د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۵ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۱۵

خبرونه

هلمند کې د ځوان فکر ټولنه: د داعي قاتلان دې ونیول شي

وژل شوی خبریال الیاس داعي
وژل شوی خبریال الیاس داعي

په هلمند کې د ځوان فکر په نوم مدني ټولنې نن سې شنبه (د لېندۍ ۴مه) د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي او د پخواني ژورنالېست یما سیاوش د قاتلانو د ژر تر ژره نیولو غوښتنه وکړه.

د دې ټولنې مشر نور علي نوري ازادي راډیو ته وویل: "ځوانان، قومي مشران او خبریالان زموږ په ټولنه کې راغونډ شوي وو، له دولته مو وغوښتل چې د خبریالانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي او له طالبانو مو وغوښتل چې خبریال خپل هدف ونه ګرځوي."

په هلمند کې د ازادي رادیو خبریال الیاس داعي له نننه دولس ورځې مخکې په لښکرګاه کې هغه وخت ووژل شو چې د ده پر موټر مقناطیسي ماین وچاودید، څو ورځې مخکې تر دې په کابل کې د طلوع ټلوېزیون پخوانی خبریال یما سیاوش د ورته چاودنې قرباني شو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د افغانستان د وضعيت په اړه اندېښنه وښوده

 ولکر تُرک، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر
ولکر تُرک، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه وښوده.

وولکر ترک نن د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۵ مې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، په افغانستان کې له بشري حقونو په تېره د نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې پر سیستماتیکو سرغړونو خواشینی دی.

ښاغلي ترک له شپږم د لوړو ټولګیو پر زده کوونکو نجونو د تعلیم د بندیز، کار او تګ راتګ په ګډون د ژوند له ټولو برخو د ښځو څنډې کولو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو دفاع باید د ټولو هغو اړخونو د اهدافو په سر کې وي چې په افغانستان کې او یا د افغانستان لپاره کار کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر د فردي ازاديو او د بیان پر ازادۍ د محدودیتونو، د فعالانو او خبریالانو غیرقانوني نیونو او د خلکو په مخ کې د اعدامونو یادونه هم وکړه.

ترک همدا راز له پاکستانه په تېره د هغو افغان کډوالو پر ایستلو هم اندېښنه وښوده چې په افغانستان کې یې د نیولو احتمال شته.

د امریکا سفارت: د افغانستان وحشي ژویو ته دې خوندي چاپېریال برابر شي

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د وحشي ژویو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د وحشي ژویو د چاپېریال پر خوندي کولو او ساتنې ټینګار کړی دی.

دې سفارت پرون یکشنبې( د مارچ درېیمه) د دغې نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان د وحشي ژویو متنوع او بډایه چاپېریال ته باید پام وشي.

سفارت د بېلګې په توګه د بېساري واورین پړانګانو او د مارخور غرڅو یادونه کړې او ویلي یې دي چې هر ژوی زموږ د ایکو سیسټم په ساتلو کې مهم رول لوبوي.

د سفارت پر ایکس پاڼې لیکل شوي: راځئ په ګډه د افغانستان بېساری طبیعي میراث خوندي او هغه وساتو.

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د وحشي ژویو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د وحشي ژویو د چاپېریال په خوندیتوب ټینګار داسې مهال کوي چې په دې هېواد کې ډېر وحشي ژوي د څو لسیزو جګړو په ترڅ کې له مینځه تللي او د واورین پړانګانو په څېر ځینې کمیابه ژوي یې د انقراض له خطرسره مخ دي.

شهباز شریف د پاکستان د نوي صدراعظم په توګه لوړه وکړه

د شهباز شریف د لوړې مراسم
د شهباز شریف د لوړې مراسم

شهباز شریف نن د پاکستان د نوي صدراعظم په توګه لوړه وکړه.

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند غړی، ۷۲ کلن شریف پرون د پاکستان مرکزي پارلمان له خوا پرون یکشبې د نوي صدراعظم په توګه غوره شو.

نوموړی به داسې مهال د یوه ایتلافي حکومت مشري کوي چې پاکستان له ډېرو اقتصاي، سیاسي او امنیتي ننګونو سره مخامخ دی.

د فبرورۍ د اتمې په عمومي انتخاباتو کې ډېرې رایې د پاکستان د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان پلویانو وړي، خو د پاکستان د اساسي قانون له مخې باید نوی حکومت هغه ګوند یا ګوندونه په ګډه جوړکړي چې ډېرې رایې یې ګټلې وي.

د مسلم لیګ نواز ګوند د پاکستان له پیپلزاو یو شمېر نورو ګوندونو سره د ایتلافي حکومت پر جوړولو سلا کړې ده.

ملا برادر: نړیوال سازمانونه دې د کوکنارو د بدیلو کښتونو د ترویج لپاره افغانانو سره مرسته وکړي

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، په افغانستان کې د کوکنارو پرځای د بدیلو کښتونو د ترویج لپاره اوس ښه زمینه برابره شوې او نړیوال سازمانونه دې په دې برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باخترخبري آژانس د راپور له مخې، ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د ادارې له پخواني اجرائیوي ریس پینو الارچي سره په کتنه کې کړې دي.

ملا عبدالغني برادر ویلي چې د دوی د حکومت د څه باندې دوه نیمو کلونو پر مهال په افغانستان کې د نشه یي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه شوې او اوس مهال د ده په وینا، د مخدره موادو تولید او قاچاق نژدې صفرته رسېدلی.

هغه همدارنګه ویلي چې په مخدره موادو د روږدو په زرګونو کسانو درملنه شوې او ورته د کاري زمینو د برابرولو په هدف د حرفوي زده کړو پروګرامونه پیل شوي دي.

هغه زیاته کړې چې غواړي په نږدې راتلونکي کې په کابل کې یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي تر څو د دغه کنفرانس له لارې افغان بزګرانو ته د بدیلو کښتونو وړاندې کولو په برخه کې د نړیوالو مالي ملاتړ راجلب کړي.

ناټو د خپل پراخ شوي شمالي قلمرو د دفاع پوځي تمرینونه پیل کړل

د تازه پوځي تمرینونو یوه برخه
د تازه پوځي تمرینونو یوه برخه

ناټو به نن دوشنبې د خپل پراخ شوي شمالي قلمرو د دفاع لپاره پوځي تمرینونه پیل کړي.

په دغو پوځي تمرینونو کې چې د فنلنډ، ناروې او سویډن په شمالي برخو کې پیلیږي او دوه اونۍ به دوام کوي، د دیارلسو هېوادونو له شل زرو زیات سرتېري ګډون کوي.

د فنلنډ د پوځ په وینا، د ناروې په مشرۍ د ۲۰۲۴ کال د نورډیک غبرګون په نوم په دغو پوځي تطبیقاتو کې به د فنلنډ له ۴ زرو زیات سرتېري ګډون وکړي چې دا به په بهرنیو پوځي تمرینونو کې د لومړي ځل لپاره د دې هېواد پراخ ګډون وي.

فنلنډ چې له روسیې سره ۱۳۴۰ کیلومتره ګډه پوله لري، د ۲۰۲۳ کال په اپریل میاشت کې له ناټو سره یوځای شو.

په دې تړون کې د فنلنډ غړیتوب د ناټو ټولو غړیو هېوادونو تصویب کړی، خو د ګاونډي سویډن لخوا یې د غړیتوب پروسه د بشپړیدو په حال کې ده.

تمه ده چې په ناټو کې د ۳۲ غړي په توګه د سویډن د غړیتوب بهیرد روانې مارچ میاشتې ترپایه بشپړ شي.

کامالا هریس: اسراییل دې غزې ته د زیاتو بشري مرستو د رسولو لپاره نور اقدامات وکړي

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیاله، کامالا هریس
د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیاله، کامالا هریس

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیالې کامالا هریس له اسراییل څخه وغوښتل چې غزې ته د زیاتو مرستو رسولو لپاره نور اقدامات وکړي؛ ځکه د دې په وینا غزه له بشري ناورین سره مخ ده.

مېرمن حارث چې په الاباما کې د ۱۹۶۵ کال د یوه سوله ییزلاریون د ځپلو د کلیزې په مراسمو کې څرګندونې کولې، دغه راز وویل چې په غزه کې باید سمدستي اوربند وشي ترڅو غزې ته د بشري مرستو رسولو ترڅنګ د حماس له لوري چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله بولي، د یرغملو خلاصون یقیني شي.

په الاباما کې هغه مهال لاریون کوونکي په سوله ییز ډول د خپلې رایې د حق د ترلاسه کولو لپاره واټونو ته راوتلي چې د دولتي ځواکونو له خوا وځپل شو.

د سپیس ایکس یو توغندی پرون له فلوریډا څخه د نړیوالې فضایي اډې پر لور والوت

د سپیس ایکس توغندي د فضا ته لېږلو یوه څنډه
د سپیس ایکس توغندي د فضا ته لېږلو یوه څنډه

د سپیس ایکس یو توغندی پرون له فلوریډا په خوندي ډول د نړیوالې فضایي اډې پر لور والوت.

دغه توغندی درې امریکایي او یو روسی ستورمزلي یا فضانوردان له ځان سره د ځمکې په مدار کې دې فضایي اډې ته لېږدوي او دوی به هلته شپږ میاشتې علمي څېړنې کوي.

د فالکون ۹ په نوم دغه دوه مرحله یي توغندی چې په فلوریډا کې د کیندي له فضایي اډې وتوغول شو، په سرکې یې د خدمې لپاره د ډراګان په نوم یو کپسول وصل دی.

د فالکون د پاسنۍ برخې توغندي دغه کپسول په نهو دقیقوکې د ځمکې لومړني مدارته ورساوه.

ټاکل شوې چې د دې کپسول څلور خدمې یا ستورمزلي سبا نړیوالې فضايي اډې ته ورسیږي.

جنوبي کوریا او امریکا د شمالي کوریا د اټومي ګواښونو پر وړاندې پوځي مانورې پیل کړې

د مانوریو یوه برخه
د مانوریو یوه برخه

جنوبي کوریا او د امریکا متحدو ایالتونو نن پراخ پوځي تمرینونه پیل کړل ترڅو د شمالي کوریا د اټومي ګواښ په وړاندې خپلې وړتیاوې او تیاری پیاوړی کړي.

دغه پوځي تطبیقات وروسته له هغې پیلیږي چې شمالي کوریا د روان کال په پیل کې د راکټي ازموېنو او د جګړه ییزو بیانونو په زیاتوالي سره دښمني زیاته کړې ده.

د جنوبي کوریا او د متحدو ایالتونو ځواکونه د کمپیوټر له لارې د ازادۍ ډال یا فریډم شیلډ په نوم د قوماندې د یوه روزنیز مرکز او د مختلفو ځمکنیو عملیاتو له لارې دغه یوولس ورځني پوځي تطبیقات سرته رسوي.

شمالي کوریا تراوسه د دغو کلنیو پوځي تمرینونو پر وړاندې چې هغه د خپل ځان په وړاندې یرغلیز تمرینونه بولي، غبرګون نه دی ښودلی.

دې هېواد په تېر کې د خپلو مخالفینو له خوا د دا ډول ګډو پوځي تطبیقاتو په وړاندې د وسلو لمسوونکې ازموېنې ترسره کړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د شرې ناروغۍشکمنې پېښې زیاتې شوي

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د روغتیا نړیوال سازمان، WHO په افغانستان کې د شرې ناروغۍ د شکمنو پېښو د زیاتوالي خبر ورکوي.

د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون یکشنبې په یوه راپور کې ویلي چې ښایي د شرې د ناروغۍ د پېښو د زیاتوالي علت دا وي چې په ژمي کې یې سرایت تېزیږي او له بلې خوا هم په خلکو کې یې د معافیت اندازه کمه ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د روان ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې تراوسه ټولټال د شرې د ۷۱۷۹ مشکوکو پېښو او ۲۹ مړینو راپور ورکړل شوی دی.

دې سازمان ویلي چې د شرې د ټولو مشکوکو پېښو اکثره یعنې ۵۷۸۲ یې له پنځو کلونو څخه په کم عمره ماشومانو کې تثبیت شوي دي.

د طالبانو حکومت: د وروستیو ورښتونو د مړو شمېر ۳۹ تنو ته ورسېد

په میدان وردګ کې د واورې ورېدو یو تصویر
په میدان وردګ کې د واورې ورېدو یو تصویر

د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت ویندوی جانان سایق وايي چې په افغانستان کې د وروستیو ورځو د ورښتونو له کبله د مړینو شمېر ۳۹ تنو ته ورسېد.

ښاغلي سایق تر دې مخکې د مړینو شمېر ۲۰ تنه ښودلی و، خو ده پرون ناوخته وویل چې د ۳۹ تنو پر مړینې سربېره ۳۰ نور ټپیان شوي او ۶۳۷ ودانۍ نړېدلي دي.

د وروستیو اوونیو شدیدو واورو او بارانونو د سالنګ په شمول د یو شمېر ولایتونو لارې بندې کړې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG