د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۲

افغانستان

لښکرګاه ښار کې د محمد الیاس داعي په نوم د څلورلارې رغنیزې چارې پیل شوې

د محمد الیاس داعي په نوم د جوړېدونکې څلورلارې ډیزاین
د محمد الیاس داعي په نوم د جوړېدونکې څلورلارې ډیزاین

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي په نوم د یوې څلورلارې رغنیزې چارې پیل شوې.

د هلمند د ولایت له مطبوعاتي دفتره نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د شهید الیاس داعي په نوم د څلورلارې د څلي د جوړولو چارې د هلمند د والي جنرال عبدالنبي الهام له لوري د خښتې په ايښودو سره پیل شوې.

د خبرپاڼې له مخې دغه څلورلارې او څلی یې د لښکرګاه د ښاروال انجنير عصمت‌الله صمدي په لارښوونه د خپلواکۍ څلورلاري جنوب لور ته د الياس داعي کور ته څېرمه جوړېږي.

د دغې څلورلارې رغنیزې چارې به د ۷۰۰ زره افغانيو په لګښت په پنځو میاشتو کې بشپړې شي.

چارواکو ویلي دغه څلورلارې د الياس داعي د ياد ساتلو په هدف جوړوي.

د هلمند والي عبدالنبي الهام په دې مراسمو کې وویل چې ژورنالېستان د ټولنې سترګې او واقعي مدافعين دي چې په هر ډول شرایطو کي د خپلو خلګو ترڅنګ پاته شوي او په دې برخه کي هېڅ زور او فشار ته نه‌دي تسليم شوي. د هغه په وینا د هلمند ولايتي اداره هم د بیان او رسنیو ازادي ته ژمنه ده.

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د تېر ۱۳۹۹ کال د لړم په ۲۲مه په لښکرګاه ښار کې د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو. تر اوسه د هغه د وژلو مسؤلیت چا یا کومې ډلې نه‌دی اخیستی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پروان کې د يوې چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او شپږ ټپيان دي

په پروان کې یوې چاودنې ۲ کسان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

په پروان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند فضل الرحیم مسکین یار په یوه اعلامیه کې ویلي چې، چاودنه په یوه کباړ اوسپنه کې د ماین له امله وه.

مړه او ټپیان ټول ملکیان دي او د کباړ اوسپنې به یې ټولولې.

په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان لپاره د روسیې سفیر: د روسيې او افغانستان ترمنځ سوداګري ډېره شوې

د افغانستان لپاره د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف
د افغانستان لپاره د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف

د افغانستان لپاره د روسیې سفیر وایي، د روسیې او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري څو چنده شوې ده.

دیمیتري ژیرنوف Dmitry Zhirnov د روسیې له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د تېلو د تولید په برخه کې د مسکو او کابل ترمنځ همکاري له مخکې پیل شوې او هغه مخ په پراخېدو ده.

د راپور له‌مخې نوموړي دا څرګندونې د طالب چارواکو د هغو څرګندونو په غبرګون کې وکړې چې ویلي یې دي، نیت لري د خوړو د خوندیتوب او د تېلو د تولید په برخه کې له روسیې سره همکارۍ ته پراختیا ورکړي.

په کابل کې د روسیې سفیر وویل، دوه اړخیزه سوداګري اوس څو برابره زیاته شوې او هغه هم تر ډېره په‌دې خاطر چې روسیې افغانستان ته د غنمو، اوړو، غوړیو او د موټرو د تېلو په ګډون د ځینو توکو صادرات زیات کړي دي.

د روسیې سفیرهمدارنګه وویل، د افغانستان کام آیرخصوصي هوایي شرکت لېوالتیا ښودلې چې له کابل څخه مسکو ته مستقیمې الوتنې پیل کړي او زیاته یې کړه چې د اړتیا په صورت کې به روسیه ورسره مرسته وکړي.

د ښاغلي ژیرنوف په وینا روسیه یو له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې، د افغانستان د آریانا هوایي شرکت ته یې اجازه ورکړې چې په اوونۍ کې یو وار د مسکو او کابل ترمنځ الوتنې وکړي.

د طالبانو حکومت: په تېرو درې ورځو کې له ۴زره ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي

يو شمېر راستانه شوي افغان کډوال
يو شمېر راستانه شوي افغان کډوال

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دریو ورځو کې له پاکستان او ایران څخه ۴ زره ۲۳۳ تنه کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت نن (شنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د دغو راستنو شویو کډوالو په منځ کې ۷۲۹ تنه له پاکستان او ۳ زره ۵۰۴ تنه له ایرانه ایستل شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس دا کډوال د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او په نیمروز ولایت کې د ورېښم پُل له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.

ایران او پاکستان د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی او تقریباً هره ورځ له دواړو هېوادونو سلګونه کډوال ایستل کېږي.

ژیرنوف: د روسیې او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري څو چنده زیاته شوې

د افغانستان لپاره د روسیې سفیر وایي چې د روسیې او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري څوچنده زیاته شوې ده.

دیمیتري ژیرنوف د روسیې له تاس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې د تېلو د تولید په برخه کې د مسکو او کابل ترمنځ همکاري له مخکې پیل شوې او هغه مخ په پراخېدو ده.

د راپور له مخې نوموړي دغه څرګندونې د افغان چارواکو د هغو وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وکړې چې ویلي یې دي، نیت لري د خوړو د خوندیتوب او د تېلو د تولید په برخه کې له روسیې سره همکارۍ ته پراختیا ورکړي.

په کابل کې د روسیې سفیر وویل، دوه اړخیزه سوداګري اوس څو چنده زیاته شوې او هغه هم تر ډېره بریده په دې خاطر چې روسیې افغانستان ته د غنمو، اوړو او غوړیو او د موټرو د تېلو په ګډون د ځینو توکو صادرات زیات کړي دي.

د روسیې سفیر همدارنګه وویل چې د افغانستان کام ایر خصوصي هوایي شرکت لېوالتیا ښودلې چې له کابل څخه مسکو ته مستقیمې الوتنې پیل کړي او زیاته یې کړه چې د اړتیا په صورت کې به روسیه ورسره مرسته وکړي.

د ژیرنوف په وینا، روسیه یو له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې د افغانستان د آریانا هوایي شرکت ته یې اجازه ورکړې چې په اوونۍ کې یو وار د مسکو او کابل ترمنځ الوتنې وکړي.

ټیکا د هرات حوزوي روغتون د سرطان څانګې ته ۴۰ روغتیايي وسایل او تجهیزات ورکړل

د هرات د روغتون یوه څنډه
د هرات د روغتون یوه څنډه

د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې یا ټیکا (TİKA) د ۵۵زره ډالرو په ارزښت د هرات د حوزوي روغتون د سرطان څانګې ته ۴۰ روغتیايي وسایل او تجهیزات ورکړل.

د ټيکا مسوولان وايي، دوی د دغه روغتون د سرطان له څانګې سره د ۴۰ طبي وسایلو ترڅنګ د یوه اندازه درملو مرسته هم کړې ده.

افغانستان د سرطاني ناروغیو په درملنه کې د وسایلو او درملو د کموالي له کبله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی او د سرطان په ناروغۍ اکثره اخته کسان د درملنې لپاره ګاونډیو هیوادونو ته ځي.

د هرات په حوزوي روغتون کې د سرطان د تشخیص او درملنې څانګه له څه باندې څلورو کلونو راهیسې فعاله ده.

د دغه روغتون د مسوولانو په وینا، په تېرو څلورو کلونو کې هلته د سرطان ۲۳۰۰ ناروغان تشخیص او تداوي شوي دي.

چین په تورخم کې له پاکستانه راستنو شویو کډوالو او بې‌ځایه شویو ته مرسته لېږلې

په تورخم کې د افغان کډوالو د کمپ یوه څنډه
په تورخم کې د افغان کډوالو د کمپ یوه څنډه

چین په تورخم کې د کډوالو په یوه موقتي کمپ کې له پاکستان څخه راستنو شویو کډوالو او بې ځایه شویو ته مرسته لېږلې ده.

په مرستو کې ۸ امبولانسونه، د اوبو ټانکرونه، پیک‌اپ موټرونه او همداراز خیمې شاملې دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون د سرطان ٢٩مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې چين دغه مرستې په عمري موقت کمپ کې چارواکو ته سپارلي دي.

عمري کمپ یو له هغو کمپونو څخه دی چې له پاکستان څخه راستانه شوي کډوال او کورني بې‌ځایه شوي کسان په‌کې مېشت دي.

دغه کمپ په ننګرهار کې د سېلابونو، سختو بارانونو او وروستیو توپانونو له امله سخت زیانمن شوی دی.

په سرپل کې ۷ شیعه‌ ماتم کوونکي ټپیان شوي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د سرپل ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د سرپل ولایت موقعیت

په سرپل ولایت کې پرون جمعه یوه نامعلوم کس د شیعه‌ګانو د ماتم د مراسمو لور ته لاسي بم غورځولی چې په نتیجه کې یې ۷ تنه ټپیان شوي دي.

د طالبانو د سرپل د والي ویندوی مولوي حسیب‌الله مسرور سیمه‌ییزو رسنیو ته وویل چې دا پېښه پرون تر غرمې مخکې د سرپل په توحیداباد سیمه کې شوې ده.

ده همداراز ویلي چې د ټپیانو وضعیت د ډاډ وړ دی او هېڅ یو له جدي خطر سره مخامخ نه دی.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې اووه تنه حسيني عزاداران ټپيان شوي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې داعش له یو کال راهیسي د سږنۍ عاشورا د مراسمو د ناامنه کولو لپاره دسیسې جوړې کړې وې، خو د دوی امنیتي ځواکونو په ټول افغانستان کې هغه شنډې کړې او د عاشورا مراسم په امن کې ترسره شول.

هرات کې په یوه ترافیکي پېښه کې شپږ تنه مړه شوي او يو تن ټپي دی

د ترافيکي پېښې يو انځور - ارشيف
د ترافيکي پېښې يو انځور - ارشيف

په هرات کې په یوه ترافیکي پېښه کې شپږ تنه مړه شوي او يو تن ټپي شوی دی.

د راپورونو له‌مخې دا پېښه تېره شپه د هرات – اسلام‌قلعه د لویې لارې په اوږدو کې هغه مهال شوې چې یوه کرولا ډوله موټر له یوه بار وړونکي موټرسره ټکر کړی دی.

د دې ترافیکي پېښې اصلي لامل تر اوسه نه‌دی څرګند.

تر دې مخکې په بغلان ولایت کې د سه‌شنبې په ورځ د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو په پېښه کې اولس تنه مړه او ۳۴ تنه ټپیان شوي و.

په افغانستان کې د موټرچلونکو بې‌احتیاطي، د ترافیکي اصولو نه رعایت او د لارو خرابوالی د ترافیکي پېښو مهم لاملونه بلل کېږي.

په کونړ کې د ډیورنډ پر کرښه د پاکستانیو ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کونړ ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د کونړ ولایت موقعیت

د راپورونو له مخې تېره شپه په کونړ کې د ډیورنډ پر کرښه د پاکستانیو ځواکونو او د طالبانو د حکومت د ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

په سیمه کې یوې امنیتي سرچینې د خپل نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته دا نښته تایید کړه او ویې ویل چې لومړی پاکستانیو ځواکونو د دانګام ولسوالۍ په وړې ګوریکا باندې د توپونو ډزې وکړې چې وروسته دوی هم د پاکستانیو پوځیانو نژدې پوستې په نښه کړې.

د سرچېنې په وینا، دغو نښتو دوه ساعته دوام وکړ او دوی ته کوم زیان نه‌دی رسېدلی.

پاکستان تراوسه په دې سیمه کې د تېرې شپې د نښتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د ډیورنډ په کرښه د دواړو لورو ترمنځ دا نښته داسې مهال کېږي چې اسلام آباد روانه اوونۍ د خیبرپښتونخوا ایالت په بنو کې د وروستي خونړي برید په تړاو په اسلام آباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت مرستیال د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ او ترې وغوښتل څو حکومت یې باید د حافظ ګل بهارد ډلې پر وړاندې چې د بنو د حملو مسووله بلل شوې او د اسلام ِآباد په وینا په افغانستان کې مېشته ده، جدي اقدام وکړي.

په اسلام آباد کې د طالبانو د حکومت سفیر سردار احمد شکېب بي‌بي‌سي ته ویلي چې دوی پاکستاني چارواکو ته ویلي چې د پاکستان په نورو برخو کې هم بریدونه کېږي، خو مانا یې دا نه ده چې بریدګر دې په افغانستان کې اوسېږي.

د نوموړي په وینا، پاکستاني لوري ته یې یوځل بیا د افغانستان پر دې دریځ چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې له خاورې یې د نورو پر ضد کار واخلي، ټینګار کړی دی.

د "اې‌سي‌ایف" د ۱۵ میاشتو په مخه له ټولو سپورټي فعالیتونو منع شوی

عکس تزییني بڼه لري.
عکس تزییني بڼه لري.

د بایسکل ځغلونې نړیوالې ټولنې د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون یا اې‌سي‌ایف (ACF) مشر فضل احمد فضلي د ۱۵ میاشتو په مخه له ټولو سپورتي فعالیتونو منع کړی دی.

د بایسکل ځغلونې نړیوالې ټولنې اخلاقي کمېسیون پرون د جولای ۱۸مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې فضلي د ګواښونکو او سپکوونکو پیغامونو په استولو سره له خپلو صلاحیتونو ناوړه استفاده کړې ده.

دغه راز ویل شوي چې فضل احمد فضلي په ۲۰۲۱م کال کې د کابل له هوايي ډګر څخه د هغو افغانانو د لېږد په مهال چې ژوند یې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ و، ځینو ورزشکارانو ته ګواښونکي پیغامونه لېږلي وو.

فضلي چې له ۲۰۱۹م کال راهیسې د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون مشر دی، تر اوسه د دغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG