمه واوښتلم چې د ژوند یوه بده خاطره مې ده.

که څه هم هغه وضعيت به مې هيڅکله هېر نه‌شي خو نور نه‌غواړم چې په اړه یې خبرې وکړم. د محرم د مسلې په خاطر له ډېر جنجال سره مخ شوم او په ډې سختۍ له کرښې را واوښتلم."

ځینې نجونې بیا اړې دي چې د تحصیلي سفر په خاطر خپلې کورنۍ هم ګاونډیو هېوادونو ته له ځان سره بوځي.

سونیا احمدي چې تازه یې د ایران په فردوسي پوهنتون کې ماسټري پیل کړې ده، وايي، کورنۍ یې له ځان سره ایران ته راوستې، ځکه د نوموړې په خبره که دوی ورسره نه وای، ناممکنه وه چې خپلو زده کړو ته یې دوام ورکړی وای.

آغلې سونيا وايي: "که د ځمکې یا د هوا له لارې وي، هېڅ مېرمنه د یوازې سفر حق نه‌لري چې دا ډېره لویه ستونزه ده. د طالبانو محدوديتونه لامل شوي چې نه په هېواد کې او نه هم بهر کې نجونې په اسانه زده کړو ته دوام ورکړي. له ښځو سره جنسیتي تبعیض کېږي چې دا مسله افغانستان شا ته بیايي."

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو او امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارتونو په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو او امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارتونو په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

ان د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت په فرمان کې راغلي دي چې ښځې په هېواد کې دننه هم له محرم پرته له ۴۰ کیلو متر ورهاخوا سفر نه‌شي کولای، خو ځينو ښځو ازادي راډیو ته ویلي چې تر دې په لنډو لارو کې هم دا فرمان په ښځو تطبیقېږي.

په داسې حال کې چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغان ځوانانو لپاره د بهرنیو هېوادونو سکالرشيپونه کم شوي، څه موده مخکې د امریکا متحده ایالتونو هم اعلان کړی و چې د افغانستان لپاره یې د فولبراېټ سکالرشيپونه لغوه کړي خو تازه دې هېواد اعلان کړی چې هڅه کوي، د افغان ځوانانو لپاره د فولبراېټ سکالرشيپونه بېرته پیل کړي.

اوس یوازې ګاونډي هېوادونه د افغان ځوانانو لپاره سکالرشيپونه ورکوي خو د ښځو په يوازې سفر محدودېتونو د نجونو لپاره دې هېوادونو ته هم تګ سخت کړی او دوی په ناهیلۍ په بهر کې د زده کړو فرصتونه له لاسه ورکوي.

XS
SM
MD
LG