د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

په افغاني ټولنه کې رښتيا هم د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې حساسيتونه شته؟


ارشيف
ارشيف

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر مولوي نورالله منیر یو ځل بیا ټولنیز حساسیتونه په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو په وړاندې یو مهم خنډ وباله.

نوموړي دا خبره پرون یکشنبې په ارزګان کې د یوې غونډې پر مهال وروسته له هغې وکړه چې د پکتیا په مرکز ګردېز او د دې ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د نجونو یو شمېر منځني ښوونځي او لېسې له څو ورځو پرانيستلو وروسته بېرته وتړل شول.

نوریاس نوري په دې اړه د ښوونې د چارو له شنونکي او په تېر حکومت کې د پوهنې له مرستیال وزیر محمد صدیق پتمن سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې ایا په رښتیا هم په افغاني ټولنه کې د نجونو د زده‌کړو په وړاندې حساسیتونه شته؟

د ښاغلي صديق پتمن مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:49 0:00
XS
SM
MD
LG