د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

د پکتیا خبریالان: د الیاس داعي د وژنې د قضیې څېړل دې چټک شي


 په هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال محمدالیاس داعي
په هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال محمدالیاس داعي

د پکتیا خبریالان وايي، د افغان حکومت له خوا په هلمند کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمدالیاس داعي د وژنې د قضیې په څېړلو کې ځنډ خبریالان اندیښمن کړي او د دوی پر فعالیتونو يې اغېز کړی دی.

محمدالیاس داعي د نوومبر په ۱۲مه نېټه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هغه وخت ووژل شو چې دده پر موټر د مقناطیسي بم چاودنه وشوه.

د پکتیا خبریالانو وویل، د الیاس داعي له وژنې درې اوونۍ تیریږي، خو تراوسه د دې قضیې د څېړنو پایلې د داعي له کورنۍ، ولس او خبریالانو سره نه دي شریکې شوي.

دوی انديښنه لري چې د الیاس داعي د وژنې څېړنې هم ممکن د نورو وژل شویو خبریالانو او مخکښو فعالانو د قضیو په شان بې برخلیکه او پټې پاتې شي.

نن د چهارشنبې په ورځ په سویل ختیځ زون کې د اریانا نیوز خبریال او د پکتیا پرېس کلپ مشر فریدالله احمدزي د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، د داعي له وژنې درې اوونۍ تیریږي، خو تراوسه هم حکومت د دې وژنې قضیه نه ده روښانه کړې.

د پکتیا خبریالان وايي د داعي د وژنې قضیې څیړل دې جدي او روښانه شي
د پکتیا خبریالان وايي د داعي د وژنې قضیې څیړل دې جدي او روښانه شي

فریدالله احمدزي له حکومت او اړوند ادارو وغوښتل چې د خبریالانو د وژنې او ګواښولو پېښې په جدیت وڅيړي، څو خبریالان ډاډمن شي او مسایل ورته روښانه شي.

په سویل ختیځ زون کې د پژواک خبري اژانس خبریال شکور کامران بیا د خبریالانو تېرو وژنو ته په کتو وايي، حکومت د پېښو په لومړیو ورځو کې د عاملینو د پیدا کولو ژمنې کوي، خو وروسته دا هر څه پاتېږي.

دی وايي: "موږ په تېر کې هم د خبریالانو د شهادت پېښې لرلې، خو څو ورځې او هفته خبره ګرمه وي، په دې مانا چې حکومت يې غندنه کوي او وايي، دوی به يې عاملین پیدا کوي، خو بدبختانه بیا وروسته خبره ګونګه پاتېږي او خاورې پرې اچول کېږي، نو زموږ غوښتنه دا ده چې د الیاس داعي د شهادت او د ده د ورور د ټپي کېدو قضیه په جدي توګه وڅېړل شي او پایلې يې له ولس سره شریکې شي چې د چا لاس په کې وو او ولې دا کار وشو؟"

په پکتیا کې د ملي تلوېزیون خبریال حبیب الله سراب بیا له حکومته غواړي چې د داسې پېښو د تکرار مخه ونیسي او د الیاس داعي قضیه دې روښانه شي چې د دې پېښو تر شا څوک لاس لري؟

دی زیاتوي، حکومت تل د څېړنو ژمنې کوي، خو په عمل کې يې خلکو او خبریالانو سره د خپلو څېړنو پایلې نه دي شریکې کړي.

په سویل ختیځ زون کې یو بل ازاد خبریال حکمت الله واقد وايي، له هغه ورځې چې په هلمند کې الیاس داعي وژل شوی، په ټول افغانستان او بیا په ځانګړي ډول سویل ختیځ زون کې خبریالانو سره ډېرې انديښنې پیدا شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: "خبریالان فکر کوي چې موږ هم ټارګیټ یو، بله انديښنه يې دا ده چې کله دوی ووژل شي او یا ګواښ ورته متوجه شي، حکومت ورته پام نه کوي، د هغوی عاملین نه پیدا کېږي او سزا نه ورکول کېږي، زموږ غوښتنه دا ده چې د الیاس داعي قاتلان پیدا شي، موضوع يې جدي وڅېړل شي، د عاملینو پيژندګلوي يې وشي او سزا ورکړل شي."

په پکتیا کې د حقمل مسعودزي په نوم یو بل ازاد خبریال حقمل مسعودزی وايي، د الیاس داعي وژنې خبریالان انديښمن کړي چې ممکن د دوی د وژنې لپاره هم داسې پلاونه طرحه شي.

دی زیاتوي، که حکومت د دې قضیې په څېړلو او د عاملینو په نیولو کې ناغیړي وکړي، نو د خبریالانو کار له ستونزو سره مخامخ کیدلی شي.

راپور: نجیب الله الوخېل

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG