د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۵

يو شمېر افغان ښوونکو د طالبانو د پوهنې د سرپرست وزير څرګندونې 'نا مسؤلانه' وبللې


يو افغان ښوونکی ټولګي کې د تدريس پر مهال - ارشيف
يو افغان ښوونکی ټولګي کې د تدريس پر مهال - ارشيف

یو شمېر افغان ښوونکي د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د سرپرست نورالله منیر وروستۍ څرګندونې غیر مسؤلانه بولي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې د سرپرست وزیر نورالله منیر وروستۍ څرګندونې چې ویلي دي: " که ښوونکي د معاشونو په اوسنۍ اندازه خوشحاله نه وي لاړ دي شي بله دنده دې پیل کړي." له غبرګونونو سره مخ شوې دي.

په بېلابېلو ولایتونو کې د یو شمېر ښوونځيو ښوونکي وايي، د پوهنې سرپرست وزير باید د دغه ډول څرګندونو پر ځای په روانو ناوړه حالاتو کې د ښوونکو ملاتړ وکړي.

د پلازمېنې کابل په یو دولتي ښوونځي کې ښوونکی چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې په راپور کې نوم یاد شي ازادي راډيو ته وویل: "د پوهنې د سرپرست وزیر دا څرګندونې چې وايي ښوونکي دې دندې پرېږدي او بل کار دې پیل کړي غیر مسؤلانه دي، دوی باید په اوسنیو شرایطو کې زموږ ملاتړ وکړي."

"دغه ډول څرګندونې چې هیچا ښوونکي په زور نه‌دي اړ کړي چې دنده وکړي د وزارت له مقام سره نه ښايي"

یو بله ښوونکې چې دا هم د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم يې خپور شي وايي، د وزارت د مقام سره دغه ډول څرګندونې نه ښايي.

نوموړې وايي: "موږ هم وایو چې ښوونکي باید مسؤلیت منونکي و اوسي، خو دغه ډول څرګندونې چې هیچا ښوونکي په زور نه‌دي اړ کړي چې دنده وکړي د وزارت له مقام سره نه ښايي، موږ زده کړې کړي، دا مو حق دی چې باید ښوونکي و اوسو."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې یوې غونډې ته وویل، چې ښوونکي باید مسؤلیت منونکي و اوسي او هغوى چې اوسني معاشونه ورته کم ښکاري دندې دې پرېږدي.

نوموړي وويل: "یو ښوونکي دا نه‌شي ویلی چې زه د دې په خاطر کار کم کوم چې معاش مې کم دی او زما د کورنۍ لپاره بسنه نه‌کوي، دا که یوه افغانۍ هم وي په خپله خوښه دې منلې ده او يو چا سره دې پرې عقد کړی دی، که پرې نه يې خوشحاله دنده پرېږده لاړ شه بل کار وکه."

د طالبانو د پوهنې وزير مولوي نورالله منير
د طالبانو د پوهنې وزير مولوي نورالله منير

نوموړي په دې غونډه کې دا هم ویلي، چې ښوونکو په خپله خوښه د معلمۍ دندې پیل کړي د طالبانو حکومت په زور په دې دندو نه‌دي ګمارلي.

د یو شمېر ښوونکو په خبره د تېر جمهوري نظام پر مهال یو لېسانس ښوونکي ته د میاشتنی نږدې ۱۲۰۰۰ افغانۍ معاش ورکول کېده خو د طالبانو له راتګ وروسته د دوى معاش نږدې اته زره افغانیو ته راښکته کړل شو.

دا په داسې حال کې ده چې په نړیواله کچه د خوراکي او غیر خوراکي موادو په بیو کې یو په دوه لوړوالی راغلی دی.

ګڼ ښوونکي وايي چې په دې پیسو د خپلې کورنۍ نفقه نه‌شي برابرولی.

دوی غوښتنه کوي چې د پوهنې وزارت دې د دغه ډول څرګندونو پر ځای روانو ستونزو ته حل لارې ولټوي.

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسي چې څه د پاسه یو کال پرې تېریږي لا هم د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

XS
SM
MD
LG