د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

بينيټ: افغانستان کې دې د نجونو ښوونځي سملاسي پرانيستل شي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارډ بنېټ ویلي چې، د نجونو ښوونځي باید سمدستي پرانیستل شي.

بينيټ پرون له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو د تړل کېدو د یو کلنۍ په مناسبت په یوه ټوېټ کې دا خبره کړې ده.

د طالبانو د بندیز په اساس شاوخوا یو نیم میلیون نجونې له زده کړو محرومې دي.

طالب چارواکي لا هم د نجونو د ښوونځیو په تړاو چوپه خوله دي.

ریچارډ بنېټ وايي: "بس دی! یوه بله ورځ هم باید ښوونځي نه وي تړلي."

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ښاغلي بينيټ په خپل ټوېټري بیان کې زیاته کړې چې ښوونځي باید د ټولو ماشومانو په مخ پرانیستي وي.

هغه په افغانستان کې نجونو او هلکانو ته د مساوي زده کړو د حق د ورکړې غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بنېټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارډ بنېټ

پرون له هغه وخته چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د طالبانو له خوا تړل شوي یو کال پوره شو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش هم په یوه پيغام کې ویلي و چې، په تېر یو کال کې د افغان نجونو د زده کړو له لاسه تللی فرصت به بېرته جبران نه شي.

" ښځو سره د طالبانو له دښمنۍ پرته نور څه دلیل لرلی شي؟ ولې طالبان له تعلیمه وېره لري؟"

د تېر جمهوري نظام پر مهال د بشري حقونو د کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر په خپل ټوېټر لیکلي: "یو کال کېږي چې طالبانو د نجونو د متوسطې او لېسې ښوونځیو مخه نیولې. ولې؟ دا بې عدالتي چې په نړۍ کې یې ساری نه‌شته له نیمې نړۍ یعنې ښځو سره د طالبانو له دښمنۍ پرته نور څه دلیل لرلی شي؟ ولې طالبان له تعلیمه وېره لري؟"

د تېر جمهوري نظام پر مهال د پوهنې وزارت ویاند کبیر حقمل د هغو نجونو د شمېر په اړه ازادي راډيو ته وویل چې اوس د طالبانو له‌خوا له ښوونځیو محرومې ګرځول شوي.

ښاغلی حقمل وايي: "له یو نیم میلیونو ډېرې هغه راجستر شوې نجونې چې پخوا په متوسطه او لېسه ښوونځیو کې وې هغوی له زده کړو محرومې دي. له دې په لوړه کچه هغه نجونې چې پخوا زده کړو ته نه تلې هغه له زده کړو محرومې دي چې په دې ډول سره ویلی شوي چې زموږ میلیونونه خویندې ښوونځيو ته نه ځي او په کورونو ناستې دي."

د نجونو د ښوونځيو د بيا پرانيستلو په اړه پر کور دننه او نړيواله کچه ډېرې غوښتنې وشوې خو لا هم ښوونځي تړل شوي دي.
د نجونو د ښوونځيو د بيا پرانيستلو په اړه پر کور دننه او نړيواله کچه ډېرې غوښتنې وشوې خو لا هم ښوونځي تړل شوي دي.

د لوګر اوسېدونکې او د یوولسم ټولګي زده کوونکې امنه یوه له هغو میلیونو نجونو ده چې طالبانو یې ښوونځی ور تړلی.

نوموړې وايي: "موږ یې ټول مایوسه کړې یو. هیله کوم چې دوی «طالبان» د نجونو ښوونځي بېرته پرانېزي. زده کړې زموږ اسلامي حق دی، باید زموږ دا حق راکړل شي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبه د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو د یو کلنۍ په مناسبت د ازادي راډیو پوښتنې بې ځوابه پرې‌ښودې خو مخکې طالب چارواکو له هغې ډلې د دوی د پوهنې سرپرست وزیر نورالله منیر د ښوونځیو د تړلو مسله په خلکو تړلې وه او ویل یې چې خلک نه غواړي خپلې ځوانې لوڼې ښوونځیو ته واستوي.

د دې خبرو په غبرګون ګڼ خلک او سپين ږیري په لاریون ووتل او ویل یې چې دوی غواړي ښوونځي یې پرانیستل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG