د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

افغانستان کې د کانکور ازموینې ته د چمتووالي په هدف اپلېکېشن جوړ شو


ارشیف: د افغانستان پوهنتونونو کې د شمولیت په هدف د کانکور ازموینې یو انځور
ارشیف: د افغانستان پوهنتونونو کې د شمولیت په هدف د کانکور ازموینې یو انځور

د "اشیا فاونډيشن" یا اسیا بنسټ چارواکي د یو داسې اپلېکېشن د جوړولو خبره کوي٬ چې د ښوونځیو زده کوونکو ته د کانکور ازموینې د چمتووالي مضمونونه وړاندې کوي.

د اسیا فاونډیشن مسوولان د داسې اپلېکېشن جوړولو خبر ورکوي٬ چې په کور کې د کانکور د ازموینې د چمتووالي لپاره زمینه مساعده کوي.

په افغانستان کې د دې بنسټ مشر عبدالله احمدزي په خپل ټویټر لیکلي٬ "زده کړې ته د افغان نجونو لاسرسی" په نوم اپ په وړیا توګه د زده کوونکو لپاره د کانکور د مضامینو د چمتووالي لپاره د لسم څخه تر دولسم ټولګي پورې د کانکور ازموینې فورمې او ویډیوګانې وړاندې کوي.

هغه دا هم لیکلي٬ چې هر څوک کولی شي دا اپلېکېشن د انډرایډ سیسټم سره په خپلو موبایلونو کې انسټال کړي.

د اسیا بنسټ مسوولان په داسې حال کې د دغه اپلېکېیشن د جوړولو خبر ورکوي٬ چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د خپلې ۱۱ میاشتنۍ واکمنۍ پر مهال له شپږم ټولګي څخه پورته د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي.

د شپږم ټولګي څخه پورته یو شمېر نجونې د دې اپلېکېشن په جوړولو خوښي څرګندوي.

دوی وايي٬ چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو او د طالبانو د حکومت له خوا پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونو ته په کتو دغه ډول اپلېکېشنونه د دوی د علمي لاسته راوړنو په پیاوړتیا کې مرسته کولی شي.

ارشیف: د کابل پوهنتون محصلان
ارشیف: د کابل پوهنتون محصلان

د شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځي زده کوونکې فرحناز په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "دا ډېر ښه کار وشو، ځکه چې زموږ څخه ځینې کمزوري اقتصاد لري او نه شي کولی د امنیت او دې شیانو له امله کورس ته لاړې شي. له همدې لامه دا اپلېکېشن د کانکور ازموینې د چمتووالي لپاره د ځینو زده کوونکو لپاره ډېر ښه دی."

یوه بله زده کوونکې نسترن وایي: "په هېواد کې د همدې شرایطو له امله، ډېری مېرمنو ته اجازه نه ورکول کېږي چې له کوره ووځي او لانجې کوي په دې خاطر چې زده کړه ونه کړي. زما په اند دا اپلېکېشن د همدې مورادو لپاره ښه دی او بل دا چې کورسونو کې چې ښه تدریس کېږي، خو د کانکور د ازموینې د چمتووالي فیس یې لوړ وي. نو له همدې امله هم زه فکر کوم چې دا اپلېکېشن اقتصادي دی."

دغه دوه زده کوونکي چې د یولسم او دولسم ټولګي زده کوونکي دي، اندېښنه لري چې د شته اقتصادي بحران او د انټرنېټ د لوړو لګښتونو له امله به ټول زده کوونکي ونه شي کولى چې له دغه ډول اپلېکېشنونو ګټه واخلي.

اسیا فاونډیشن په داسې حال کې په افغانستان کې د پوهنې د ملاتړ په موخه دا ډول اقدام کړی، چې د طالبانو حکومت له کورني او بهرني اعتراضونو سره سره له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو پرېکړه نه ده بدله کړې.

XS
SM
MD
LG