د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

یونېسف: د هر افغان هلک او نجلۍ د زده کړو ملاتړ ته دوام ورکوو


تېره اوونۍ پکتیا کې افغان نجونو زده کوونکو د ښوونځیو بېرته تړل کېدو په غبرګون لاریون وکړ.
تېره اوونۍ پکتیا کې افغان نجونو زده کوونکو د ښوونځیو بېرته تړل کېدو په غبرګون لاریون وکړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونېسف چارواکي وایي، دوی د هر افغان ماشوم نجلۍ او هلک د زده کړو ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یا یونېسف چارواکي ټینګار کوي چې د هر افغان ماشوم نجلۍ او هلک د زده کړو ملاتړ ته به دوام ورکوي.

په افغانستان کې د یونېسف مشر محمد ایویا په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "موږ د نجونو په ګډون د هر ماشوم د زده کړې ملاتړ کوو. موږ به تر هغه وخته تسلیم نه شو چې په افغانستان کې هر هلک او نجلۍ په ښوونځي کې وي او زده کړه وکړي. دا د دوی حق دی او دا په راتلونکي کې د سولې او سوکالۍ لاره ده."

“موږ مو خویندو او لوڼو ته د ښوونځیو د تلو اجازه ورکوو. موږ د ښوونځیو پرانیستل غواړو” دا هغه شعارونه دي چې د قلم لار ټولنې په مشرۍ په یو شمېر جنوبي ولایتونو کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په هدف د کمپاینونو د ګډونوالو له خوا ورکول کېږي.

د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا ازادي راډیو ته وویل، چې دوی دا کمپاینونه د اوس لپاره په ۱۴ ولایتونو ځکه بیا پیل کړي، چې د پکتیا ولایت په ګډون په ټول افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله د هغه ګرځنډه ښوونځي او کتابوتون مخته ولاړ دی چې د تېرې مې میلاشت کې جوړ شوی.
د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله د هغه ګرځنډه ښوونځي او کتابوتون مخته ولاړ دی چې د تېرې مې میلاشت کې جوړ شوی.

ویسا وویل: "زه هیله لرم چې دا ځل به ښه نتیجه تر لاسه کړو، ځکه دا ځل کمپاینونو ته زیات شمېر خلک راوځي. موږ لا هم له خلکو سره پر همدې غږېږو چې لا منظم او منجسم شو. که چېرې دا ځل ښوونځي خلاص نه شول، په لویو اعتراضونو او لاریونونو به لاس پورې کړو څو له ۶ تر ۱۲ د نجونو ښوونځي په ټول افغانستان کې پرانیستل شي او موږ خپل اسلامي او انساني حق تر لاسه کړو."

د دې کمپاینونو په تازه خپرېدو شویو ویډیوګانوچې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوي او قلم لار ټولنه یې تاییدیوي، چې تازه ثبت شوې ویډیو ګانې دي، د عامو خلکو، سپین ږیرو او ځوانانو ګڼه ګوڼه زیاته ښکاري چې ټول په یو خوله د نجونو د ښوونځیو غوښتنه کوي.

د دې کمپاین یو ګډون کوونکی چې د کندهار د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکی دی او نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "زه د یو پلار په صفت غواړم چې په خپلو لوڼو تعلیم وکړم. له طالبانو غواړم چې نجونو ته د لوړو ټولګیو د زده کړو اجازه ورکړي دا یوازې زما نه بلکې د ټول ولس غوښتنه ده، لکه څنګه چې زوی د تعلیم حق لري لوڼې مو هم دا حق لري."

دغو کمپاینونه او پر خواله رسنیو د خلکو غبرګونونه وروسته له هغه زیات شول چې تېره اونۍ، په پکتیا ولایت کې عامو خلکو د نجونو څو ښوونځي پرانیستل خو د روانې اونۍ د یکشنې په ورځ د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په لارښوونه بېرته هغه ښوونځي وتړل شول.

همدارنګه د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت سرپرست ارزګان ولایت ته سفر په ترڅ وویل، چې په ځینو لرې پرتو سیمو کې خلک نه غواړي چې ۱۶ کلنې لوڼې یې ښوونځیو ته لاړې شي_ هغه څرګندونې چې د ګڼو افغانانو غبرګونونه یې راوپارول.

د نجونو ښوونځیو بندېدو په اړه د طالب چارواکي وضاحت
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:47 0:00

د یادونې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ له یو کال زیاته موده تېرېږي، او په دې ټوله موده کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو دروازې تړل شوې دي.

XS
SM
MD
LG