افغانستان
د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه له طالبانو د برښنا ستونزې حل غواړي

د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه د طالبانو له حکومت غواړي چې د برښنا په برخه کې د فابریکه لرونکو ستونزې حل کړي.
د دغې ټولنې مشر عبدالجبار صافي نن ازادي راډيو ته وویل، که د فابریکه لرونکو ستونزې د برښنا په برخه کې حل شي دغه چاره کولای شي د صنعت د ودې او دغه شان افغانستان ته د بهرنیو پانګو په جذب کې مرسته وکړي.
د صافي په خبره، په افغانستان کې د برښنا په برخه کې پیل شوې پروژې باید تر منزله ورسېږي څو له فعالیته لویدلې فابریکې بېرته فعاله شي.
د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې له دې وړاندې په افغانستان کې د فابریکو پر وړاندې د برښنا کمښت یوه جدي ستونزه بلل شوې او وخت ناوخت یې د حل کېدو په اړه اندېښنې مطرح شوې وې.
هڅه مو وکړه، په دې اړه د افغانستان له برښنا شرکت سره خبرې وکړو خو په اړیکه ورسره بریالي نه شوو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
له ارزګان پرته نن ټول افغانستان کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین پیل شو

له ارزګان پرته نن د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد یا پولیو واکسین کمپاین پيل شو.
په دغه څلور ورځني کمپاین کې تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پولیو څاڅکي او له شپږو میاشتو نیولې تر پنځه کلنو ماشومانو ته د ویټامین اې ټابلیټ هم ورکول کیږي.
د افغانستان د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسول نیک ولي شا مومن نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل:
" په دې کمپاین کې زمونږ تر هدف لاندې ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو ښکته دي، ۱۱ میلیونه دي. باید یادونه وکړم چې ارزګان کې اوس تازه کمپاین ترسره شوی دی، نو د وخت د نژدې والي له کبله ارزګان کې یوه یا دوه اونۍ وروسته کمپاین ترسره کیږي."
په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین دغه کمپاین داسې مهال پیلیږي< چې سږ میلادي کال په دې هیواد کې د پولیو یا ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې شوي دي.
اوچا: افغانستان کې لوږه د ریکارډ تر کچې رسیدلې، خو زموږ بودیجه کمه شوې او د ژوند ژغورنې مرستې کمیږي

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره، اوچا خبرداری ورکوي چې که د بودیجې د سخت کمښت ستونزه یې هواره نشي، نو به افغانستان کې د ژوند ژغورنې د مرستو اندازه ډیره راکمه کړي او هغه هم داسې مهال چې په دې هیواد کې سخته لوږه د ریکارډ ترکچې رسیدلې.
اوچا پرون یکشنبې په خپله اېکس پاڼه کې د دغه خبرداري ترڅنګ ویلي، چې د روان کال د جنوري نه ترجولای میاشتې پورې په افغانستان کې بشري شریکانو ۲۲،۶ ملیون وګړو ته د خوړو او کرنې په برخه کې مرستې رسولي دي.
د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان، WHO څانګې هم پرون په خپله اېکس پاڼه کې خبرداری ورکړی، چې لازمه بودجه ترلاسه نکړي نو به اته ملیونه افغانان د ژوند ژغورنې له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.
د کډوالو عالي کمېشنري: د کابل یوې کلیوالي سیمې ته مو د بنسټیزو روغتیایي خدمتونو مرکز جوړ کړ

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ، یو ان ایچ سي آر د کابل اړوند یوه کلیوالي سیمه کې د بنسټیزو روغتیایي خدمتونو د یوه مرکز د جوړیدو خبرورکوي.
د دې کمیشنرۍ د افغانستان څانګې پرون یکشنبې په خپله اېکس پاڼه کې ویلي، چې دغه مرکز به چې د کابل د نولسمې ناحیې په شنې ژورې Shna Zhawara کلي کې جوړیږي، ۲۰۰۰ کسانو ته بنسټیز روغتیایي خدمات ترسره کوي.
د دې کلي یوه مشرملک سرور ویلي، د دې کلي خلک به نور مجبورنه وي چې پنځه کیلومتره لاره ووهي ترڅو نژدې روغتون ته ځان ورسوي.
د کډوالو عالي کمیشنیرۍ په یوه جلا پوسټ کې له خپلو ټولو مرستندویانو د دوامداره مرستو په خاطرمننه کړې ده.
د سرې میاشتې ټولنه: د پکتیا سلګونه کونډو سره مو نغذي مرستې وکړې

د افغاني سره میاشتې ټولنه په پکتیا کې له سلګونو کونډو میرمنو سره د نغدو پیسو د مرستې خبر ورکوي.
دې ټولنې پرون یکشنبې په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د پکتيا ولایت په مرکز او ۵ ولسوالیو کې یې ۱۰۰۰ بې سرپرسته کونډو ته د ټولټال اته نیم میلیونه افغانیو نغدي مرستې ویشلې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دې مرستې په ترڅ کې هرې بې سرپرسته کونډې ته ۸۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې د دغه پروګرام په ترڅ کې په ټول هېواد کې له ۲۴۰۰۰ بې سرپرسته کونډو سره نغدي مرستې کوي.
اسیایي سیالۍ؛ د افغانستان د رګبي ملي لوبډله له مخکې تګ څخه پاتې شوه

د اسیا رګبي ادارې د رپوټ له مخې د افغانستان د رګبي اووه کسیزه لوبډله په D ګروپ کې له چین، عربي متحده اماراتو او نيپال سره یوځای ده، چې خپلې دوه سیالۍ یې وبایللې.
دغه سیالۍ چې نن د چین په هانګزو ښار کې ترسره شوې د افغانستان د رګبي لوبډلې د چین پر وړاندې صفر د ۵۲ او د اماراتو پر مقابل کې بیا ۵ د ۳۱ پر وړاندې ماتې وخوړه.
افغانستان بیا خپله درېیمه سیالي له نیپال ۴۱ د صفر په مقابل کې وګټله.
تر یادې بریا وروسته افغان لوبډلې د دې چانس پیدا کړ چې له نهم څخه تر دولسم مقامه پورې ځای ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د رګبي ملي لوبډلې په ۲۰۱۸ کال کې د اندونیزیا په کوربتوب په اسیايي سیالیو کې اماراتو ته ۳۶ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړې وه.
دغه راز د نهم مقام د ترلاسه کولو په موخه یې په یاد کال کې د پاکستان، اندونیزیا او عربي متحده اماراتو ته هم ماتې ورکړې وې او یاد مقام یې ګټلی و.
د چین اسیایي سیالۍ؛ سل افغان لوبغاړي یې په ۱۷ څانګو کې لوبیږي

د چین په اسیايي سیالیو کې، چې پرون رسماً پیل شوې، د افغانستان سل لوبغاړي برخه لري.
د راپورونو له مخې، د افغانستان په لوبغاړو کې ۱۷ ښځې هم شاملې دي چې له هیواده له بهره د هانګژو سیالیو ته معرفي شوي دي.
افغان لوبغاړي، چې د ډېرو پام یې ځان ته اړولی، په ۱۷ څانګو کې لوبېږي.
په دې سیالیو کې د ۴۵ اسیايي هیوادونو ټولټال ۱۲ زره لوبغاړي په ۴۰ بیلابیلو سپورتي څانګو کې ګډون لري.
د خوړو نړیوال پروګرام: د افغان بشري ناورین دروند بار د ښځو او ماشومانو پر اوږو پروت دی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعیت د دوام دروند بار د ښځو او ماشومانو پر اوږو پروت دی.
دغې ادارې نن په خپل اېکس شبکه کې لیکلي، د بودیجې د کموالي له کبله څه باندې یو ملیون میندې او ماشومان د خوارځواکۍ په وړاندې د تغذیې مرسته نه شي ترلاسه کولی.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، روان میلادي کال په افغانستان کې ۲۹ ملیونه او دوه لکه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او نږدې ۸۰ فیصده کورنۍ د ځانونو مړولو لپاره پیسې یا هم خواړه پور کوي، چې له کبله یې ګڼې کورنۍ په پورونو کې ډوبې شوې دي.
افغانستان کې سبا د ګوزڼ پر وړاندې د ماشومانو واکسین پیلیږي

تمه کېږي، سبا دوشنبه د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کمپاین پیل شي.
د پولیو فري افغانستان (Polio Free Afghanistan) په نوم بنسټ په خپل ویبسایټ کې نن خبر ورکړی، چې تر راروانې پنج شنبې به دغه کمپاین له ارزګان ولایت پرته په نورو ولایتونو کې عملي کېږي.
دغه بنسټ چې د ملګرو ملتونو بېلابېلې ادارې یې ملاتړ کوي، له افغان کورنیو غوښتنه کړې خپل هغه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، د ګوزڼ په وړاندې واکسین کړي.
دا چې په ارزګان کې ولې دغه کمپاین نه عملي کېږي، وضاحت نه دی ورکړل شوی.
په دې تازه کمپاین کې ماشومانو ته A ویټامین هم ورکول کېږي.
روان میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې شوي، چې ټولې په ننګرهار ولایت کې دي.
د توبرکلوز پر ضد د امریکا ۲۳ میلیونه ډالره مرسته؛ افغانستان هم ترې برخمنیږي

متحدو ایالاتو د افغانستان په ګډون په نړۍ کې د توبرکلوز یا نري رنځ ناروغۍ پرضد د مبارزې لپاره ۲۳ میلیون ډالره مرسته اعلان کړې ده.
د ملګروملتونو د خبري ویبپاڼې ریلیف وېب د راپور له مخې، دا مرسته د نړۍ په کچه د نري رنځ د ناروغۍ پرضد د مبارزې په هدف شوې ده.
سرچینه زیاتوي، دا مرسته د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې یا USAIDله لارې ترسره کېږي چې ۸،۵ میلیون ډالر به یې په افغانستان، اوکراین او میانمار کې چې له ډېر ګواښ سره مخامخ دي د توبرکلوز د مخنیوي پر چاره ولګول شي.
په تېرو دوو کلونو کې د نړیوالو د مرستو له کمېدو وروسته، په افغانستان کې روغتیايي خدمات هم محدود شوي دي او د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که له دې سازمان سره سمدستي مالي مرسته ونه شي نو ښايي اته میلیون افغانان له روغتیايي خدماتو بې برخې شي.
وړاندوینه؛ نن د افغانستان پر ۱۱ ولایتونو باران کیږي او سېلونه راوځي

د هوا پېژندنې د ادارو د اټکل له مخې، نن هم د هېواد په یوولسو ولایتونو کې د سختو ورښتونو او د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت راپور ورکړی چې په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا خوست، لوګر او کابل ولایتونو کې نن د درنو ورښتونو او سختو بادونو اټکل کېږي او په ځینو سیمو کې د سېلابونو د راوتلو احتمال هم شته.
د سږني کال له دوبي راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې درانه ورښتونه د سختو سېلابونو د راوتلو باعث شول چې مالي او انساني تلفات یې هم لرل.