د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعي قاتل ونیول شو


وژل شوی خبریال الیاس داعي
وژل شوی خبریال الیاس داعي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وایي، نيول شوي کس په مستقيم ډول د الياس داعي په قتل کې لاس درلود او په خپل جرم يې اعتراف هم کړی.

دا وزارت وايي: " يو تن طالب چې په مستقيم ډول يې په هلمند کې د شهيد الياس داعي په قتل کې لاس درلود، ونيول شو او په خپل جرم يې اعتراف وکړ."

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې ویلي، پوليس هڅه کوي چې د دغه تروريست نور شريکان هم ونيسي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو مخکې تر دې یې ویلي و چې د الیاس داعي د وژلو په پېښه کې لاس نه لري.

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د نوومبر په دولسمه په لښکرګاه کې د ده پر موټر د وصل شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG