د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

د هلمند اوسېدونکي د الیاس داعي په ویر ناست دي


الیاس داعي
الیاس داعي

نن په هلمند کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي د وژل کېدو پنځمه ورځ ده.

نوموړی د تېرې پنجشنبې په ورځ په مرک لښکرګاه کې د ده په موټر پورې د نښل شوي مقنتاطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو، چې تر اوسه یې مسوولیت چا نه دی منلی.

د الیاس داعي د ویر ټغر ډېر لوی دی، په اکثرو ولایتونو کې ورته د دعا مراسم ترسره شول، شمعې بلې شوې او وژنه یې هم په کور دننه او بهر په پراخه کچه وغندل شوه.

خو خپله هلمندیان د داعي په اړه څه وايي؟

د ازادي راډیو د خبریال اجمل تورمان په راپور کې به یې واورو چې د لښکر ګه د یو اوسېدونکي په غږ پیلېږي چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG