د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

سوېډن کمېټه د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې پراختيايي پروژې پلې کوي


د افغانستان لپاره د سويډن کمېټه
د افغانستان لپاره د سويډن کمېټه

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه وايي، د افغانستان په څو ولایتونو کې يو شمېر پراختیايي پروژې عملي کوي.

دغه کمېټه وايي، دغه پروژې د روغتیا، کرنې، کلیو پراختیا او پوهنې په برخو کې دي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (UNDP) په مرسته پلې کېدونکي دي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه وايي د افغانستان په نهو ولایتونو کې به د دوی پروژې پر څلورو برخو متمرکزې وي، چې روغتیا، کرنه، کلیو پراختیا او پوهنه ده.

د دې کمېټې د پروګرامونو مرستیال سید محسن هاشمي ازادۍ راډیو ته وویل، دغه پروژې په نورستان، ننګرهار، کونړ، جوزجان، سمنګان، بلخ، میدان وردګ، کندوز او پکتیکا ولایتونو کې عملي کېږي.

نوموړي ويلي: "د پوهنې په برخه کې به ۱۵۰ محلي ټولګي جوړ شي، چې ۱۶۵ نارینه او ښځینه ښوونکو ته به د تدریس او تر ۵۰۰۰ زیاتو زده کوونکو ته به د پوهنې اسانتیا برابره شي. دغه راز په ۵ ولایتونو کې د اوبو د کانالونو بیارغول او زر هکټاره تخریب شوې ځمکه به د دې پروژې تر چتر لاندې په نباتاتو وپوښل شي."

د افغانستان په ختيځ کې د يو کانال پروژه چې مخکې عملي شوې ده.
د افغانستان په ختيځ کې د يو کانال پروژه چې مخکې عملي شوې ده.

په افغانستان کې د سویډن کمېټه چې له څلورو لسیزو راهیسې فعالیت کوي دا مهال د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د څه باندې ۳،۰۰۰ محلي یا کلیوالي ټولګیو ملاتړ کوي چې دغه ټولګي ۷۰۰ کلیوالي ښوونځي تشکیلوي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه، د کرنې په برخه کې به په ۸ ولایتونو کې پر ۱۲۰۰ بېوزلو کروندګرو زراعتي توکي او وسایل ووېشل شي.

ده وویل، په روغتیايي برخه کې به په نورستان کې درې کلنیکونه په اساسي ډول ورغول شي او د بل کلنیک وداني به په معیاري ډول جوړه شي.

د سویډن کمېټې د پروګرامونو مرستیال وايي، د کلیو پراختیا په برخه کې به په ۵ ولایتونو کې د سېلاب د مخنیوي لپاره د پنځو زېربناوو جوړول شامل وي.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیا ټینګولو څه کم یو کال پوره کېږي، په دې موده کې د بیارغونې پروژې هغه ډول په چټکۍ مخ ته نه تللې، لکه پخوا.

XS
SM
MD
LG