د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

د الياس داعي د وژنې دويم تلين؛ د بې پولې خبريالانو سازمان يې د قضيې د پلټلو غوښتنه کوي


هلمند کې د ازادي راډيو وژل شوی خبريال الياس داعي
هلمند کې د ازادي راډيو وژل شوی خبريال الياس داعي

په هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي له وژل کېدو دوه کاله تېر شول، لا یې د وژنې قضیه بې‌برخلیکه پاتې ده.

داعي د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۱۲مه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ده پر موټر پسې د وصل شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د هغه مهال حکومت د الیاس داعي وژل د طالبانو کار وباله، خو طالبان دا پېښه رد کړه.

د ۱۳۹۹ کال د لیندۍ په ۲۰مه د هغه مهال حکومت د کورنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې خبر ورکړ چې یو تن طالب چې په مستقيم ډول يې په هلمند کې د الياس داعي په قتل کې لاس درلود، نیولی او دې کس په خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

خو د دې خبر وروسته، د الیاس داعي د قاتل هویت او د قتل د قضیې څرنګوالی تر ننه بې‌برخلیکه پاتې دی.

نن چې د نومبر دوولسمه او د الیاس داعي د قتل دویم تلین دی، د هغه وژنې ته په اشارې د بې‌پولي خبریالانو د غیر دولتي سازمان ویانده پولین ادس مول وايي، د دې ټکان ورکوونکې قضیې څېړنه باید نیمګړې پاتې نه‌شي.

الياس داعي
الياس داعي

هغې ازادي راډیو سره یوې ځانګړې مرکه کې وویل: "د دې وژنې په اړه د بې‌پولې خبریالانو ټولنې دریځ ثابت دی. زموږ رول دا دی چې د معافیت او د ژورنالېستانو پر وړاندې د تر سره شوي تېري پر ضد مبارزه وکړو. دا ټکان ورکوونکې قضیه باید نیمګړې پاتې نه‌شي او نه تکرار شي، تر ټولو مهمه دا چې دا قضیه په بشپړ ډول وڅېړل شي که معافیت ته دوام ورکړل شي، نور ژورنالېسټان به هم په نښه او ووژل شي."

دا ټکان ورکوونکې قضیه باید نیمګړې پاتې نه‌شي او نه تکرار شي"

د بې‌پولي خبریالانو سازمان ویانده اوس‌مهال په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ په اړه وايي، فکر نه‌کوي چې اوس په دې هېواد کې رسنۍ ازادي ولري، ځکه د دې له قوله، د طالبانو له راتګ وروسته، خبریالان په ازاد ډول لیکل نه‌شي کولای او خورا ډېر محدودیتونه پرې لګول شوي دي.

پولین ادس مول زیاتوي، د بې‌پولې خبریالانو سازمان نوی راپور ښيي چې د افغانستان په یوولسو ولایتونو کې هیڅ ښځینه خبریاله نه‌شته او تر خوا یې وضعیت تر دې کچې خراب شوی چې خبریالان نیول کېږي او نا معلوم ځای ته لېږدول کېږي.

الياس داعي
الياس داعي

د الیاس داعي په وژنه کې مو د طالبانو د ښکېلتیا، د دې قضیې د څېړنې او ترڅنګ یې په افغانستان کې د خبریالانو د وضعیت او د پولي خبریالانو د راپور په اړه د طالبانو ویاند وپوښت، خو ځواب یې را نه‌کړ.

خو د الیاس داعي ورور مجتبی محمدي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، که طالبان وغواړي د الیاس داعي قاتلین پیدا کولای شي.

نوموړي وويل: "که دوی وغواړي اوس خو یې بیخي کولای شي. مهمه مسله دا ده چې غوښتل مهم دي، خو دا هغه مهال چې دا قاتلین د دوی په منځ کې نه‌وي. د دوی د لاس خلک نه‌وي. دا هغه مسایل دي چې شکونه پیدا کوي."

"موږ او تاسې ولیدل چې ژورنالېستان په میاشتو میاشتو په بندخونو کې بند پاتې شول او لا هم ځینې بندیان دي.

هاخوا ازاد خبریال ضمیر ساپی د الیاس داعي د وژنې قضیې او د خبریالانو اوسني وضعیت ته په کتو وايي، اوس‌ مهال په افغانستان کې د ژورنالېستانو د خوندیتوب هیڅ تضمین نه‌شته.

ښاغلی ساپی وايي: "موږ او تاسې ولیدل چې ژورنالېستان په میاشتو میاشتو په بندخونو کې بند پاتې شول او لا هم ځینې بندیان دي. د پخوانیو خبریالانو د قتل دوسیو ته رسېدنه نه‌ده شوې چې ښې بېلګې یې د الیاس داعي، یما سیاووش، مینه منګل او نعمت روان دي چې د قتل دوسیو ته رسېدنه نه‌ده شوې."

الياس داعي
الياس داعي

له رسنیو او خبریالانو ملاتړي بنسټونه بیا نیوکه کوي چې د الیاس داعي د قتل د قضیې په ګډون د ډېرو خبریالانو د وژنې دوسیې بې‌برخلیکه پاتې دي.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ یا نۍ مسوول ظریف کریمي وايي: "له حکومت او نړیوالې ټولنې مو غوښتي چې څو د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي، د خبریالانو د قتل قضیې وڅېړل شي او هغه کسان چې په دې پېښو کې لاس لري، باید ونیول شي، څو عدالت تامین شي."

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له‌خوا افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره خورا بده سیمه ګڼل کېږي چېرې چې د دې کمېټې له قوله، اوسني وخت کې خبریالان تر سخت فشار لاندې دي او نه‌شي کولای خپل کار په خپلواکه توګه مخ‌ته یوسي.

XS
SM
MD
LG