د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

استرالیايي خبريال: الیاس داعي د زړورتیا بېلګه وو.


اندرو کویلټي د محمد الیاس داعي دا عکس په تېره اکتوبر میاشت کې اخیستی وو.
اندرو کویلټي د محمد الیاس داعي دا عکس په تېره اکتوبر میاشت کې اخیستی وو.

په هلمند کې د ازادي راډيو د خبریال الیاس داعي وژنه په پراخه کچه غندل شوې.

د ده کورنۍ، ملګري او همکاران د ده پر مړینه ویرجن دي. هغه بهرني خبریالان هم چې د الیاس داعي په مرسته‌یې د هلمند پر وضعیت راپور کاوه، د ده پر وژل کېدو سخت خواشیني دي.

اندرو کویلټي له دغو خبریالانو یو دی چې له الیاس داعي سره‌یې یوځای کار کړی وو.

اندرو کويلټي، یو ازاد خبريال او عکاس دی چې په کابل کې اوسي. دی د استرالیا تبعه دی او لومړی ځل په ۲۰۱۳م کال کې افغانستان ته تللی وو. کویلټي لومړی ځل په ۲۰۱۵م کال کې په لښکرګاه کې له الیاس داعي سره لیدلي وو.

ملالۍ بشیر له کویلټي سره خبرې کړي چې له الیاس داعي سره‌يې اخري ځل څه وخت لیدلي وو او هغه څه ورته ویلي وو؟

کويلټي په ځواب کې داسې وايي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:56 0:00

XS
SM
MD
LG